سوداګري

درې مهمې اقتصادي پېښې

طالبانو له جاپان څخه غوښتي چې د کابل ښار د ماستر پلان پروګرام عملي کار بیاځلې پیل کړي.

له بلې خوا، په کابل کې د جاپان سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا په افغانستان کې د ښځو د کار د مخنیوي په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او د ښځو د کار او زده کړو پر بیا پیلېدو یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال د جاپان له سفیر سره په کتنه کې ویلي چې په دې برخه کې د جاپان پانګونه، له ځانګړي اهمیته برخمنه ده.

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالسلام حنفي له جاپان څخه غوښتی چې د کانونو د ایستلو په برخه کې پانګونه وکړي.

له روسیې، ایران او پاکستان سره د طالبانو سوداګریزې همکارۍ

طالبانو مشارکتي بهیر (کنسرسیوم) یا له روسیې، ایران او پاکستان سره د پانګونې ټولنه رامنځته کړې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي چې په دې بهیر کې، له کورنیو پانګه‌والو څوارلس شرکتونه هم حضور لري او تمه کېږي د کانونو او بېخ بنسټونو په برخه کې پانګونه وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي زیاتوي، له بهرنیو شرکتونو سره یې هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې د روسیې، ایران او پاکستان استازي د یو میلیارد ډالرو په ارزښت پروژو د ارزونې په موخه کابل ته راشي.

اوچا: له کرندګرو ملاتړ وکړئ

د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا)، له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو وړاندې کول حیاتي بولي.

اوچا په خپل تويټر کې له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې خپلو ژمنیو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د کرکېلې پرمهال د بزګرانو له کورنیو ملاتړ وکړي.

دغه بنسټ ویلي چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې، ۴،۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده ترڅو له ۲۴ میلیونه افغانانو سره مرسته وکړي.