نیمروز ولایت په خوارځواکۍ د اخته ۳۶ زره ماشومانو په ثبتولو سره ددې ناروغۍ له پلوه په لومړی سر کې دي.
په دې ولایت کې سرچینې وایي، د نیمروز ولایت د ګړو شمېر ته په پام سره، په دې ولایت کې په روان کال کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ترټولو لوړې شمېرې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د بې وزلۍ او لوږې زیاتوالي، په هېواد کې د ماشومانو ناروغۍ په بې مخینې زیاتې کړې دي چې په دې لړ کې د خوارځواکۍ له امله د ماشومانو د مړینې کچه غمیزه راوړونکې بلل شوې ده.
د زرنج په ولایتي روغتون کې د تازه ثبت شویو شمېرو له مخې په روان کال کې نړیوالو سازمانونو له هغې جملې د روغتیا نړیوال سازمان، اوچا او له ماشومانو د ملاتړ سازمان (یونیسف) تل ددې ستونزې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي د لوږې او مړینې له خطر سره مخ دي او باید بیړنۍ مرستې ورته ورسول شي؛ خو د بشري مرستو بندېدل او په خصوصي موسسو کې د ښځو د کار مخنیوی، هغه نور لاملونه دي چې خلکو ته یې د مرستو د وېش بهیر له ننګونو سره مخ کړی او په ډېری سیمو کې میندې او ماشومان بیړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري. له بلې خوا، دغه وضعیت د روغتونونو او کتنځیو د کار پر بهیر هم منفي اغېز کړی دی.
د فاطمې اوږد کړاو
دېرش کلنه فاطمه د ۴ ماشومانو مور ده چې دوه ماشومان یې په خوارځواکۍ ناروغۍ اخته شوي دي.
هغه له آمو سره په خبرو کې وایي چې دوه یوولس او دوه میاشتني ماشومان یې پرلپسې زېږېدلي له سختې خوارځواکۍ کړېږي او د زرنج په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
نوموړې چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي وایي: «خاوند مې کارګر دی، د اونۍ په اوږدو کې یوازې دوه ورځې کار ورته پیدا کېږي او دا پيسې مو د لګښت لپاره بسنه نه کوي، ژوند مو له دوزخه بدتره دی، ماشومان مې ځینې وختونه له لوږې ژاړي تر دې خوب پرې ورشي.»
فاطمه وايي چې په خپله هم سم خواړه نلري ترڅو ماشومانو ته یې په کافي اندازه د مور شیدې ورکړي ترڅو وده وکړي.
دغه کړېدلې مور وایي: «درې میاشتنی عمران درې کیلو او دوه کلن سلیمان ۵ کیلو وزن لري، موږ آن د خپلو ماشومانو لپاره ډوډۍ نه لرو.»
د فاطمې ماشومان له لسو ورځو راهیسې د رزنج په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د خوراکي توکو د مرستې کار ورکړ شوی چې لنډمهاله مرسته ده او بسنه نه کوي.
ماشومان مې د زېږون پرمهال ۱/۵ کیلو وو
مرضیه یوه بله مور ده چې د زرنج ښار په خواجه کریم کلي کې اوسېږي او له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ ده.
هغه وايي چې یو ماشوم یې د خوارځواکۍ له امله له لاسه ورکړی او اوس هم په خوارځواکۍ اخته یو ماشوم لري.
مرضیه څلور ماشومان لري او وايي: «ټول بچیان مې کمزوري او ډنګر نړۍ ته راغلي، دوی د زېږون پرمهال یوه نیمه تر دوه کیلو زیات وزن نه درلود. کریمه چې کله وزېږېده یوه نیمه کیلو وه، چې د شپږو میاشتو شوه ډاکترانو ورته د خوړو کارت ورکړ او اوس یوه میاشت کېږي چې روغتون ورته خواړه ورکوي.»
دغه مور په داسې حال کې چې ژاړي زیاتوي: «موږ بې وزله یوو، د خوړلو لپاره څه نه لرو، زه کونډه یم او د خلکو په کورونو کې په کار کولو سره د ژوندانه اړتیاوې برابروم.»
مرضیې وویل: «ځینې ورځې چې کار نه کوم، بچیان مې وږي ویده کېږي؛ له دې امله مجبوره یم پر ځان کړاو او زحمت قبول کړم ترڅو د کور کرایه او د اوبو او سونتوکو پیسې پيدا کړم، زه مجبوره یم کار وکړم له همدې امله مې دوه ماشومان په پرلپسې توګه د ناسمې تغذیې او سخت کار له امله په ګېډه کې په خوارځواکۍ اخته شول یو مړ شو او د بل وضعیت خراب دی.»
