ښځې

یوناما: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ښځو حقونو په برخه کې د نړۍ تر ټولو ځپل شوی هېواد دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مارچ په اتمه د ښځو په نړیواله ورځ، پر افغانستان د واکمنې ډلې له خوا پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

دغه سازمان پر افغانستان له واکمنو چارواکو وغوښتل چې د ښځو او نجونو پر حقونو سخت محدودیتونه پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما) په اطلاعیه کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې، د طالبانو داسې ځانګړو قوانینو ته مخه کړې چې ډېری ښځې او نجونې یې په عملي ډول په کورونو کې زنداني کړې دي. دا محدودیتونه د بشري حقونو د اسنادو او اساسي آزادیو له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي چې افغانستان یې یو غړی هېواد دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دغه سازمان د استازولۍ دفتر رییسه روزا اوتنبایوا وویل: «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ تر ټولو ځپونکی هېواد دی او ډېره د خواشینۍ وړ ده چې له ټولنې د افغان ښځو او نجونو د منزوي کولو لپاره د دوی د سیستماتیکو طریقو کتونکي یو.»

اوتنبایوا وویل: «د نړۍ په یوه تر ټولو لوی انساني او اقتصادي ناورین کې په کورونو کې د یوه هېواد د نیمایي وګړو بندي کول، په ملي کچه زیانمنونکی اقدام دی. دا چاره به نه یوازې ښځې او نجونې، بلکې ټول افغانان د راتلونکو نسلونو لپاره له بې وزلۍ او په مرستو پورې تړلي پاتې کړي. دا کار به همداراز افغانستان د نړۍ په هېوادونو کې لامنزوي کړي.»

د مارچ د اتمې نېټې له امله د ملګرو ملتونو سازمان په اطلاعیه کې راغلي: د ۲۰۲۱ له اګسټ میاشتې راهیسې یوناما د ښځو پروړاندې د طالبانو له خوا د دوه‌ګونو اقدامونو او احکامو یو دوامدار بهیر ثبت کړی دی.

د ۲۰۲۱ په سپټمبر کې طالبانو د نجونو د منځنۍ دورې زده‌کړې وځنډولې او له عمومي اعلامیو سره سره یې، د ۲۰۲۲ په مارچ کې د ښوونیز کال له پيلېدو سره سره دغه ځنډ د نامعلومې مودې لپاره وغځاوه.

که څه هم هغوی ویلي، چې د ښوونځیو لپاره پر اسلامي ارزښتونو او کلتوري معیارونو د سمبال ښوونیز نصاب جوړولو په حال کې دي، خو په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی لیدل شوی.

د ۲۰۲۲ په ډسمبر کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

نن په افغانستان کې د سفر یا له کوره بهر د کار کولو په برخه کې د ښځو حق او عمومي ځایونو ته لاس‌رسی ډېر محدود شوی دی. ښځې همداراز د پرېکړې کولو له ټولو عمومي کچو څنډې ته شوې دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو ځانګړې استازې الیسن ډیویډیان وویل: «افغان مېرمنو د دوامداره سیستماتیکو ګوښه کولو پروړاندې حیرانوونکې زړورتیا او انعطاف ښودلی دی.»

هغې دوام ورکړ: «هغه زیان چې طالبان یې خپلو وګړو ته رسوي له ښځو او نجونو پراخ دی. دا پر ټولو افغانانو اغېزه کوي او په نسلونو نسلونو کې به احساس شي. د یوه ټولګډونه، سوله‌ییز او هیله‌منوونکي افغانستان د جوړولو لپاره باید د ښځو او نجونو حقونه ژرترژره بېرته ورکړل شي.»

یوناما ټینګار کړی، د بشري حقونو دفاع کوونکې مېرمنې چې په سوله‌ییزه توګه لاریونونه کوي وهل ټکول، نیول او په نښه شوې دي.

په روان زېږدیز کال کې د افغانستان ۱۱.۶ میلیونه ښځې او نجونې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

په دې لړ کې واکمنو چارواکو په نادولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار په بندیز لګولو سره د نړیوالو مرستو بې‌سارې هڅې چې ان د هغوی کار د حیاتي مرستو په وړاندې کولو کې ارزښتناک دی، له ستونزې سره مخ کړی دی.