روغتیا

د ناروغانو له زیاتېدو سره سم د زرنج په ولایتي روغتون کې د امکاناتو کمښت

د زرنج په ولایتي روغتون کې روغتیایي مسوولین او ناروغ لرونکي وایي د زرنج د ولایتي روغتون امکانات او ظرفیت کم دی او د ناروغانو په ځانګړې توګه د ماشومانو زیاتوالي هغوی له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

هغوی وایي چې دا روغتون د ناروغانو په ځانګړې توګه د ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري او اوسمهال په هر بستر کې له څلورو تر پنځو ماشومان تر درملنې لاندې دي.

څو ماشومان پر یوه ځای بستر دي

۳۵ کلنه زرفشان د نیمروز له کنګ ولسوالۍ څخه د خپل اته میاشتني ماشوم د درملنې لپاره چې پر سینه او بغل ناروغۍ اخته دی، د زرنج ولایتي روغتون ته راغلې ده.

هغه وایي چې درې شپې ورځې کېږي چې ماشوم یې دلته تر درملنې لاندې دی؛ خو تر اوسه یې وضعیت ښه والی نه دی موندلی؛ ځکه د هغه پر کټ څلور نور ماشومان هم بستر دي.

زرافشان په دغه روغتون کې د تجهیزاتو او امکاناتو پر کموالي په نیوکې سره وایي: «د نیمروز د روغتیا په برخه کې د نړیوالې ټولنې او موسسو دومره پیسې لګول شوې؛ خو د زرنج ولایتي روغتون تجهیزاتو او امکاناتو پنځه سلنه هم زیاتوالی نه دی موندلی او کله چې خلک دغه روغتون ته مراجعه کوي، د دې پر ځای چې روغ شي لا نور هم ناروغېږي.»

هغې په دې روغتون کې د درملو کمښت ته په اشارې وویل: «زه ښوونکې یم؛ کمزوری اقتصاد لرم او له ناچارۍ دغه روغتون ته راغلې یم. ماشوم ته مې درمل نه راکوي او پیسې هم نه لرم چې نسخه له روغتونه بهر پېرم.»

روغتون درمل نه لري

عایشه د ذبیح‌الله مور ده. ذبیح‌الله پر خوارځواکۍ اخته دی او اووه ورځې کېږي چې په دې روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د ذبیح‌الله مور د آمو له خبریال سره په خبرو کې وویل: «په دې روغتون کې د اړتیا وړ امکانات لکه درمل، کټونه او د درملنې تجهیزات نشته او په یوه کټ پنځ ماشومان څنګ‌ترڅنګ بستر دي او کله چې یو ماشوم هم ویروسي ناروغي ولري چې بل ته انتقال مومي د ناروغیو د لا زیاتېدو لامل ګرځي.»

عایشې د دې په بیانولو چې په دې روغتون کې د ستاژر درسي دورې بشپړوي او د تجربې د نشتون له امله ناروغ ته نامناسب درمل ورکوي، وویل: «درې ورځې مخکې یوه ستاژر یوې مور ته چې اومېندواره وه درمل ورکړل او د ماشوم د له منځه تلو لامل شول.»

دغې مور په روغتون کې د ناروغانو پایوازانو ته پر نه‌پاملرنې ټینګار وکړ: «په دې روغتون کې د کېناستو ځای نشته. پوره کټونه نشته؛ خو بېوزله خلک اړ دي چې د وړیا خدماتو لپاره دلته راشي؛ خو دلته هم پوره درمل نشته او نسخه له نورو درملتونونو پېرو.»

عایشې د زرنج په ولایتي روغتون کې له ناوړه وضعیته د اندېښنې په څرګندولو وویل: «له لیرې ځایه راغلي یو؛ خو په روغتون کې نه درمل شته او نه هم د ناروغو ماشومانو د ساتنې لپاره ځای؛ له همدې امله اړ یم چې خپل ناروغ ماشوم بېرته کور ته ولېږدوم.»

اړ یم چې درمل له بهر څخه وپېرم

پر زرفشان او عایشې سربېره نور ناروغ لرونکي هم د پوره درملو له نشتون او د بسترونو له کموالی شکایت لري او وایي چې د ناروغانو د زیاتېدو له امله د دوی ناروغانو ته رسېدنه نه کېږي.

نېک بي‌بي چې خپله نګور یې د زېږون لپاره دغه روغتون ته راوستې ده، وایي: «په دې روغتون کې وړیا درمل نشته او اړ یو چې له نورو درملتونونو یې وپېرو. موږ د درملو د پېرولو وس نه لرو، طالبان باید دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.»

د غور په ولایتي ورغتون کې ناروغ لرونکي د طالبانو له ځایي او مرکزي مسوولینو غواړي چې په مرکزي روغتون کې د درملو او ځای د کموالی ستونزې ته رسېدنه وکړي ترڅو د ناروغانو ترمنځ د ناروغۍ له خپرېدو مخنیوی وشي.

د ماشومانو ترمنځ د سینه بغل ناروغۍ زیاتېدل

په همدې حال کې ځینې ډاکتران وایي چې د هوا بې‌مخینې سړوالی د دې لامل شوی چې یو زیات شمېر ماشومان پر سینه بغل ناروغۍ اخته شي او هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پر سینه بغل اخته ماشومان دغه روغتون ته مراجعه وکړي.

د زرنج د ولایتي روغتون یو ډاکتر چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، آمو ته وویل چې په ولایتي روغتون کې ظرفیت کم، خو د ناروغانو د راتلو کچه لوړه ده او له همدې امله روغتون د کټونو او امکاناتو له کموالی سره مخ شوی دی.

هغه د ناروغو ماشومانو ډېرېدو ته په اشارې زیاتوی، ډېر ناروغان هغه ماشومان دي چې کټ ته اړتیا لري؛ په ځانګړې توګه د نویو زېږېدلو ماشومانو برخه چې اکسیجن ته اړتیا لري، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو خونه، سینه بغل، د شري څانګه او ان په ای‌سي‌یو برخه کې دوه یا درې ماشومان د اکسیجن له یوې ښیښې خونې سره نښلول شوي دي.

۵ کټ لرونکې خونې د ۵ ماشومانو ظرفیت لري؛ خو په یوه خونه کې له ۲۰ تر ۲۵ ماشومان بستر دی او پر هر کټ له درېیو تر څلور ماشومان بستر شوي دي؛ ځکه سږ کال ژمي کې هوا ډېره سړه وه او د ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

دغې سرچینې ټینګار وکړ: «د ناروغانو زیاتوالی بې‌مخینې و او پخوا هره ورځ له ۳۰ تر ۴۰ ناروغان روغتون ته مراجعه کوله؛ خو اوس په ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۰ ماشومان راځي چې روغتون یې د منلو او درملنې ظرفیت او امکانات نه لري او په دولتي روغتون کې د سهار له خوا د پښې ځای نه وي.»

هغه د ناروغانو د زیاتېدو لامل بېوزلي او سړه هوا بولي او وایي چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او هغوی نه شي کولای شخصي روغتونونو ته ولاړ شي. همداراز د سږ کال یخنۍ هم زیات ماشومان پر سینه بغل اخته کړي دي.

دغه ډاکتر زیاتوي، چې د تمویلوونکې موسسې د بې‌پامۍ له امله ۴ میاشتې کېږي چې هغوی خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او د دغه روغتون روغتیایي کارکوونکي هم کار ته زړه نه ښه کوي او ۴ تنو یې استعفا ورکړې او سربېره پر دې، د طالبانو له خوا محدودیتونه هم د دې لامل شوي چې د ولایتي روغتون نظم ګډوډ شي.

وموغوښتل په دې اړه د نیمروز د عامې روغتیا ریاست نظر هم ولرو؛ خو په پرله‌پسې اړیکو سره د دغه بنسټ مسوولین ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

د زرنج ولایتي روغتون ۲۰۰ کارکوونکي لري چې تشکیل او امکانات یې د دغه ولایت نفوسو ته په پام سره د یوې ولسوالۍ په اندازه دي.