افغانستان

د پلازمېنې په واورینو ورځو کې د کارګرانو سخت ژوند

د واورې اورېدل هر ځای خوندور وي، خو اغېزه یې پر ټولو یو شان نه ده. کابل ښار کې ګڼ شمېر کارګران ژوند کوي او بې شمېره کورنۍ او خلک ساعتونه د کابل ښار د واټونو غاړې ته په سړه هوا کې د څو افغانیو د پیدا کولو په تمه ولاړ وي.

یو شمېر کارګران او اړمن هېوادوال وایي، چې د واورې اورېدو یې ژوند لا سختوي.

نجیب‌الله د سړک غاړې یو پلورونکی دی چې په خپل لاس جوړ شوي لرګین توکي پلوري.

نوموړی وایي چې د شپې له خوا له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره له لرګیو ځینې توکي جوړوي او بیا یې سهار پلورلو ته وړي.

د نجیب په وینا د ده په لاس جوړ شوي توکي چندان ارزښت نه لري او هره ورځ له ۳۰ تر ۸۰ افغانیو کار کوي.

نوموړی وایي چې د سړک غاړې ته کار ستونزمن دی او کومې ورځې چې واوره ورېږي کار یې لا سخت وي. د نجیب‌الله په وینا د واورې د اورېدو په ورځو کې ۱۰ افغانۍ هم کار نه کېږي.

نجیب‌الله مخکې د ښځو چارو په وزارت کې کار کاوه او اوس یې خپله دنده له لاسه ورکړې او وایي، خپلې کورنۍ ته د نفقې پيدا کولو لپاره اړ دی چې کار وکړي.

د ده په وینا، د کابل په یوه چاودنه کې یې یوه غوږ ستونزه پیدا کړه او اوس څه نه پرې اوري. هغه نه شي کولای د خلکو په منځ کې کار وکړي او اوس اړ دی چې د سړک غاړې ته په یوازیتوب سره کار وکړي.

محمد ندیم هم په کابل ښار کې کراچۍ لري او د پلازمېنې په واورینو ورځو کې له سهاره تر ماښامه څه نه شي پلورلی.

هغه وایي: «سره له دې چې واوره او باران راباندې ورېږي او ساړه مې کېږي؛ خو د ډوډۍ او د ماشومانو د لوږې فکر مې تر یخنۍ او د جامو تر لندېدو سخت دی.»

سږ کال ژمی او واورې د تېرو کلونو په څېر نه دي او هوا ډېره سړه ده.

د تېرو کلونو خلاف، داسې هېڅوک نه تر سترګو کېږي چې په واوره کې لوبې او خوشحالي وکړي او په دې ورځو کې تر ډېره د خلکو د ستونزو کیسې اورېدل کېږي.

افغانستان سږ کال په تېره یوه لسیزه کې ترټولو سخت سوړ ژمی تجربه کوي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو وزارت ویلي، چې سږ کال ژمی د سړې هوا له امله په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه تنه مړه شوي او سلګونه څاروي له منځه تللي دي.

له دې سره سم یو شمېر کروندګر بیا د سږ کال واورې ورېدو ته خوښ دي او په راتلونکي پسرلي کې د محصولاتو زیاتوالي ته هیله‌من دي.

هغوی د واورې او باران ورېدل کرنیزو محصولاتو ته ګټور بولي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده وایي، چې زموږ کروندګر تر هر څه زیات اوبو ته اړتیا لري. که افغانستان اوبو ته ښه لاس‌رسی ولري، په هماغه کچه کرنه ښه وده کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر نړیوالو سازمانونو د ژمي له پیله مخکې افغانستان کې د بېلابېلو انساني ناورینونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی و.