سوداګري

د بغلان اوسېدونکي: نور نو پر خصوصي بانکونو باور نه لرو

د بغلان ولایت یو شمېر اوسېدونکي، د پیسو د سپارلو لپاره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې بانکونو د معیاري خدماتونو له نشتوالي او ناتوانۍ څخه شکایت کوي.

دوی وایي چې لا هم د پیسو اخیستو په برخه کې له محدودیتونو سره مخ دي او له یوې ځانګړې اندازې پرته چې طالبانو ټاکلې، له بانکونو د زیاتو پيسو اخیستو اجازه نه لري.

د پلخمري ښار یو هټۍ وال جواد چې د جمهوریت پرمهال یې خپلې پيسې خصوصي بانکونو ته سپارلې وې؛ خو د جمهوریت له سقوط راهیسې نه دی توانېدلی چې خپلې ټولې پیسې له بانکه بېرته واخلي.

هغه وایي: «د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو راهیسې یوازې بریالی شوی یم په اونۍ کې لس زره افغانۍ خپلې پیسې له بانک څخه واخلم. ددې کار د ترسره کولو لپاره په ساعتونو په لیکه کې درېږم او له دې وضعیته ډېر ستومانه شوی یم.»

نوموړی له بانکونو د زړو پیسو اخیستل یوه بله ننګونه بولي او وايي: «زړې پیسې چې بانک ما ته راکوي، په سختۍ یې خلک رانه اخلي، ځکه په بازار کې څوک دا ډول پیسې نه اخلي.»

د پلخمري ښار دغه اوسېدونکی وايي که پوهېدای چې داسې کېږي، هېڅکله به یې پر بانکونو باور نه و کړی.

له بلې خوا، یو شمېر نور کسان چې معاشونه یې د خصوصي بانکونو له لارې اجرا کېږي هم له دې چې پیسې په سختۍ ترلاسه کوي شکایت لري.

د یوه دولتي بنسټ کارکوونکی احمد په دې اړه وایي: «نن څلورمه ورځ ده چې عزیزي بانک ته ورځم ترڅو مې خپل معاش واخلم؛ خو تراوسه نه یم بریالی شوی. زیات شمېر کسان ولاړ وي او د پیسو د ورکړې یوازې دوه درې غرفې دي چې ټولو کسانو ته رسېدنه نه شي کولای.»

نوموړی له دې امله چې خپل میاشتنی معاش په سختۍ ترلاسه کوي، تر پوزې راغلی او وايي: «موږ په بې عزتۍ خپل معاش اخلو او د بانکونو ساتونکي او کارکوونکي له خلکو سره ناسم چلند کوي.»

د بغلان ولایت د ګذرګاه نور ولسوالۍ یو ښوونکی قندآغا چې د خپل معاش د اخیستو لپاره عزیزي بانک ته راغلی وايي: «درې ورځې کېږي چې د معاش اخیستو لپاره بانک ته راځم؛ خو تراوسه د معاش په اخیستو نه یم بریالی شوی. د شپې په هوټل کې پاتې کېږم او که وضعیت همداسې دوام وکړي، هره میاشت مې نیمايي پیسې د معاش په اخیستو لګول کېږي.»

فردوس چې واکسیناتور دی، وایي، د خپل معاش د اخیستو په اړه اندېښمن دی؛ ځکه د هغه په وینا دا یو ډېر سخت کار شوی دی.

له بلې خوا، یو شمېر مېرمنې هم په بانکونو کې د ښځینه کارکوونکو له نشتوالي او دا چې د نارینه وو په شان په ساعتونو په لیکو کې ودرېږي شکایت لري.

د بغلان ولایت په خصوصي بانکونو کې له څو کلونو راهیسې ستونزه موجوده ده؛ خو د جمهوریت دورې په وروستیو کلونو کې، د ATM دستګاوو په لګولو سره د پیسو اخیستو ستونزه تر یوه بریده کمه شوې وه؛ خو د جمهوریت له سقوط وروسته دا ستونزه څو برابره شوه او نور نو د په بانکونو کې د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله، په خصوصي بانکونو کې د پیسو اېښودلو ته حاضر نه دي.

اوس نو که دا بهیر همداسې دوام وکړي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو ستونزې زیاتېږي او له بلې خوا به په افغانستان کې د خصوصي بانکولۍ نوې تجربه هم له ماتې سره مخ شي.