افغانستان

کارګر ماشوم: پلار مې په یوازیتوب سره نه‌شي کولای د کورنۍ اړتیاوې پورې کړي

۷ کلن بدخشانی ماشوم ولي‌الله د فیض‌اباد ښار په کوڅو کې د یوې نمړۍ ډوډۍ موندلو لپاره پلاستیکونه ټولوي.

دغه ماشوم آمو ته وايي، چې له سهاره تر ماښامه د فیض‌اباد ښار په کوڅو کې له کثافت‌دانیو د پلاستیکونو او کاغذونو پر راټولولو بوخت دی.

ولي‌الله چې پنځه وروڼه او څلور خویندې لري وایي، چې پلار یې اهنګر دی او نه‌شي کولای په یوازیتوب سره د کورنۍ لګښتونه برابر کړي.

د ولي‌‌الله مشر ورور فاروق چې له هغه سره یو ځای کار کوي وایي، پلار یې پوره عاید نه لري او اړ دی چې د خپل پلار او ورور ترڅنګ کار وکړي.

فاروق وویل: «کور مو ډېر یخ دی، زه او ورور مې د کور د ګرمولو لپاره کاغذ او د پلورلو لپاره بوتل ټولوو او په پیسو یې وچه ډوډۍ پېرو.»

فاروق په دوام کې وايي، چې هره ورځ یې کار ښه نه وي ترڅو ډېر بوتل ټول کړي او کله کله په تشو لاسونو کور ته ستنېږي.

په همدې حال کې د بدخشان اوسېدونکي د ماشومانو راتلونکي ته په اندېښنې وایي، چې په هېواد کې د وزګارۍ له زیاتېدو سره یو زیات شمېر ماشومان له ښوونځیو لیرې پاتې دي او سختو کارونو ته یې مخه کړې ده.

سید اشرف د بدخشان یو بل ماشوم دی چې فیض‌اباد ښار کې پیرکي او فلافل پلوري. هغه وایي چې د کورنۍ د اړتیاوو یوازینی برابروونکی دی او کوچنۍ خور او ورور یې ښوونځي ته ځي.

اشرف په دوام کې وایي: «ما لومړی ټولګی ولوست، پلار مې مړ شو، مور مې پیرکي پخول، ما په بازار کې پلورل او هره ورځ مې ښه عاید درلود. درس ته مې دوام ورنه‌شو کړای له سهاره تر ماښامه سخت کار کوم، ترڅو خور او ورور مې درس ووایي.»

میرحسین چې د بدخشان په یوه ښوونځي کې ښوونکی دی وایي، چې لویانو ته د کار نشتون د دې لامل شوی چې د کورنیو ماشومان سختو کارونو ته مخه کړي.

دغه ښوونکی د روزل کېدو پر ځای د ماشومانو کار کول ستونزمن ګڼي او وایي: «دا چاره د هېواد راتلونکي ته نه‌جبرانېدونکی زیان رسوي چې ماشومان ښوونځي ته د تلو پر ځای سخت کارونه وکړي.»

په همدې حال کې د بدخشان لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ماشومانو برخې مسوول عبدالصبور فولادي آمو ته وایي، چې د دغه ریاست د سرشمېرنې له مخې د بدخشان په مرکز او ولسوالیو کې ۱۷ زره ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي.