افغانستان

سیګار: پنتاګون او مخکینی حکومت د افغان امنیتي ځواکونو د پاشل کېدو مسوول دي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی بنسټ «سیګار» وایي چې د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) د کمزوري پروګرام او د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د امنیتي ځواکونو په ناڅاپي پاشل کېدو کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلو او مهماتو د ځواب نه ویلو په برخه کې رول لرلی دی.

سیګار زیاته کړې پنتاګون هم د پلټنو په بهیر کې په بشپړ ډول همکاري نه ده کړې.

دغه راپور په ډاګه کړې چې امریکایي ځواکونو د ۲،۷ میلیارد ډالرو په ارزښت الوتکې، توغندي، ارتباطي وسایل او نور پوځي توکي د طالبانو د احتمالي استفادې لپاره پرېښي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي همداراز د پنتاګون د رابور پر بنسټ د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې د امریکا کانګرس ته ویلي چې په دغو وسایلو کې د درې اعشاریه ۹۲۳ میلیون ډالرو پهخ ارزښت لږترلږه ۷۸ الوتکې، د ۵۴اعشاریه ۶ میلیون ډالرو په ارزښت ۹ زره او ۵۲۴ له ځمکې د هوا په لور توغندي، څه د پاسه ۴۰ زره نقلیه وسایط، څه باندې درې سوه زره وسلې او کابو ټول د شپې دوربینونه، د څارنې، ارتباطي او بایومتریک وسایل چې د ټولو امنیتي ځواکونو لپاره برابر شوي وو، پرېښودل شوي دي.

د امریکا کانګرس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د کابل له ناڅاپي سقوط وروسته یې د برابرولو حکم کړی و.

په دې راپور کې راغلي چې امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغانستان لپاره د خپلواکو امنیتي ځواکونو د رامنځته کولو لپاره چې له کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره د مقابلې توان ولري، کابو نوي میلیارد ډالره بېل کړي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو له پاشل کېدو وروسته، د استازو جرګې د څارنې او اصلاحاتو کمیټې او د وسله والو ځواکونو کمیټې حکم کړی ترڅو هغه څه چې پېښ شوي، وارزوي او د امریکا له خوا افغان ځواکونو ته د ټولو ورکړل شویو وسایلو پلټنه وکړي.

د سیګار په راپور کې راغلي، کله چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د دونالډټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه لاسلیک شوه، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پاشل کېدو لپاره زمینه برابره شوه او د امریکايي ځواکونو په وتلو سره دا بهیر چټک شو.

د امریکا د ځانګړي څارونکي د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د دوحې د سولې موافقې له لاسلیک مخکې، امریکا د طالبانو په وړاندې اوه زره او ۴۲۳ هوایي بریدونه کړي او دا بریدونه د دې لامل شوي وو چې افغان امنیتي ځواکونه د جګړې په ډګرونو کې د پرمختګ په حال کې وي خو د دوحې له هوکړې وروسته، دا بریدونه کم شول او افغان امنیتي ځواکونه یې په جګړو کې یوازې پرېښودل.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی جان ساپکو په خپل راپور کې لیکلي: «له دې امله چې امریکايي ځواکونه په جګړو کې اغېزناک وو، دوی تر ډېره د ماموریتونو مشري کوله یا یې په ماموریت کې حیاتي نیمګړتیاوې ډکولې. د نږدې هوايي ملاتړ، هوايي بریدونو، طبي تخلیې، تدارکاتو او د مالوماتو راټولول د دې لامل شوي چې په پایله کې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه له حده زیات په پور اخیستونکو قابلیتونو تکیه ولري.»

هغه زیاته کړې: «د فساد شتون د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو توانمني له منځه یووړه او مشروعیت او کارندوالی یې کمزوری کړ.»

د سیګار په راپور کې راغلي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د افغانستان مرکزي حکومت ونه توانېده چې د ملي امنیت یوه تګلاره پراخه کړي او سربېره پر دې، ولسمشر غني تر ډېره دفاعي او امنیتي مشران بدلول او وفادار کسان یې د قومیت پربنسټ ګمارل او د دغو ځواکونو سیاسي کېدل د ملي دفاعي ځواکونو روحیه او باور کمزوری کړ او ځوان، روزل شوي، تحصیل کرده او مسلکي افسران چې د امریکا تر څارنې لاندې لوی شوي وو څنډې ته یې کړل.

د امریکا د ځانګړي څارونکي د څېړنو له مخې، دا ټول مسایل ددې لامل شول چې د ولسوالیو د سقوط زمینه برابره شي، ولسوالۍ یو پر بل پسې د طالبانو لاس ته ورغلې او ددغې ډلې رواني جګړې د مبارزې په ډګرونو د افغان امنیتي ځواکونو هوډ او روحیه کمزورې کوله.

د امریکا ځانګړي څارونکي د خپل راپور په پای کې د طالبانو لاس ته د امریکايي وسایلو د ورتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دې راپور کې راغلي چې طالبان د امریکا د ملي امنیت له دفاعي تجهیزاتو له هغې جملې زرهي موټرو او الوتکو د روزنې او خپلو عملیاتو لپاره کار اخلي.

د افغانستان د هوايي ځواک یو شمېر پیلوټان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له شمالي اډو چې طالبان یې د نیولو په حال کې وو، څو الوتکې یې له افغانستانه مرکزي آسیا ته ولېږدولې او د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو یو شمېر مخکیني غړي له وتښتېدل، زیات شمېر یې پټ شوي، یو شمېر ووژل شول او ځینې نور له افراط پالو سره یو ځای شوي دي.