سوداګري

د طالبانو کمه بودیجه او د بېوزلۍ دوام

عکس از آرشیف.

د طالبانو مالیې وزارت ویلي، چې د نوي مالي کال د بودیجې سند یې د توشېح لپاره خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته لېږلی دی.

تر اوسه طالبانو د دې بودیجې د اندازې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د پراختیایي بودیجې کمېدل او د طالبانو له لوري د بودیجې د تصویب څرنګوالی د اقتصادي چارو د پوهانو لپاره دوه اندېښمنوونکې موضوع ګانې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې به مالیې وزارت بودیجه ترتیب او د کابینې له تصویب وروسته به یې ملي شورا ته ولېږله. ملي شورا به تائید او د ولسمشر له خوا به توشېح شوه.

د بودیجې سند به د پارلمان له لوري ارزول کېده، خو اوس افغانستان پارلمان نه لري.

د طالبانو مالیې وزارت بودیجه ترتیب او د دوی کابینه یې تائیدوي او بیا یې مولوي هبت الله اخوندزاده توشېح کوي، خو د څارنې او ارزونې لپاره یې اوس هېڅ مرجع نه لري.

بل لور ته کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې واک ته ورسېدل د افغانستان پراختیایي بودیجه د پام وړ کمه شوه.

په ۱۴۰۰ کال کې پراختیایي بودیجه ۱۵۶ میلیارده افغانۍ وه او دا سرچینې له نړیوالو مرستو خړوبېدې.

خو په کال ۱۴۰۱ کال کې دغه بودیجه څه کم ۳ میلیارده کمه شوه او په نوي مالي کال کې هم طالبان نشي کولای بودیجه پراخه کړي.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي د پراختیایي بودیجې کمېدل به په هېواد کې بېوزلي او وزګاري لا زیاته کړي.

اقتصادي شنونکی اذرخش حافظي وایي «له کورنیو سرچینو محدوده بودیجه ریاضتي ده او په دې ډول بودیجه کې به پراختیایي برخه کمرنګه وي، او د بودیجې کمښت به بې وزلي او وزګاري زیاته کړي. افغانستان باید له ټولو مشروع سرچینو او نړیوالو مرستو ګته واخلي تر څو تلپاتې پرمختګ په هېواد کې خوندي کړي».

د اقتصادي چارو یو بل کارپوه وایي له طالبانو وړاندې بهرنۍ مرستې په پراختیایي بودیجه کې مهم رول لوباوه او ډېرې پروژې به له همدې مرستو د ملي بودیجې په چوکاټ کې تمویلېدې. خو اوس افغانستان ته ټولې پراختیایي مرستې درېدلې او طالبان یې وس نه لري.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیدمسعود آمو ته وایي «د بودیجې جوړول د دولت مهمه او اساسي دنده ده چې عموما عواید د مصارفو او مصارف د عواید په مقابل کې اټکل کوي. عموما بودیجه په دوه ډوله جوړوي؛ داخلي عواید: عواید راټولېږي او په مقابل کې مصارف سنجول کېږي چې وکولی شي مصارف پوره کړي. داخلي او بهرنۍ سرچینې له دې اړخه دي چې پرې عادي او پراختیايي بودیجې جوړېږي».

په ۱۴۰۱ هجري کال کې د طالبانو بودیجه ۲۳۱ میلیارده افغانۍ ټاکل شوې وه، چې ۲۸ میلیارد افغانۍ یې پرمختیايي او پاتې نور یې عادي بودیجه وه.