افغانستان

د بهلول دانا مقبره، د غزني د خلکو لپاره د درناوي وړ ځای

د بهلول دانا مقبره د «امام محمد زاهد» په نوم یوه سړي اړوند ده چې د غزني ښار په شمال کې د پخواني ښار او د غزني د څلیو ترمنځ یوه سیمه کې د یوې غونډۍ پر سر ده.

د غزني ښار سپین‌ږیري وایي چې بهلول دانا د سلطان محمود غزنوي په دوره کې ژوند کاوه او پاچا هغه ته ځانګړی درناوی او اخلاص درلود.

د بهلول دانا مقبره په وروستیو کلونو کې د مخکیني حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا بېاورغول شوه او اوس خلک له دغه ځایه د لیدو لپاره ورځي.

د بهلول دانا زیارت مجاور محمد الدین وایي: «بهلول دانا یو بېوزله کس و او د ژوندانه کارونو ته یې شا کړې وه، نوموړي خپل ټول عمر د خدای پر بنده‌ګۍ او اطاعت کې تېر کړی و.»

هغه وایي، چې د بهلول دانا زیارت په ګډون د غزني ولایت ټول زیارتونه «ځانګړی حکمت» لري او د نوموړي په وینا دا کسان د خدای دوستان دي او له همدې امله دغه زیارتونه د خلکو د پام وړ دي.

سردار محمد د زابل د شاه‌جوی ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې خپله ناروغه مېرمن یې د روغتیا لپاره د بهلول دانا مقبرې ته راوستې ده.

هغه وایي: «مخکې مو هم دلته ناروغان راوستي وو او خدای شفا ورکړه او له همدې امله مې اوس هم خپله ناروغه مېرمن هم راوستې ده.»

د غزني ولایت اوسېدونکی حمیدالله یوسفي چې د زیارت لپاره دغې مقبرې ته راغلی، وايي: «د خپلې دعا د پوره کېدو لپاره دلته راځو ترڅو خدای د دغه زیارت په برکت، زموږ ستونزې هوارې کړي.»

خو د ننګرهار ولایت اوسېدونکی کمال چې د بهلول دانا د مقبرې لیدو ته راغلی او د دغه زیارت پر شفا ورکولو باور او یقین نه لري، وایي چې دا کار (د زیارتونو له خوا شفا ترلاسه کول) “خرافات” دي.

هغه وویل: «له تاریخي ځایونو او اثارو سره مینه لرم او د همدې لپاره دلته راغلی یم.»

د غزني خلک بهلول د «کرامت لرونکي» سړي په توګه یادوي او باوري دي چې نوموړی عارف، شاعر او د ناوړه دودونو ماتوونکی و.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه ډله خلک د شعرونو یو دیوان هم د بهلول دانا اړوند بولي؛ هغه شعرونه چې که څه هم ویل کېږي سرچینه یې لوړ عارفانه مفهومونه دي؛ خو له ژبني او د شعر د مسلکي معیارونو له پلوه ګډوډ او نه‌پاخه برېښي.