په نیمروز کې د ماشومانو د خوارځواکۍ شمېرې له سرې کرښې تېرې شوې دي
له بلې خوا، د زرنج ښار په روغتون کې د (خوارځواکۍ) برخې یوه سرچینه چې د طالبانو د محدودیتونو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي آمو ته وایي چې په نیمروز ولایت کې د ماشومانو د خوارځواکۍ شمېرې له سرې کرښې اوښتې او ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.»
د هغه د مالوماتو له مخې، د ورځې لږترلږه ۱۸۰ تر دوه سوه به خوارځواکۍ اخته ماشومان د زرنج روغتون ته لېږدول کېږي چې ډېری موارد یې د منځني ډول د خوارځواکۍ دي.
هغه وویل: «په ۱۴۰۰ کال کې په نیمروز ولایت کې په خوارځواکۍ اخته ۳۶ زره ماشومان ثبت شوي چې له دې جملې لس زره په شدیدې خوارځواکۍ او ۲۶ زره هم په منځني ډول او کمې خوارځواکۍ اخته دي.»
ددغې سرچینې په وینا، ثبت شویو شمېرو ته په پام سره، نیمروز د هېواد په کچه په خوارځواکۍ اخته زیات ماشومان لري چې اوسمهال هم په ولایتي روغتون کې په سخته خوارځواکۍ اخته ۵۰ ماشومان بستر دي.
هغه ټینګار وکړ چې د ورځې په منځني ډول له سلو تر ۱۵۰ ماشومان د درملنې او د خوراکي مرستو کارتونو د اخیستو لپاره دغه ولایتي روغتون ته لېږدول کېږي؛ خو د لږ ظرفیت او امکاناتو ته په پام سره لازیات ناروغان نه شي منلی ترڅو یې درملنه وکړي؛ له دې امله ډاکتران هغوی د خوارځواکۍ درملو له ورکولو وروسته کورونو ته لېږي.
هغه زیاته کړه، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ته په پام سره هغه خوراکي توکي او شیدې چې د موسسو له خوا دغو ماشومانو ته ورکول کېږي بسنه نه کوي او له دې امله باید نیمروز ته لازیاته پاملرنه وشي.
په نیمروز کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو زیاتوالی
د نوموړي په وینا، په نیمروز کې په خوارځواکۍ اخته ناروغانو شمېر د تېر کال په پرتله دېرش تر ۳۵ سلنه په ماشومانو او ۲۵ سلنه هم په میندو کې زیات شوی دی.
هغه ټینګار وکړ: «د زرنج ولایتي روغتون تېر کال په نیمروز کې په خوارځواکۍ اخته ۱۶ زره میندې او ماشومان ثبت کړي؛ په داسې حال کې چې سږ کال دا شمېر ۳۶ زره تنو ته زیات شوی دی. سربېره پر دې اویا په خوارځواکۍ اخته ماشومان چې بستر وو، د نیمروز په ولایتي روغتون کې مړه شوي دي.»
د ماشومانو د خوارځواکۍ برخې ډاکټر وايي، ډېری هغه ماشومان چې ددې ناروغۍ له امله ثبت شوي د میندو په ګېډو کې په خوارځواکۍ اخته شوي دي؛ ځکه میندې سم او کافي خواړه نه لري او په دې ناروغۍ ډېری نوي زېږېدلي ماشومان له درېیو تر لس میاشتني دي.
د هغه په وینا، د ماشومانو مړینه سږ کال په بې مخینې توګه زیاته شوې ده: «په ېوه اونۍ کې لس بستر شوي ناروغان مړه شوي دي. هغه چې په کورونو کې مړه کېږي هېڅ نه ثبتېږي. سږ کال د ماشومانو مړینه ۸۵ سلنه زیاته شوې ده؛ خو موږ اجازه نه لرو چې دوی په کتاب کې ثبت کړو؛ ځکه که موسسو ته راپور ورکړل شي، هغوی له موږ څخه پوښتنې ګروېږنې کوي چې دا مرستې درځي نو ولې سره له دې ماشومان له لوږې او خوارځواکۍ مري او طالبان دغې موضوع ته سخت غبرګون ښيي؛ خو په خوارځواکۍ د اخته ناروغانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.»
نوموړی زیاتوي چې په خوارځواکۍ د اخته ناروغانو شمېر ته په پام سره ولایتي روغتون ته د تېر کال په پرتله زیات خوراکي توکي په پام کې نیول شوي؛ خو یوازې هغو ماشومانو ته چې بستر دي او له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي دا مواد ورکول کېږي او له شلو ورځو وروسته رخصتېږي؛ خو د هغو ماشومانو لپاره چې په منځني ډول او کمه خوارځواکي لري، دا مرسته نه ورکول کېږي.