افغانستان

د پاسپورت ادارې تړلي پاتې کېدل او د هېوادوالو ستونزې

له میاشتو راهیسې په هېواد کې د پاسپورت د صادرولو بهیر ګډوډ شوی. داسې موضوع چې د هېوادوالو لپاره یې ګڼې ستونزې راولاړې کړې او دوی خپل ناروغان بهر ته د درملنې په موخه د لیږد لپاره د پاسپورت د نه لرله له امله له لاسه ورکړي دي.

رستم د مزارشریف ښار اوسېدونکی دی او ډېره موده د پاسپورت ادارې د پرانیستو په تمه و ترڅو خپل ناروغ پلار د درملنې لپاره له هېواده بهر ته ولېږدوي؛ خو اوس یې پلار له لاسه ورکړی دی.

هغه وايي چې د تېرې روژې په میاشت کې یې د ځان او پلار د پاسپورت لپاره غوښتنه ثبت کړه؛ خو تراوسه یې پاسپورت نه دی اخیستی او پلار یې هم له دې نړۍ تللی دی.

په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې پاسپورت ریاست په هېواد کې د پاسپورت د صادرولو یوازینۍ مرجع ده. دغه ریاست له څو میاشتو راهیسې د پاسپورت صادرول بند کړي دي.

ددې ادارې مسوولین د پاسپورتونو د صادرولو د درېدو لامل د غوره خدماتو وړاندې کول او په دې برخه کې د تخنیکي ماشینونو رغول بللي دي؛ خو ډېری کارپوهان، د پاسپورتونو د صادرولو د درېدو لامل، ددې ډلې د مخالفینو د نیولو لپاره د طالبانو غچ اخیستل بولي.

د ملي امنیت ریاست یو افسر ایمان نبي زاده چې پر هېواد د طالبانو په واکنمېدو سره، په پټه له کابله لیرې یوه سیمه کې اوسېږي، وايي چې هغه او څلور ماشومان یې تراوسه آن نه دي توانېدلي د پاسپورت اخیستو لپاره غوښتنه وکړي.

هغه زیاتوي، که د پاسپورت ادارې ته ورشي، ښایي د طالبانو له خوا ونیول شي: «ډېری کسان چې پاسپورت ریاست او کورینو چارو وزارت ته نږدې کار کوي، ځانونه د طالبانو مخالفین معرفي کوي ترڅو د مخکیني حکومت ځواکونه پيدا کړي، له همدې امله مخکیني افسران نه شي کولای دغې ادارې ته مراجعه وکړي.»

له بلې خوا، دغه ریاست ته نږدې سرچینې وايي چې پاسپورت ریاست، د طالبانو لپاره مهمه عایداتي سرچینه ده.

ددغې سرچینې په وینا، د ورځې میلیونونه افغانۍ په غیررسمي توګه د طالبانو د پاسپورت ریاست او کورنیو چارو وزارت د مسوولینو جېبونو ته رسېږي.

۲۳ کلن عرفان محمدي، د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې څلور میاشتې کېږي د ځان او ناروغې مور لپاره یې د پاسپورت اخیستو لپاره غوښتنه کړې ده.

هغه وايي چې د مور له ناروغۍ او روغتون د اسنادو له لرلو سره سره، دا څووم ځل دی چې د پاسپورت ادارې ته ځي؛ خو دغه اداره یې یوازې پر غوښتنپاڼه لیکي چې ۱۵ ورځې وروسته راشي.

عرفان وویل: «کله چې د پاسپورت له ادارې بهر شوم، له دروازې سره یوه تن راته وویل شل زره افغانۍ راکړه ترڅو زه درته د پاسپورت تاریخ او امر واخلم.»

د سرچینو په وینا بلخ کې د پاسپورت امریت یوازې هغو ناروغانو ته د پاسپورت د وېش امر ورکوي، چې د سرطان ناروغي ولري؛ په داسې حال کې چې زیات شمېر نور ناروغان چې پر ځانګړو ناروغیو اخته دي، باید د درملنې لپاره بهر ته ولاړ شي.

ډېری هېوادوال وایي، هغه خلک چې د پاسپورت اخیستو ته بیړنۍ اړتیا لري کمېشن کارانو ته ډېرې پیسې ورکوي او د پاسپورت له ریاست څخه په غیرمستقیمه توګه پاسپورت پېري.

هغوی وایي، چې اوسمهال په تور بازار کې د یوه پاسپورت بیه د ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ ډالرو ترمنځ ده.

مروه هغه مېرمن دي چې پاسپورت یې ترلاسه کړی. هغه چې مور یې د زړه ناروغي لري، له آمو سره په خبرو کې وایي، کله چې د پاسپورت وېش پیل شو او د طالبانو ادارې اعلان کړ چې یوازې ناروغان کولای شي فورمه واخلي، د نوموړې غوښتنه یې ونه‌منله.

هغه زیاته کړه: «ما د زرو ډالرو په بدل کې د ځان او مور لپاره پاسپورتونه واخیستل؛ له دې امله چې د طالبانو ادارې زما د مور غوښتنلیک نه مانه او د هغې ناروغي یې جدي نه ګڼله؛ له همدې امله مجبور شوم چې کمېشن کار ته مراجعه وکړم او په شلو ورځو کې پاسپورت واخلم. چا چې له موږ څخه پیسې واخیستې، د پاسپورت ریاست کارکوونکی و.»

له بلې خوا، په بلخ کې د پاسپورت ادارې یوه نږدې سرچینه چې نه غواړي په دغه راپور کې یې نوم واخیستل شي وویل چې ځینې کسان، د ناروغۍ د جعلي اسنادو په جوړولو او پیسو په ورکولو، پاسپورت اخلي؛ په داسې حال کې زیات شمېر کسان شته چې څه د پاسه یو کال کېږي نوم لیکنه یې کړې؛ خو د دوی غوښتنو ته پام نه کېږي.

که څه هم ډېری کسان د کمېشن کارانو او ډېرو پیسو په لګولو، پاسپورتونه اخلي؛ خو د پاسپورت اداره د خلکو دا ادعا اوازه بولي او هغه ردوي. دغه ریاست وايي چې له یوه کاله راهیسې، هېڅ پاسپورت نه دی وېشل شوی.

هېوادوال له طالبانو غواړي ژرترژره د پاسپورت د وېش بهیر پيل کړي. دوی د پاسپورت لرل نورو هېوادونو ته د تګ راتګ لپاره د رسمي سند او خپل حق بولي وايي چې طالبان باید دا حق له هغوی وانه خلي.