سوداګري

ننګرهار کې صنعتکاران د ګټې پرځای له زیان سره مخ دي

د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار

ننګرهار کې صنعتکاران وايي، طالبان له دوی د پانګونې او فابریکو د فعالیت غوښتنه کوي، خو لازمې اسانتیاوې نه ورته برابروي.

د ننګرهار د صنعت او کانونو خونې رییس تور ملنګ وایي له کلونو راهیسې د صنعتي پارک سړکونه او د اوبو سیستم خراب او رغونې ته اړتیا لري، خو له هڅو سره سره یې هم چا غږ نه دی اورېدلی.

تور ملنګ وايي، ددغه پارک ناسم وضعیت صنعتکاران په دې ساحه کې له فعالیته زړه توري کړي او تمه لري، چې طالبان د دوی ستونزو ته پام وکړي او لازمې آسانتیاوې ورته برابرې کړي.

هغه وایي په دې سیمه کې ګڼې تولیدي فابریکې فعالیت کوي، چې د سړکونو د خرابوالي له امله یې کارونه له خنډ او خڼد سره مخ دي.

تورملنګ زیاتوي: «موږ دلته لسګونه لویې او کوچنۍ فابریکې لرو، زرګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې که دوی ته پام وشي لا زیات کار کولی شي، خو اصلي خبره دا ده څنګه چې لازمه ده څوک ورته پام نه کوي.»

نوموړی وایي، تر ټولو لوی زیان د برېښنا نشتون صنعتکارانو ته اړولی دی.

انجینر قاسم چې په شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې کارخونه لري وایي،  دغه صنعتي ښارګوتي ته ورغلي سړکونه ویجاړ شوي او له دې امله یې چارې ټکنۍ شوې دي.

هغه وایي ډېری فابریکې د لارو د خرابوالي له امله یې نه یوازې دا چې سوداګریزې چارې یې ټکنۍ دي، د زیاتو دوړو له امله یې تولیدات هم اغیزمن شوي دي.

هغه زیاتوي، که په دې صنعتي ښارګوټي کې د برېښنا او نورو اړینو اسانتیاوو لپاره کار وشي ښايي کوچنۍ فابریکې هم دلته خپل فعالیت پیل کړي.

نوموړی وايي: «برق نشته، سړک خام دی، کار چې کړې ګرد او غبار وي، خلک په اسانۍ هلته زړه نه ښه کوي چې لاړ شي ځکه چې برېښنا نه وي کارخونې به تړل او ښار ته به لېږدول کېږي.»

اخوا، د ننګرهار لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رییس عبدالبصیر پاچا هم مني، چې په صنعتي پارک کې لازمې آسانتیاوې نشته او اړتیا ده چې ورته پام وشي.

هغه وايي، چې د یو لړ ستونزو له امله د صنعتي ښارګوټي چارې ځنډېدلې وې او تمه کېږي چې دا ستونزې اوارې شي.

د ننګرهار د صنعت او کانونو خونې د مالوماتو له مخې، یوازې د دې ولایت په شیخ مصري ښارګوټي کې چې د ستونزو له امله یې پانګوال ګیله من دي تر ۳۵۰ کارخونې فعالیت لري او کابو ۸ زره کسان په کې په کار بوخت دي.

سرچینه وایي چې تازه د طالبانو د لوړو تعرفو له امله په دې ولایت کې د شوکاڼي سوداګري په ټپه درېدلې او له همدې امله د شاوخوا ۴۵ کارخونو فعالیت درېدلی دی.

سوداګر یې وایي، له کابو دوه کلونو راهیسې چې طالبانو پر هېواد واکمن شوي، دوی هم له ژمنو پرته عملي کار نه دی کړی او برعکس یې د دوی پر وړاندې خنډونه لازیاتوي.

د اقتصادي چارو پوهان، بیا د کارخونو تړل کېدل د هېواد په زیان بولي او وایي طالبان باید په هېواد کې د کاري فرصتونه د زیاتوالي په پار سوداګر او پانګه‌وال لا وهڅوي چې فعالیتونه ډېر او خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي.