افغانستان

له بې وزلۍ، وزګارۍ او لوږې د کابل د واټونو ترڅنګ کارګرانو کیسې

کابل یو نسبتاً کوچنی ښار دی چې زیات شمېر وګړي پکې اوسېږي؛ دغه وګړي په لږو امکاناتو سره ژوند کوي او د دوی د بوختیا او کار لپاره هېڅ پروګرام نشته. دا وضعیت د دې لامل شوی چې زیات شمېر ځوانان له سهاره تر ماښامه، د یوې نمړۍ ډوډۍ لپاره سخت کارونه وکړي.

اقتصادي ځوړتیا، موسمي بدلونونه، لوږه او څو کلنه جګړه د سیاسي بدلونونو ترڅنګ په هېواد کې د اړمنو او زیانمنو وګړو د زیاتوالي لامل شوې ده.

زیات شمېر ځوانان سهار وختي د پلازمیني د واټونو ترڅنګ د ورځني کار په تمه درېږي. دوی وايي چې په یوه اونۍ کې ښايي یوه ورځ کار پیدا کړي او نورې ورځې یوازې وزګار پاتې کېږي.

د کابل د واټ ترڅنګ یو کارګر احمد بشیر وايي چې له یو کال راهیسې په ودانیو کې رنګمالي کوي؛ خو له میاشتو راهیسې د کابل ښار د یوې څلورې لارې ترڅنګ د رنګ له بورسونو سره درېږي ترڅو کار پیدا کړي.

هغه زیاتوي: «که وکولای شم یوه ورځ کار ته ولاړ شم، ۳۰۰ افغانۍ عاید لرم او هغه د اوه کسیزې کورنۍ لپاره مصرفوم.»

مهدي بل کارګر دی چې له ترخځې، کلنګ او رسۍ سره د سړک ترڅنګ درېږي، ترڅو له چا سره د څاه کیندلو ته ولاړ شي.

نوموړی وایي چې په تېرو وختونو کې په یوه بنسټ کې موټر چلوونکی و؛ خو شرایطو څاه کیندلو ته اړ کړی ترڅو د خپلو بچیانو لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ کور ته یوسي.

مهدي ډېرې ورځې په تمه پاتې کېږي ترڅو یې یو څوک د کار لپاره بوځي. هغه وايي: «کله مې زړه غواړي ورشم نانوایۍ ته او څو ټوټې ډوډۍ د خیرات په توګه وغواړم؛ خو وېرېږم چې خپلوان او ګاونډیان مې ونه ویني.»

د مرستندویه بنسټونو د شمېرو له مخې، د افغانستان خلک له سخت ژمي سره مخ دي. په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه له ۴۷ سلنې څخه ۹۷ سلنې ته زیاته شوې ده.

په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي چې په افغانستان کې د اړمنو وګړو شمېر، څه د پاسه ۲۸ میلیون تنو ته رسېدلی دی.

د اوچا په وینا په ۲۰۲۳ کال کې بیړنیو مرستو ته د اړمینو شمېر ۲۸،۳ میلیون تنو ته زیات شوی چې د تېرو پنځو کلونو په پرتله یې د پام وړ زیاتوالی لرلی دی.

اوچا په دوام کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په څلور اعشاریه شپږ میلیارد ډالرو سره د افغانستان بشردوستانه غوښتنې ته چې د نړۍ په کچه تر ټولو لویه غوښتنه ده، له سخاوته ډک ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په هېواد کې وزګارۍ او بې وزلي په بې مخینې توګه زیاته شوې او د کابل د واټونو ترڅنګ د وزګارو او بې وزله کسانو شمېر ورځ تربلې زیاتېږي.