افغانستان

کندز کې د قزل شاخ ځایي ښوونځی له رامنځته کېدو ۱۷کاله وروسته لا هم ودانۍ نه لري

د کندز د قلعه زال ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې تر ۱۷ کلونو زیاته موده کېږي چې د دغې ولسوالۍ په قزل شاخ سیمه کې یو سیمه‌ییز ښوونځی فعال دی او تر ۳۰۰ زیات زده‌کوونکي په دې ښوونځي کې پر زده‌کړو بوخت دي.

خو د هغوی په وینا تر اوسه د دغه ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړېدو په برخه کې د مخکیني حکومت او موسسو له خوا هېڅ اقدام نه دی شوی.

د قلعه زال ولسوالۍ یو اوسېدونکی کریم جسور وایي، چې دغه ښوونځی ۱۷ کاله مخکې د سویډن کمېټې له خوا د دې ولسوالۍ په قزل شاخ سیمه کې رامنځته شو او فعالیت یې پیل کړ چې د مخکیني حکومت د مسوولینو د نه پاملرنې له امله کومه ودانۍ نه ده ورته جوړه شوې.

جسور په دوام کې وویل: «د قزل شاخ د ځایي ښوونځي ځمکه یو نیم جرېب ده او د سیمې د خلکو له خوا پېرل شوې ده. خلک هر کال «بوټو او خسو خونې» جوړوي ترڅو یې اولادونه وکولای شي دلته درس ووایي.»

موده مخکې د قلعه زال ولسوالۍ اوسېدونکو د دغه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو لپاره د پیسو راټولولو په موخه کمپاین پیل کړ. اوس دغه اوسېدونکي وړانديز کوي چې مرستندویه بنسټونه باید د ویجاړو ښوونځیو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي ترڅو د دې وطن اولادونه له زده‌کړو بې‌برخې پاتې نه شي.

د قلعه زال ولسوالۍ د قزل شاخ د سیمه‌ییز ښوونځي یو ښوونکی امان‌الله یوسفي وایي، چې د دې ښوونځي له جوړېدو ۱۷ کاله کېږي. په دې ښوونځي کې ۸ ښوونکي ۳۰۰ زده‌کوونکو ته له لومړي تر شپږم ټولګي درس ورکوي چې له دې ډلې ۲ ښوونکې یې ښځې دي.

هغه د دې ښوونځي لپاره د ودانۍ د جوړولو په برخه کې د مسوولینو پر بې‌پامۍ په نیوکې سره وویل: «موږ غواړو په لومړي سر کې زموږ ښوونځی رسمي شي او بیا یوه ودانۍ ورته جوړه شي.»

په همدې حال کې کندز کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې نه یوازې د تخریب شویو ښوونځیو د بیا جوړولو لپاره هڅه کوي؛ بلکې د هغو ښوونځیو لپاره چې زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې درس وایي د ودانۍ جوړولو په لټه کې هم دي.

کندز له هغو ولایتونو دی چې په تېرو شلو کلونو کې د ډېرو ناامنيو شاهد و او د دې ولایت زرګونه تنه زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي او له همدې امله یې اوسېدونکي د خپلو اولادونو د زده‌کړو لپاره هڅې کوي.