افغانستان

پر طالبانو د پاکستان د فشار کمول

په داسې حال کې چې پاکستان هڅه کوي، له طالبانو سره زیاتېدونکي اختلافات له منځه یوسي، پر طالبانو د پاکستان فشارونه په زیاتېدو دي.

د نومبر په دیارلسمه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ له نښتې وروسته چې له  امله یې یو پاکستانی پوځي مړ او یو بل ټپي شو او کابل ته د پاکستان پوځ او استخباراتو د لوړپوړو چارواکو له سفر وروسته د تورخم او چمن د سپین بولدک لارو پرانیستل، د دې ښودنه کوي چې پر طالبانو د پاکستان فشار کم شوی دی.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان واکمن شول، د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.

له بلې خوا، د پاکستان لوړپوړو چارواکو ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې امن پټنځایونه لري او طالبان باید له دغې ډلې سره په مبارزه کې له پاکستان سره همکاري وکړي.

په داسې حال کې چې له اسلام اباد سره د پاکستاني طالبانو تحریک د اوربند له لغوه کولو وروسته د دې هېواد د ځواکونو خلاف د پاکستاني طالبانو بریدونه زیات شوي دي. د امریکا د سولې انستیتوت (USIP)  په هغه راپور کې چې د روان کال د سلواغې په ۲۸مه خپور شوی ویلي، افغان طالبان له پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي.

په دغه راپور کې ټینګار شوی چې افغان طالبان به هېڅکله له پاکستاني طالبانو شاتګ ونه کړي.

په دې راپور کې راغلي: «لیرې ښکاري چې افغان طالبان دې د پاکستاني طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، ځکه احساس کوي، هغه اقتصادي ستونزې چې اسلام آباد ورسره مخ دی، د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) خلاف د دغه هېواد د لویو عملیاتو د پیلېدو مخه نیسي.»

د نړیوالو اړیکو د کارپوهانو په باور، په اوسني وخت کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې له ستونزو سره مخ شوې دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمد هاشم دانش آمو ته وايي چې طالبانو په لومړي سر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لارو او اړیکو موضوع ته جدي پام نه کاوه، خو په افغانستان کې له څو میاشتې واکمنۍ او په پاکستاني کې د (ټي ټي پي) له بیا فعالېدو وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو په ګډون د دې هېواد لوړو مسوولینو طالبان پاکستاني طالبانو ته په پناه ورکولو تورن کړل.

ښاغلی دانش ټینګار لري چې پاکستان اوسمهال له سختو شرایطو سره مخ دی او طالبان ددې موضوع په درک کولو، له پاکستاني طالبانو سره د اړیکو د پرې کولو په اړه د پاکستان غوښتنې نه مثبت ځواب نه ورکوي.

د نړیوالو اړیکو یو بل کارپوه اختر راسخ آمو ته وایي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو لوړپوړو چارواکو کابل ته په سفر کې خبرداری ورکړی که له ټي ټي پي سره خپلې اړیکې پرې نه کړي، په راتلونکي پسرلي کې به افغانستان له کورنیو جګړو سره مخ شي.

ښاغلي راسخ وویل: «که طالبان له ټي ټي پي سره خپلې اړیکې پرې نه کړي، په راتلونکي پسرلي کې به په افغانستان کې کورنۍ جګړې پيل شي. دوی ملابرادر او سراج الدین حقاني ته مراجعه وکړه ځکه پوهېږي، طالبان دوې ډلې دي او یوه له نړۍ سره د ښو اړیکو په لټه کې ده. خو د هبت الله ډله بیا له ټي ټي پي ملاتړ کوي او په هېڅ توګه نه شي کولای د ټي تي پي مشران پاکستان ته وسپاري.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د دغه هېواد چارواکو د سفر په اړه ویلي چې دوی له عبدالغني برادر، یعقوب مجاهد، سراج الدین او امیرخان متقي سره کتلي دي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دوی په دې کتنه کې د ترهګرۍ په تېره بیا په سیمه کې د پاکستاني طالبان تحریک او داعش ګواښونو د زیاتوالي په اړه بحث کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې دواړو لوریو د بېلابېلو ډلو د ترهګرو فعالیتونو له امله ګواښونو په وړاندې د ګډې همکارۍ هوکړه کړې ده.  

خو د طابانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملابرادر دفتر په یوه خبرپاڼه کې اعلاان کړی چې دغو پاکستاني چارواکو له طالبانو سره د اقتصادي، سیمه ییزو او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې اترې کړې دي.

په داسې حال کې چې په دې خبرپاڼه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلافاتو زیاتوالي ته اشاره نه ده شوې خو ویل شوي چې «سیاسي او امنیتي اندېښنې اندېښنې باید سوداګریزو او اقتصادي مسایلو منفي اغېز ونه کړي.»

له دې مخکې، پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی و چې د طالبانو حکومت پاکستاني چارواکو ته ویلي زیاته پاملرنه یې د داعش ځپلو ته ده، نه د پاکستاني طالبانو تحریک ته او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې ددغه هېواد له طالبانو تحریک سره د اوربند په اړه هوکړې ته ورسېږي.