افغانستان

پخواني پوځیان: که زموږ وضعیت ته پام ونه‌شي، له اوکراین سره د روسیې په جګړه کې ګډون کوو

په ایران کې د افغانستان د مخکینۍ اردو یو شمېر پوځیان خبرداری ورکوي که نړیواله ټولنه او د ناټو غړي هېوادونه د دوی وضعیت ته پام ونه کړي او د هېواد د بېرته نیولو لپاره له طالبانو سره د مبارزې زمینه برابره نه شي، په راتلونکي پسرلي کې به د اوکراین په وړاندې له روسي جنګیالیو سره یو ځای شي.

دغه پخواني پوځیان د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي چې له مجبورۍ یې د اوکراین خلاف د روسیې په ګټه د جګړې لپاره نوم‌لیکنه کړې ده.

ناټو او نړیوالې ټولنې پر موږ له شا ګوذار وکړ

یو دغه پوځي چې ځان نوید معرفي کوي آمو ته وايي چې د ځانګړو ځواکونو غړی و؛ خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، اوس په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

هغه د طالبانو ډلې تر شکنجې لاندې د دې ډلې د بیا واکمنېدو په لومړیو ورځو کې د خپلو یو شمېر همکارانو د وژل کېدو خبره کوي او وایي چې د طالبانو له خوا د نیولو او شکنجې له وېرې، له قانوني اسنادو پرته ایران ته تللي او اوس په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

نوید چې یو روزل شوی افسر دی، اوس په ایران کې کارګري کوي. هغه وایي چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو برابرولو لپاره اړ دی د نورو په غوښتنه، د اوکراین خلاف جګړې ته ولاړ شي.

نوموړی وایي: «کلونه د طالبانو خلاف د ناټو ځواکونو ترڅنګ جنګېدلي یو او قرباني مو ورکړې؛ خو په پای کې یې موږ پر هېڅ وپلورلو او په ډګر یې یوازې پرېښودو، اوس که زموږ وضعیت ته پام ونه شي او یا د طالبانو خلاف مبارزې لپاره زمینه برابره نه شي، اړ یو زموږ د کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره چې په افغانستان او ایران کې تلف نه شي، د مرګ په لور یا ښه ده چې ووایم له اوکراین سره د روسیې په جګړه کې ګډون کوو.»

هغه په داسې حال کې چې سخت خواشینی دی وایي، د ناټو غړو هېوادونو او نړیوالې ټولنې له شا پر موږ برید وکړ او ملګري یې طالبانو ته تسلیم کړي چې هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې، د طالبانو له خوا په بې رحمۍ سره وژل او کورنۍ یې بې سرپرسته پاتې کېږي.

دوستان مې ولاړل ما هم نوم‌لیکنه کړې

عبدالمتین یو بل مخکینی پوخي دی چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته ایران ته ولاړ.

هغه وایي چې په ۱۳۸۶ کال کې د مخکیني دفاع وزارت له لیکو سره یو ځای شوی او له کلونو زده کړو وروسته، په ۱۳۹۹ کال کې په ځانګړو ځواکونو کې شامل شو او تر هغه چې افغان امنیتي ځواکونه نه و پاشل شوي له طالبانو او نورو مخالفو وسله والو سره یې جګړې ته دوام ورکړی و.

عبدالمتین وايي چې اوس یې په ایران کې له اوکراین سره د روسیې په جګړه کې د ګډون لپاره نوم‌لیکنه کړې ده.

دغه پخوانی پوځي وايي چې په ایران کې یې په «واګنر» شرکت کې چې د اوکراین خلاف د روسیې به جګړه کې د مخکینیو افغان پوځیانو د لېږلو لپاره زمينه برابروي، نوم لیکنه کړې ده.

عبدالمتین وایي: «کله مې چې ولیدل د هېواد وضعیت ښه نه شو او ما هم له کارګرۍ پرته بل کار پيدا نه کړ، له مجبوریته واګنر شرکت ته ولاړم چې په تهران کې دی او نوم لیکنه مې وکړه. اوس په تمه یم چې ومې لېږدوي. باید ووایم چې ددې کار انګېزه هغه مهال راته پیدا شوه چې څو تنه دوستان مې چې په ځانګړو ځواکونو کې وو، پرته له دې چې د نوم لیکنې په هکله راته ووایي، د لېږد په ورځ یې خبر کړم او ورغلم او مخه ښه مې ورسره وکړه.»

په افغانستان کې د مخکینیو پوځیانو په وینا، د واګنر په نوم روسي خصوصي شرکت د هغو کسانو د جلب او جذب مسوولیت لري چې له اوکراین سره د روسیې په جګړه کې ګډون کوي او دوی له ایرانه روسیې ته لېږدوي.

واګنر په روسي ژبه(Вагнер гроппа)  د ملیشه ډلې یا د روسیې له پوځ سره په غیرمستقیم تړاو سره پوځي خصوصي شرکت بلل کېږي چې د کسانو په ګمارلو، په نیابتي جګړه کې ګډون کوي.

د سوریې په کورنۍ جګړه، د دونباس په جګړه او پر اوکراین د روسیې په جګړه کې ګډون ددې ډلې له فعالیتونو څخه دي.

یو بل پخوانی پوځي چې خپل ځان جاوید معرفي کوي وایي چې له اوکراین سره د روسيې په جګړې کې د ګډون لپاره یې نوم‌لیکنه کړې ده.

هغه وویل: «کابو دوه کاله کېږي چې موږ یې وپلورلو او په دې دوو کلونو کې موږ سختې ورځې تېرې کړې، دلته په ایران کې د کارګرۍ له لارې او د ډوډۍ پیسې په سختۍ پیدا کوو، له همدې امله اړ شوم نوم‌لیکنه وکړو، زما له نوملیکنې څو اونۍ تېرې شوې او په تمه یم چې موږ ولېږدوي؛ ځکه بله چاره مې نه لرله.»

نوموړی وایي له کوم خنډ پرته هر څوک چې وغواړي کولای شي اوکراین کې د جګړې لپاره نوملیکنه وکړي؛ د هغوی یو شمېر نور ملګري هم د هوا ګرمېدو ته په تمه دي او له اوکراین سره د روسیې په جګړه کې نوم‌لیکنه کوي.

دغه مخکیني پوځیان وایي، چې په تېرو میاشتو کې د هغوی یو شمېر د سنګر ملګري د اوکراین جګړې ته لېږل شوي دي.

همداراز یوې بلې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «کابو ۲۰۰ پوځیان چې له اوکراین سره د روسیې په جګړه کې د ګډون لپاره له ایرانه لېږدول شوي وو، روسیې ته له رسېدو وروسته تښتېدلي چې تر اوسه یې د وضعیت په اړه معلومات نه لرم.»

په دې لړ کې د افغانستان یو شمېر نور مخکیني پوځیان چې په ایران کې دي وایي، له افغانستان پرته به د بل هېڅ هېواد لپاره ونه‌جنګېږي.

د امنیتي ځواکونو یوه مخکیني افسر چې خپل ځان ویس معرفي کوي، په دې اړه وویل چې هغوی هر شېبه تر امنیتي ګواښونو لاندې دي او له همدې امله نه شي کولای خپل هویت وښيي او که د طالبانو پروړاندې د مبارزې زمینه ورته برابره شي، چمتو دي چې له کوم مخ‌شرط پرته جګړه وکړي.

هغه زیاته کړه: «ما خپله او نورو زړورو ځواکونو چې مخکې یو ځای د ترهګرو طالبانو پروړاندې وجنګېدو، هېڅکله مو د بل هېواد لپاره په جګړه کې د ګډون په اړه فکر نه دی کړی، نه یې کوو او نه به یې وکړو؛ ځکه موږ هیله‌من یو چې له طالبانو سره به د مبارزې زمینه برابره شي او موږ به د خپل وطن د ازادولو لپاره د هغوی پروړاندې د جګړې میدان ته دننه شو.»

ویس همداراز د مخکیني حکومت پر ملاتړو هېوادونو په نیوکې سره وایي، چې دوی هغو کسانو ته شا کړې چې د هغوی ترڅنګ ګډو موخو ته د رسېدلو لپاره د طالبانو پروړاندې وجنګېدل او قربانۍ یې ورکړې؛ خو نړیوالې ټولنې او د ناټو غړو هېوادونو د مرستې پر ځای، له هغوی سره لوی خیانت وکړ.

دغه پوځي وویل: «موږ کلونه د طالبانو پروړاندې له هغوی، وطن او خلکو ساتنه وکړه؛ خو په پای کې له موږ سره د مرستې پر ځای یې یو شمېر فاسد کسان او ان خپل سپیان ولېږدول؛ خو موږ پوځیان چې کابو ۲۰ کاله موږ قربانۍ ورکړې او وجنګېدو، پر طالبانو یې وپلورلو او وتښتېدل. اوس یوازینی هېواد چې موږ ته یې ځای راکړی، ایران دی چې له چارواکو یې مننه کوم.»

دا په داسې حال کې ده، چې نږدې پنځې میاشتې مخکې د امریکا د کانګرس یو شمېر جمهوري غوښتونکو استازو په یوه راپور کې کانګرس ته ویلي و، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان نږدې ۳۰۰۰ غوره جنګیالي چې د امریکا له خوا په پوځي برخو کې روزل شوي وو، له خپلو امریکایي وسلو سره ایران ته تښتېدلي دي.

د افغانستان پوځ د پخوانی لوی درستیز هیبت‌الله علي‌زي د معلوماتو له مخې، د غني له تښتې او پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ دوې میاشتې مخکې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر ۳۰۰ زره تنو ته رسېده.

علي‌زي وویل چې د ۱۴۰۰ هجري – لمریز کال د زمري میاشتې له څلرویشتمې ۲۰۰۰۰ تنو کومانډو ځواکونو چې ۱۵ زره تنه یې د امریکایانو له خوا روزل شوي وو، له طالبانو سره په جګړې کې حضور درلود.

واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې، افغانستان ۳۰۰ زره کسیز امنیتي او دفاعي ځواکونه لرل چې د طالبانو او نورو مخالفو ترهګریزو ډلو پروړاندې د خپل هېواد د دفاع لپاره جنګېدل.