افغانستان

د خپلو معاشونو له نه ورکړې د نیمروز د متقاعدینو شکایت

د نیمروز ولایت متقاعدین وايي چې د جمهوریت له سقوط وروسته، د دوی د تقاعد پیسې نه دي ورکړ شوې او په ځلونو یې د اخیستو لپاره طالبانو ته ورغلي؛ خو طالبان ورته وايي چې د دوی د پیسو د ورکړې لپاره دې د امیرالمومنین د امر په تمه واوسي.

د نیمروز ولایت یو متقاعد پوځي بسم الله هوتک آمو ته وایي چې په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د دوی معاشونه نه دي ورکړ شوي او په ځلونو د تقاعد پیسو د اخیستو لپاره طالبانو ته ورغلی؛ خو تراوسه یې روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نوموړی چې د پنځه کسیزې کورنۍ د اړتیاوو برابروونکی دی، یوازینی عاید یې د تقاعد پیسې وې چې په هغې سره به یې د ژوندانه څه ناڅه اړتیاوې برابرولې؛ خو د طالبانو ډلې په واکمنېدو سره، دا امتیاز بند شوی او ژوند یې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.

هوتک زیاتوي: «طالبانو لومړی د متقاعدینو د اعتراض په غبرګون کې ورته وویل چې تقاعد سود دی او دوی یې نه ورکوي؛ په داسې حال کې چې هره میاشت د کارکوونکو له معاشونو یوه اندازه پیسې ګرځوي او د دولت په عوایدو کې یې زېرمه کوي؛ خو کله چې بیا ورغلو، وې ویل: صبر وکړئ موږ مسوده  برابره کړې او د لاسلیک لپاره مو استولې ده.»

هغه وایي: «موږ متقاعدین څو ځله د خپل تقاعد پیسو د اخیستو لپاره طالبانو ته ورغلو او اعتراض مو وکړ، راته یې وویل چې موږ یوه مسوده جوړه کړې او د تصویب او لاسلیک لپاره موږ کابینې ته وړاندې کړې، تاسو په تمه شئ او له هغه وخته یو نیم کال تېرېږي؛ خو تراوسه مسوده نه ده لاسلیک شوې، نو موږ څه وخورو؟»

دغه هېوادوال چې د جمهوریت پرمهال یې د کال ۳۹ زره افغانۍ د تقاعد پیسې اخیستې، په دغو پیسو سره یې د کورنۍ اړتیاوې مدیریت کولې؛ خو اوس اندېښمن او خواشینی دی.

عبدالرحیم ټینګار وکړ: «موږ یوې او بلې خوا ته ځغلوي، موړ د وږي له حاله څه خبر دی؟ هر یو متقاعد کابو ۵۰ کاله کار کړی، اوس په ناوړه وضعیت کې لاس هر چا ته اوږد دی او حق یې نه ورکول کېږي.»

سرچینې وایي چې په نیمروز ولایت کې د برېښنا شرکت یو شمېر پخوانیو کارکوونکو هم د خپل تقاعد پیسو د ورکړې غوښتنه کړې وه چې د هغې ادارې له خوا یې چې عایداتي ده د دوی پیسې ورکړل شوې؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته دوی ته هم د تقاعد پیسې نه دي ورکړ شوې.»

اخوا، په نیمروز کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس محمد عمر د متقاعدینو معاشونو د ورکړې په اړه آمو ته وایي، هغه کسان چې د تېر حکومت پرمهال یې د تقاعد کارتونه لرل، باید د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره همغږي وکړي او د دوی د معاشونو د نه ورکولو موضوع ورسره شریکه کړي.

هغه زیاته کړه: «په دې اړه موږ ته تراوسه کومه تګلاره یا حکم نه دی راغلی. په هغه صورت کې چې کوم کس د تقاعد غوښتنه وکړي، موږ د تلارې له مخې عمل کولای شو. که یې معاش له مستوفیت څخه بند شوی وي، موږ کولای شو له اړوند وزارت سره په همغږۍ یې ستونزې حل کړو.»

زبیر وویل: «له دې مخکې د متقاعدینو د امتیاز بهیر د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند و؛ خو اوس په مستوفیت پورې اړه لري. تراوسه هېچ یوه تقاعد شوي کس د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته مراجعه نه ده کړې چې موږ یې د عریضې له مخې ځواب ورکړو، دا بهیر په مستوفیت پورې اړه لري او زه خبر نه یم چې ورکول کېږي که نه.»

د هغه په اند، ددې ستونزې د حل لار دا ده چې څو تنه متقاعدین سره یو ځای شي او د وزارت په نوم عریضه ورړوي ترڅو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوی ستونزو ته رسېدونه وکړي.

ویل کېږي چې په افغانستان کې څه د پاسه ۱۴۰ زره متقاعدین موجود دي چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې د تقاعد پیسې نه دي اخیستې.