افغانستان

ننګرهار کې دیني عالمان له طالبانو غواړي چې ښځو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي

د ننګرهار دیني عالمانو او قومي مشرانو په یوه لویه غونډه کې له طالبانو وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې د کار او زدهکړو دروازې پرانیزي.

د ننګرهار دیني عالمانو دوشنبه مازدیګر په یوه غونډ کې له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د اسلامي اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې ښځينه‌‌وو ته د زده‌کړو او کار زمينه برابره کړي او اجازه دې ورکړي چې دوی د خپل پرمختګ لارې وڅاري.

د یادې غونډې ګډونوال مولوي ضياءالحق وایي، زده‌کړې او کار د ټولنې د ټولو وګړو لپاره اساسي اړتيا او په دې برخه کې د فرصتونو برابرول د واکمن رژیم مسوولیت دی.

نوموړی وایي: «د افغانستان د وضعیت د ښه‌والي لپاره زده‌کړو ته اړتیا ده او هیله لرو چې دوی (طالبان) د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه لیرې کړي او مناسب شرایطو سره د زده‌کړو او کار مخه پرانیزي.»

یو بل قومي مشر اول ګل وایي، د طالبانو له راتګ وروسته پر ښځو بندیزونه ناهیلې کوونکي دي او اوس اړتیا ده، چې طالبان  د واکمنو په توګه د ولس مړې شوې هیلې راژوندۍ کړي او دوی ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي.

یاد قومي مشر زیاتوي، ډېری کورنۍ همدا هیله لري چې لوڼې یې زده‌کړې وکړي او خپل هېواد ته خدمت وکړي، خو په خبره یې د دې کار پر وړاندې د اسانتیاوو پر ځای خنډونه رامنځته شوي دي.

هغه زیاتوي: «موږ د منظم او اسلامي چوکاټ مخالفت نه کوو، هیله لرو چې طالبان نجونو ته د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي، ترڅو پر دوی شته نیوکې هم پایته ورسېږي او ټول ولس د نظام په ملاتړ کار پيل کړي، اوسنیو شرایطو خو په لوی لاس ولس له طالبانو سره لاس او ګریوان کړی.»

د غونډې یو شمېر علماء وایي، د ښځو پر وړاندې بندیزونو مخالفتونه راپورته کړي او باید مخه یې ونیول شي.

د دوی په خبره که ولسي مخالفتونه ښکاره نه وي، نو ډېری په زړه کې له طالبانو او اوسني حاکمانو سره کینه‌پالي چې دا به راتلونکي کې یو لوی سرخوږی وګرځي.

د ښځو پر وړاندې د کار او زده‌کړو د اجازې غوښتنه داسې مهال کېږي، چې وړمه ورځ د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت معین لطف‌الله خیرخواه رسنیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې د ښځینه‌وو د زده‌کړو په اړه یې پر یوې داسې جامع طرحې کار پیل کړی، چې له مخې به یې په راتلونکي کې بیاځلې په تحصیلي بهیر کې خنډ رامنځته نه شي.

تر دې وړاندې ځینو طالب چارواکو ډاډ ورکړی وو، چې د نوي ښوونيز کال تر پيل  پورې به د ښځينه ‌وو د زده کړې لپاره طرحه بشپړه او ښوونځي او پوهنتونونه به بېرته پرانيستل شي.

وبه لیدل شي چې نوې طرحه کله او د دیني علماوو او قومي مشرانو دا غوښتنه به څومره ومنل شي.

په همدې حال کې افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر یا یوناما ویلي، چې له زده‌کړو د نجونو منع کول د زده‌کړو په برخه کې د تېرو شلو کلونو اصلي پرمختګونه له منځه وړي.

یوناما دوشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر زده‌کړو لګول شوي بندیزونه لیرې کړي.

طالبانو له واکنمېدو سره سم، چې کابو یو نیم کال کېږي د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ټولګي تړلي او شاوخوا ۳ میاشتې کېږي، چې له پوهنتونونو هم نجونې راګرځول شوې دي.

تازه طالبانو په نوې کانکور ازموینه کې هم خصوصي پوهنتونونو ته ویلي، چې د دغو پوهنتونونو د لارموندنې په ازموینه کې د ګډون اجازه ورنه‌کړي، چې د طالبانو دغې پرېکړې یو ځل بیا د غبرګونونو یوه څپه رامنځته کړې ده.