نړۍ

د پاکستان پخوانی ولسمشر پروېز مشرف په دوبئ کې مړ شو

پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر پروېز مشرف له اوږدې ناروغۍ وروسته د دوبئ په یوه روغتون کې مړ شو.

د پاکستان پوځ هم د ۷۹ کلن مشرف مړینه تایید کړه. پروېز مشرف په ۲۰۰۸ کال کې له واکه ګوښه کړای شو.

د پاکستان د پوځ دغه پخوانی قوماندان په دوبئ کې په جلاوطنۍ کې ژوند کاوه.

د پاکستان پوځ عمومي اړیکو اعلان وکړ چې د دغه هېواد د سمندري او هوايي ځواکونو مشرانو هم د مشرف د مړینې له امله تسلیت ویلی دی.

پروېز مشرف څوک و؟

پروېز مشرف د ۱۹۴۳ کال د اګست په یوولسمه په نوي ډیلي کې نړۍ ته راغی. په ۱۹۹۹ کال کې یې په یوه کودتا کې په پاکستان کې واک ترلاسه کړ، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۸ کال پورې یې د پاکستان د ولسمشر په توګه فعالیت وکړ.

مشرف په ۱۹۴۷ کال کې کله چې پاکستان له هنده جلا شو، له خپلې کورنۍ سره له نوي ډيلي څخه کراچۍ ته کډه شو. هغه د یوه مسلکي دیپلومات زوی و او د ۱۹۴۹ ـ ۱۹۵۶ کال پورې یې په ترکیه کې ژوند کاوه.

هغه په ۱۹۶۴ کال کې د پاکستان له پوځ سره یو ځای شو، په کوټه کې له پوځي پوهنځي فارغ شو او د لندن د دفاعي څېړونو په سلطنتي کالج کې یې ګډون وکړ. هغه د کوټې په پوځي پوهنځي کې تدریس هم کړی و.

مشرف له هند سره د ۱۹۶۵ و ۱۹۷۱ کلونو په جګړو کې هم ګډون کړی و. په ۱۹۹۸ کال کې د هغه وخت لومړي وزیر نوازشریف نوموړی د وسله والو ځواکونو د مشر په توګه وټاکه. ویل کېږي چې مشرف د ۱۹۹۹ کال په دوبي کې د کشمیر لانجمنه سیمه کې د هند تر کنټرول لاندې برخې په برید کې مهم رول درلود.

د نړیوالو په فشار سره وروسته نوازشریف خپلو پوځیانو ته حکم وکړ چې د پاکستان تر واک لاندې سیمې ته شاتګ وکړي چې دې اقدام پوځي په غوسه کړ. د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۲مه کله چې مشرف له پاکستانه بهر ته تللی و، نوازشریف هغه ګوښه کړ او هڅه یې وکړه چې د کراچۍ په هوايي ډګر کې یې د سپرلۍ الوتکې له کوزېدو مخنیوی وکړي. سره له دې وسله والو ځواکونو د هوايي ډګر او نورو دولتي تاسساتو کنټرول په لاس کې واخیست او نواز شریف یې بې واکه کړ او د مشرف د پوځي دولت لپاره یې لاره اواره کړه.

که څه هم مشرف تر ډېره معتدل نظریات لرل او د ملکي حکومت د راستنېدو ژمنه یې وکړه، اساسي قانون یې وځنډاوه او پارلمان یې منحل کړ. هغه د ملي امنیت شورا جوړه کړه چې ملکي او پوځي کسان پکې وو ترڅو په موقته دوره کې پاکستان اداره کړي. هغه د ۲۰۰۱ کال په لومړیو کې د ولسمشرۍ واګې ترلاسه کړې او وروسته یې هڅه وکړه له هند سره د کشمیر پر سر هوکړې ته ورسېږي.

د هغه ولسمشري د اقتصاد د چټکې ودې او اصلاح غوښتونکو سیاستونو له امله، په ټوله نړۍ کې وستایل شو، نوموړي د ښځو له حقونو د ملاتړ لپاره یو لړ قوانین اجرا کړل او د لومړي ځل لپاره یې خصوصي خبري بنسټونو ته د فعالیت اجازه ورکړه.

هغه د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو د ترور په دوسیه او د لال جومات د امام د وژلو په دوسیه کې، فراري وبلل شو. مشرف چې له ۱۹۹۹ کال څخه تر ۲۰۰۸ پورې پر پاکستان حکومت وکړ، په ۲۰۱۹ کال کې د اساسي قانون د ځنډولو له امله په لوی خیانت تورن او په اعدام محکوم شو. د هغه د اعدام حکم وروسته وځنډول شو.