افغانستان

د ترکیې په زلزله کې له اویا تر سلو افغانان مړه شول

په ترکیه کې د افغانانو دوې سرچینې وایي چې په وروستۍ زلزله کې ددې هېواد په سویل انتاکیا ښار کې له اویا تر سلو افغانانو ژوند له لاسه ورکړی.

په ترکیه کې د افغانستان د کونسلګرۍ یوه سرچینه وایي چې کابو دوه سوه افغانان په دغه زلزله کې زیانمن شوي دي.

د سرچینو په وینا، د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله، په ترکیه کې د مېشتو افغانانو کره شمېر روښانه نه دی. سره له دې دا هغه ترکمن توکمه افغان کورنۍ دي چې له کلونو راهیسې د ترکیې په دې سویلي برخه کې چې د زلزلې اصلي مرکز دي اوسېږي.

د ترکیې په سویلي ولایتونو کې د بیړني وضعیت اعلان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سه شنبې په ورځ د دې هېواد په لسو زلزله ځپلو ولایتونو کې بیړنی وضعیت اعلان کړ.

په ترکیه او سوریه کې له سختې زلزلې یوه وروسته چې تراوسه یې له امله په دواړو هېوادونو کې له اوه زره زیات کسان مړه شوي او د ترکیې سویلي او د سوریې لوېديځو ښارونو ته یې ګڼ زیانونه اړولي، اردوغان د ترکیې د اساسي قانون پربنسټ بیړنی وضعیت اعلان کړ.

اردوغان د سه شنبې ورځې په وینا کې د ترکیې لس زلزله ځپلي ولایتونه غمیزه ځپلې سیمې اعلان کړې په درېيو میاشتو کې یې په دغو سیمو کې فوق العاده وضعیت اعلان کړ.

دا چاره ولسمشر او کابینې ته اجازه ورکوي چې د نویو قوانینو په تصویب کې پارلمان ته بې پامي وکړي او حقوق او آزادۍ محدودې یا وځنډوي.

له دې مخکې رپوټونه ورکړل شول چې سختو بارانونو د ترکیې او سوريې په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او مرستې رسولو عملیات له ستونزو سره مخ کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کړی چې د ترکیې په سویل او سوریې په شمال لوېدیځ کې به د دغې لویې زلزلې د قربانیانو شمېر ډېر زیات شي.

د ۷،۸ درجې په دغه لویه زلزله کې زرګونه ودانۍ، روغتونونه او ښوونځي نړېدلي او لسګونه زره ټپيان او بې کوره شوي دي.

له ۱۹۹۹ کال راهیسې دا په ترکیه کې تر ټولو مرګونې زلزله بلل شوې ده.

له بلې خوا، اردوغان د انتالیا ښار په هوټلونو کې د لنډمهال مېشت کولو حکم وکړ. د اردوغان په وینا، په دې هېواد کې د مړو شمېر درې زره ۵۴۹ ته رسېدلی دی.

د سوریې وضعیت

د سوریې حکومت هم تراوسه په وروستۍ زلزله کې د یو زر او ۶۰۰ تنو مړینه تایید کړې ده.

سخت ژمی او د ډېری واټونو ویجاړېدو، زیانمنو وګړو ته د مرستې رسول ستونزمن کړي او د غمېزې اړخونه لازیات شوي دي.

د نړیوالو سازمانونو چارواکو د سوریې د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

سوریه له دې پېښې اخوا، د دغه هېواد د کورنۍ جګړې له امله له انساني ناورین سره مخ ده.

نړیوالې مرستې

د مرستې د لېږلو لپاره له نورو هېوادونو د ترکیې له غوښتنې وروسته، امریکا، بریتانیا، روسیې، هند، جاپان، چین، ایران، یونان، د ملګروملتونو سازمان او ناټو دغو سیمو ته مرستې لېږلې دي.

چین په ترکیه کې د ژغورنې له عملیاتو سره د مرستې لپاره ۵۸ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالر ترکیې ته بېل کړي دي. دغه هېواد همداراز سوریې ته د وسایلو د لېږد لپاره همغږي کوي.

پاکستان هم اعلان کړی چې ترکیې او سوریې ته به په ۱۵ ټنو بار اړتیا وړ توکو الوتکه ولېږي.

اروپایي ټولنه هم وايي چې له دېرشو زیاتې ژغورونکې او روغتیایي ډلې ترکیې ته د لېږلو لپاره چمتو شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په سختو شرایطو کې د خپلو خویندو او وروڼو ترڅنګ درېږي او د «د بشري همدردۍ او اسلامي ورورولۍ» له مخې لس میلیونه افغانۍ په ترکیه کې له زلزله څپلو سره او پنځه میلیونه د سوریې له زلزله ځپلو سره مرسته کوي.