سوداګري

ننګرهار کې د هېواد په کچه د کورنیو تولیداتو نندارتون

ننګرهار کې نن پنجشنبې د (عالی است افغاني است!) په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. مسوولین وایي، په دې نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو صنعتکاران برخه لري، چې لویه برخه یې کرنیز محصولات دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی د نندارتون د پرانیستو پرمهال وویل، په دې نندارتون کې ۱۷۰ غرفې دي چې ۵۰ یې یوازې د ختیځ زون د صنعتکارانو دي.

نوموړی وایي، په دې نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګه‌والو خپل تولیدات نندارې ته اېښي دي.

وچه او تازه مېوه، سبزيجات، حبوبات، کلچې، ماشين الات، ودانیز مواد، غالۍ او نور ډول ډول خوراکي او نور توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

الکوزی وایي، سره له دې چې د ننه په هېواد کې پانګه‌وال د پانګونې برخه کې ډېره هڅه کوي، خو حکومتونه ورته پام نه کوي.

هغه زیاتوي، د بېښنا نه شتون، له بهره واردېدونکي توکي، په صنعتي ښارګوټو کې د ځمکو د وېش ځنډ هغه لویې ننګونې دي، چې له کلونو راهیسې صنعتکاران او پانګه‌وال ترې ځورېږي او د دوی د پرمختګ مخه یې ډب کړې ده.

د سوداګرۍ خونې مرستیال الکوزی وایي: «نن ننګرهار کې د ټول افغانستان د تولیداتو یو لوی نندارتون پرانیستل شو، چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو پکې صنعتکارانو او سوداګرو برخه اخیستې او ډېری په  کې کرنیز محصولات دي.»

د نوموړي په وینا، پر برېښنا سربېره د خلکو بېوزلي او له نورو هېوادونو سره کمزوري سیاسي تعاملات هم هغه ستونزې دي چې د افغانستان د صنعت د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

الکوزی زیاتوي، که طالبان په سیاسي برخه کې شته ستونزې حل او د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې د ګاونډیو او نورو هېوادونو  بازارونو ته لار پيدا کړي ډېر ژر به افغاني کورني تولیدات د نړۍ بازارونو ته لار ومومي او په کور د ننه به کاري فرصتونه هم زیات شي.

بل لورته بیا سوداګر په هېواد کې کم کیفیته توکو اندېښمن کړي او له طالبانو غواړي، د هغو خلکو مخه ونیسي چې په بېلابېلو نومونو کم کیفیته توکي تولید او په بازار ته یې وړاندې کوي.

ننګرهارکې د راشکو بابا تولیدي کارخونې مشر عبدالکریم وایي: «موږ له ۱۶ کلونو راهیسې دیګ بخارونه او فلزي توکي تولیدوو. د برېښنا پر نشتوالي سربېره دا ستونزه هم لرو چې دلته ځینې کسان کارخونې لري او دیګ بخارونه تولیدوي چې همدغو کسانو بازار یې هم خراب کړی او دوی فکر کوي چې دا راشکو بابا تولید کړي دي.»

نوموړی وایي، د دوی د فابریکې دیګ بخارونه په تېر نظام لسو هېوادونو ته صادرېدل چې د طالبانو په راتګ سره یې دا چاره هم ټکنۍ شوې ده.

د نندارتون د غرفو ګډونوال او نندارچیان د دغه ډول نندارتونونو جوړول خورا ګټور بولي او له هېوادوالو غواړي چې له خپلو پانګه‌والو د ملاتړ په پار افغاني تولیدات وکاروي.

سوداګر وایي، که د ننه په هېواد کې د کورنیو تولیداتو پېر او پلور دود شي ښايي چې په کم وخت کې کورني تولیدات نړیوال بازار پیدا او دوی پر ځان بسیا شي.