ښځې

افغان مېرمنې: له کوم جرم پرته د طالبانو له دښمنۍ ډکو افکارو کې زنداني یو

روینا رییسي چې ۷ کاله یې په دولتي ادارو او مدني بنسټونو کې کار کړی و، اوس په کور ناسته ده او بوختیا یې کتاب لوستل ده، کتاب لوستل یې د درد، کړاو او محرومیتونو د هېرېدو لامل کېږي.

هغه وایي چې په دې ورځو کې یې تر ټولو ښه دوست د «لیزونیا جویل» په نوم لیکواله ده چې ناولونه یې هغه راتلونکي ته هیله‌منه کوي.

رییسي د ښځو د مارچ اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې رانږدې کېدو ته په اشارې سره وایي: «دا ورځ په نړۍ کې په داسې حال کې لمانځل کېږي چې دوه کاله کېږي، افغان مېرمنې نه آزادي لري، نه د خبرو کولو اجازه. خو نن افغان مېرمنو دا ورځ هېره کړې او هېڅوک ددې ورځې یادونه نه کوي.»

دغه مېرمن ډېرې هیلې لري او وایي: «که یوه ورځ ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پرمخ پرانیستل شي، ښایي زه لومړنۍ مېرمن وم چې بیا به درس پیلوم او زده کړو ته به دوام ورکوم، زه باور لرم چې دا توره ورځ به پای ته ورسېږي.»

غواړم د خپل زیار پایله ووینم

لیلا کاظمي د بغلان د مرکز پلخمري ښار په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو د برخې محصله ده. هغې هم اووه کاله د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د مدني ټولنو له لارې فعالیتونه کړي دي.

وروسته له هغې چې طالبانو د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې، لیلا د خیاطۍ د یوه کارځای په جوړولو سره ځان او یو شمېر نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

کاظمی وايي: «هر بزګر چې کښت کوي د حاصل په تمه یې وي، ما په ډېرو ستونزو سره درس ویلی او تمه مې لرله چې پای ته یې ورسوم، خو ګټه یې ونه کړه.»

اندېشه رحیمي ددې ولایت یوه خبریاله ده. هغه وایي: «آن خبریالي مې هېره کړې د خو د ښځې ورځ ده دا ورځ زموږ لپاره معنی نه لری. د مارچ د اتمې نېټې په مناسبت غواړم د ښځینه خبریالانو ستونزو ته پام وشي، که نړۍ غواړي دا ورځ ولمانځي باید د افغان مېرمنو ستونزو ته پام وکړي.»

 په داسې حال کې چې چهار شنبه د کب میاشتې ۱۷ د مارچ میاشتې له اتمې په ټوله نړۍ کې د ښځو د یووالي له نړیوالې ورځې سره برابره ده، افغانستان کې ښځې دغه ورځ د دوهم ځل لپاره د طالبانو په تېرې ۱۹ میاشتینۍ واکمنۍ کې ددې ډلې له خوا تر سختو محدودیتونو لاندې تېروي. په تېرو نږدې درېیو لسیزو کې دا دوهم ځل دی چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي.