افغانستان

د افغانستان په ختیځ کې د داعش کشمیری قوماندان ووژل شو

«پرنټ» رپوټ ورکړی چې د هند تر واک لاندې کشمیر اوسېدونکی اعجاز احمد آهنګر، د افغانستان په ختیځ کې وژل شوی دی.

د هند استخباراتي چارواکو او د آهنګر کورنۍ له هندي رسنیو سره په خبرو کې دا خبر تایید کړی دی.

د اعجاز احمد آهنګر خور پرنټ هندي رسنۍ ته ویلي: «څو ورځې مخکې پولیسو زما مشر ورو وروغوښت ترڅو دا خبر ورته ورسوي، نه پوهېږم چې دا موضوع سمه ده که نه، خو له هغه وخت راهیسې ژاړم.»

ویل کېږي چې اعجاز احمد آهنګر په کابل او ننګرهار ولایتونو کې پر هندي وګړو د داعش ډلې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو مسوول و.

د اعجاز احمد نوم د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د هند د کورنیو چارو وزارت د ترهګرو په نوملړ کې شامل شو.

له بلې خوا، د داعش ډلې خراسان څانګې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اعجاز احمد آهنګر مړینه تایید کړې خو د هغه د ژول کېدو د ځای او څرنګوالي په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

له بلې خوا، استخباراتي سرچینو ویلي چې داسې ښکاري «آهنګر» چې په «ابو عثمان کشمیري» مشهور و د داعش ډلې خلاف د طالبانو په عملیاتتو کې وژل شوی وي.

داعش ډلې په وروستیو میاشتو کې لسګونه طالبان وژلي دي.

له بله پلوه، پرنټ لیکلي، ګمان کېږي چې د هند استخباراتي چارواکو له طالبانو سره د خپل تېر کال لیدنې پرمهال د اعجاز احمد آهنګر دوسیه روښانه کړې وي.

په دې لړ کې د افغانستان یو مخکینی چارواکی وايي، دا احتمال هم موجود دی چې ښايي طالبانو د هند له استخباراتو د پیسو په بدل کې په نښه کړی وي.

«پرنټ» لیکي چې اعجاز احمد د کابل په کارته پروان سیمه کې د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ په ۲۵مه د سیکانو پر عبادت ځای د ځانمرګي برید اصلي پلانوونکی بلل شوی چې له امله یې ۲۵ تنه ووژل شول.

اعجاز احمد آهنګر په جلال آباد ښار کې د غاښونو د یوه هندي ډاکتر د وژلو مسوول هم پېرندل شوی دی.

اعجاز احمد آهنګر پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې له خپلې کورنۍ سره د افغانستان په ملي امنیت کې بندي و خو د افغانستان له سقوط او د طالبانو په بیا ځلې واکمنۍ سره له زندانه وتښتېده.

اعجاز احمد آهنګر څوک و؟

اعجاز احمد آهنګر چې ښايي په ۱۹۷۳ میلادي کال کې زېږېدلی و، ویل کېږي چې په ځوانۍ کې یې رسمي زده کړې پرېښې او د حرکت المجاهدین په جهادي کمپ کې د ترهګرو زده کړو ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته ولاړ.

«پرنټ» لیکلي چې آهنګر په ۱۹۹۲ کال کې د هندي پولیسو له خوا ونیول شو او اعتراف یې وکړ چې په یوه څلوېښت کسیزه ډله کې ګمارل شوی و چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا میرانشاه سیمې ته ولاړ شی او د وسلو او چادوېدونکو توکو د کارولو زده کړه وکړي.

حرکت المجاهدین ډله په ۱۹۸۴ کال کې د پاکستان په کراچۍ کې د فضل الرحمان خلیل له خوا جوړه شوه.

استخباراتي سرچینې تاییدوي چې فضل الرحمان خلیل د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني له پلار جلال الدین حقاني او د القاعدې له پخواني مشر اسامه بن لادن سره نږدې اړیکې لرلې.

یوې استخباراتي سرچینې ویلي چې آهنګر په اسلام آباد کې د حرکت المجاهدین په دفتر کې کار کاوه او د شهادت مجلې مسوول مدیر و.

د استخباراتي سرچینو په وینا د ۲۰۰۹ میلادي کال په لومړیو کې د آهنګر مېرمن رخسانه کشمیر ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ولاړه خو ځایي چارواکو هغه وپېژندله او پاسپورت یې د پنځو کلونو لپاره ترې واخیست او آهنګر د القاعدې ډلې د یوه بل غړي له مېرمنې سایرې یوسف سره واده وکړ.

دغې سرچینې ویلي چې اعجاز احمد آهنګر د ۲۰۱۰ میلادي کال په وروستیو کې میرانشاه ته ولاړ ترڅو د محمد الیاس کشمیري له جګړه مارې شبکې سره یو ځای شي.

ویل کېږي چې محمد الیاس کشمیري د القاعدې ډلې یو قوماندان و.

استخباراتي سرچینو ویلي چې په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستاني پوځ له خوا د محمد الیاس کشمیري له وژل کېدو وروسته آهنګر له خپلې کورنۍ سره د پاکستان له پولې افغانستان او پکتیا ولایت ته وتښتېده او هلته له یوه پاکستاني ترهګر حافظ سعید سره یو ځای شو چې ټاکل شوې وه په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) فعالیت پیل کړي.

د استخباراتي سرچینو په وینا دغې تازه جوړې شوې ډلې، له بنګلادېش، پاکستان او مالدیف څخه زیات شمېر کسان جذف کړل.

«پرنټ» په دوام کې لیکلي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امیندوارو مېرمنو او ماشومانو په ګډون د هند د کرالا لږ ترلږه ۲۸ تنه اوسېدونکي له دې ډلې سره د یو ځای کېدو په موخه د افغانستان کونړ ولایت ته راغلل.

دا مالومات ښيي چې د داعش اسلامي دولت د خپل جوړېدو په لومړیو کې په ځلونو د عوایدو او سیمو د کنټرول په برخو کې له طالبانو سره نښتې کړې او ګمان کېږي چې سایره یوسف او د آهنګر کوچنی زوی په یوه دغه نښته کې تښتول شوي وي.

«پرنټ» لیکلي چې د طالبانو مشر هبت الله آخوند زاده په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د حافظ سعید له ځای ناستي اسلم فاروقي سره د سولې تړون لاسلیک کړ او دا هوکړه د جلال الدین حقاني د زوی، سراج الدین حقاني چې اوسمهال د طالبانو د کورنیو چارو وزیر دی په منځګړیتوب لاسلیک شوه.

استخباراتي سرچینې وایي چې آهنګر د درېیم ځل لپاره له روسۍ مېرمنې لینا عایشې سره چې تاجک خاوند یې په جګړه کې وژل شوی و، واده وکړ.

د هندي رسنۍ «پرنټ» د مالوماتو له مخې، اعجاز احمد آهنګر د ۲۰۲۰ کال په اپریل میاشت کې په کندهار کې پناه واخیسته او وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت له خوا له اسلم فاروقي او د داعش ډلې له څو نورو غړو سره یو ځای ونیول شو.

پرنټ لیکي چې د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو د آهنګر د نیولو پرمهال لس هندي مېرمنې چې د داعش جنګیالیو مېرمنې وې هم نیولې وې.

له بلې خوا، د افغانستان د ملي امنیت یو پخوانی چارواکی وايي چې آهنګر له اسلم فاروقي او د داعش ډلې څو نور قوماندانان د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د وري په ۱۴مه د افغانستان د مخکیني ملي امنیت ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د افغانستان او پاکستان له سرحدي سیمو څخه ونیول شول.

نوموړی وایي چې د اعجاز احمد آهنګر اصلي نوم علي محمد د محمد ابراهم زوی دی او هغه د ابوعثمان الکشمیري په مستعار نوم او سازماني اعجاز احمد آهنګر په نوم سره فعالیت کاوه.

د افغانستان د ملي امنیت دغه پخوانی چارواکی وایي، آهنګر او فاروقي هغه مهال ونیول شول چې د اسلامي دولت «داعش» د جغرافیې د پراختیا لپاره د بریدونو په پلانونو بوخت وو.

تېر کال داسې رپوټونه خپاره شول چې اسلم فاروقي وژل شوی خو دا موضوع تراوسه نه ده روښانه شوې او د شکونو په شپول کې پاتې موضوع ده.

د افغانستان د ستراتيژیکو څېړنو انستیتوت څېړونکی حسیان احساني چې له کلونو راهیسې د داعش او ددې ډلې د فعالیتونو په اړه څېړنه کوي، د اعجاز احمد آهنګر د ژول کېدو په اړه وايي چې طالبان واک ته له رسېدو وروسته د خپلو پرونیو وروڼو د په نښه کولو او له منځه وړلو په حال کې دي.

نوموړی باور لري چې طالبانو ددې لپاره چې وښيي د دوحې تړون ته ژمن دي او قدرت ته حرص له امله هغه ډلې او جنګیالي چې تر پرونه ورسره اوږه په اوږه جنګېدل او په یوه چوکاټ کې یې فعالیت کاوه نن دښمن بلل کېږي او د له منځه وړلو په حال کې یې دي

ښاغلی احساني زیاتوي، د هغه د مالوماتو له مخې علي محمد «اعجاز احمد آهنګر» هغه مهال له داعش سره یو ځای شو چې عبدالرووف خادم په ۲۰۱۵ کال کې د داعش د لومړني مشر په توګه غوره شو.

د احساني په وینا، د هلمند ولایت اوسېدونکی عبدالرووف خادم تر ۲۰۰۷ میلادي کال پورې په ګوانتانامو زندان کې و. هغه تر ۲۰۱۴ کال پورې د طالبانو په لیکو کې جنګېده او وروسته د داعش د مشر په توګه غوره شو.