سوداګري

د ژوندانه لپاره د امکاناتو له نشتوالي د ګل تپې ولسوالۍ د اوسېدونکو شکایت

د کندز ولایت د ګل تپې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د راکړې ورکړې لپاره د مناسب بازار له نشتوالي شکایت لري او وايي چې له کلونو راهیسې له دې ستونزې سره مخ دي.

د دوی په وینا هره سه شنبې د کندز له مرکز او ولسوالیو سوداګر او پلورونکي او همداراز د ګل تپې ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي د خپلو اړتیاوو لپاره ځانګړي ځای ته راځي او په پرانیستې فضا کې معامله کوي.

سید محمد چې د کندز د ګل تپې ولسوالۍ یو اوسېدونکی دی وايي، څه د پاسه څلوېښت کاله کېږي چې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي او هېڅوک یې ستونزو ته پام نه کوي.

د هغه په وینا روغتیایي مرکزونو، برېښنا، سړک، د څښاک پاکو اوبو او همداراز مناسب بازار ته لاسرسی نه لري او په پرانیستې فضا کې په ګڼو ستونزو سره سوداګریزې معاملې ترسره کوي.

د ګل تپې اوسېدونکي سید محمد وايي: «څلوېښت کاله کېږي چې موږ د حکومتونو تر اغېز لاندې په خپل زړه ژوند نه دی کړی. که مو په خپل زړه ژوند کړی وای، اوس به مو د بازار او سیمې وضعیت داسې نه و، حکومتونه راغلل او ولاړل او موږ ته یې هېڅ خدمت نه دی کړی، هرڅوک چې په افغانستان کې واک ته رسېدلي، یوازې د خپلو جېبونو د ډکولو په فکر کوې وو، هېچا موږ ته پام نه دی کړی.»

د ګل تپې ولسوالۍ اوسېدونکي همداراز وایي چې د دوی ماشومان له زده کړو پاتې دي او پخوا او اوس چا د دوی د ستونزو د اواري لپاره هېڅ کار نه دی کړی.  

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دا بازار ۴۰ کاله لرغونتوب لري او د محمد داوود خان حکومت له وخت راهیسې دا بازار همداسې دی او هېڅ بدلون یې نه دی کړی، له دې مخکې د شېرخان بندر لاره همدا وه.

د ګل تپې ولسوالۍ یو اوسېدونکی حاجي حسین وايي چې د ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د شېرخان بندر لاره د ګل تپې ولسوالۍ له بازاره تېره شوې وه چې ددې ولسوالۍ او سیند هغې غاړې ترمنځ لوی پُل موجود و او له دې سیمې د سوداګریز بندر په توګه کار اخیستل کېده.

د هغه په وینا له دې بندره یې د دوو هېوادونو کرنیز محصولات صادر او واردول او بهرنیان هم د ګرانبیه توکو د پېرلو لپاره دغه بندر ته راتلل.

حاجي حسین د خپلو خبرو په دوام وايي: «له دې بندره مې په خپله پسونه، قره قُل پوستکي پلورلي دي، دلته لوی بندر و چې موږ سوداګري پرې کوله.»

د کندز سیند د دواړو لوریو د لسګونه کلیو اوسېدونکي د سه شنبې بازار په نوم دغه ځای ته د خپلو اړتیاوو د برابرولو لپاره هره اونۍ په کښتیو کې دغه بازار ته راځي.

د ګل تپې ولسوالۍ بازار له ۱۳۶۲ کال راهیسې د پخوا په شان دی

د ګل تپې ولسوالي یو اوسېدونکی مولوي عبدالاحد د سه شنبې بازار د مخینې په اړه وايي: «زه ۵۷ کلن یم او عمر مې همدلته تېر شوی، دا بازار له ۱۳۶۲ کال راهیسې همداسې دی چې جګړو او انقلاب پرمهال په څو برخو ووېشل شو، خو له ۱۳۷۵ کال وروسته تراوسه په همدې خای کې و او ددې بازار یوه برخه اوبو لاندې کړې ده.»

له بلې خوا د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د بازار، ښوونځي، روغتیایي مرکزونو او سړک د رغولو غوښتونکي دي چې تراوسه یې دغو لومړنیو حقونو ته لاسرسی نه لري.

دا په داسې حال کې دي چې په ۱۳۹۴ کال کې د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني کندز ته په سفر کې ددې ولایت په تشکیل کې د آقتاش، ګل تپې او ګلباد درېېو نویو ولسوالیو د جوړېدو اعلان وکړ. خو په هغه وخت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دې ولسوالۍ او ناامنۍ له امله د نوموړې ولسوالۍ اوسېدونکي له عامه خدماتو بې برخې پاتې شوي دي.