افغانستان

ګریفیتس: په مرستندویه بنسټونو کې د ښځو د کار د مخنیوي دوام غمیزه راوړونکی دی

په بشردوستانه چارو کې د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس له افغانستانه له ستنېدو وروسته په نیویارک کې د دې سازمان په مرکز کې د خبري ناستې پرمهال په افغانستان کې په مرستندویه بنسټونو کې له کاره د ښځو مخنیوی مرګونی ګوذار بولي او وایي چې دا مخنیوی مهم بشردوستانه پروګرامونه له ستونزو سره مخ کوي.

هغه خبرداری ورکوي، که طالبان په مرستندویه بنسټونو کې د ښځو د کار د داوم په اړه له سره غور ونه کړي، غمیزه راوړونکي به وي.

مارتین ګریفیتس وایي چې ښځې د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لري او د ښځو پر کار محدودیتونه باید لیرې شي.

د ملګروملتونو سازمان دغه لوړپوړی چارواکی وایي، کابل ته په سفر کې یې له نړیوالو مرستندویه ډلو سره له ۹ طالب چارواکو سره په مرستندویه بنسټونو کې د ښځو د کار د مخنیوي په اړه خبرې اترې وکړې چې په دغو ناستو کې د افغان مېرمنو کار مهم بلل شوی دی.

مارتین ګریفیتس وایي چې په موسسو کې د ښځو د کار د ځنډولو په اړه د دسمبر د ۲۴مې نېټې له فرمان وروسته، د طالبانو د روغتیا او پوهنې وزارتونو په روغتیا او پوهنې برخو کې د ښځو کار استثنا بللی دی.

نوموړی زیاتوي که طالبان فرمانونه نه لغوه کوه، باید دا استثناوې زیاتې کړي.

د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس وویل: «له موږ څخه وغوښتل شول چې له زغمه کار واخلو، راته وویل شول د طالب چارواکو له خوا یو لړ لارښوونې برابرېږي چې ظاهراٌ په بشردوستانه عملیاتو کې د ښځو د فعالیت زمینه برابروي.

په داسې حال کې چې طالبانو تل ویلي، که د ښځو کار ته اړتیا وي، دوی ته به د کار کولو اجازه ورکړل شي.

ګریفیتس وایي: «دا پیغام لږ ملاتړ کوونکی و، خو مهم پیغام دی.»

د امریکا د ماشومانو د ژغورنې سازمان رییس هم په خبري ناسته کې خبرداری ورکړ که د ښځو د کار د مخنیوي په اړه د طالبانو فرمانونه لغوه نه شي، افغانان به له بحراني وضعیت سره مخ شي.

د امریکا د ماشومانو د ژغورنې سازمان رییس جانتي سوریپتو وویل: «ډېری ښځې یوازې د خپلو کورنیو د اړتیاوو برابرونکې دي او سربېره پر دي، له دوی پرته میلیونونه ښځو او ماشومانو ته مرستې نه شو رسولای او دا مخنیوی لغوه نه شي، د افغانستان د خلکو لپاره به یې پایلې خطرناکې وي.»

ګریفیتس وویل: «افغانستان د یوه سخت ژمي تېرولو په حال کې دی. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دوهم ژمی، تېر ژمی موږ وتوانېدو چې ژوندي پاتې شو، نه پوهېږم چې په نامحدود ډول دا کار وکړو په دومره مخنیوي سره، که نه.»

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له واکمنېدو وروسته د طالبانو له لومړنیو ژمنو سره سره، پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف د اجرایي مدیر مرستیال عمر عبدي په نیویارک کې په دغه خبري ناسته کې وایي چې شپږ میلیونه افغانان د خوراکي خونديتوب له بیړني وضعیت سره مخ دي او له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

ښاغلي عبدي وویل: «سږ کال ۸۷۵ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي، له همدې امله ددغو عملیاتو دوام ډېر مهم دی.»

د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق د اجرایي مدیر مرستیال به دغه خبري ناسته کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه څو مثبتو موردونو ته اشاره وکړه.

نوموړي وویل: «د نجونو د منځنيو ښوونځیو د زده کړو په وړاندې له مخنیوي سره سره، اټکل کېږي چې په ۱۲ ولایتونو کې دوه سوه زره نجونې په لېسو او منځنیو ښوونځیو کې زده کړو ته دوام ورکوي، په منځنیو ښوونځیو کې ښځینه ښوونکې خپل معاشونه له طالب چارواکو څخه ترلاسه کوي. دوی په منځنیو ښوونځیو کې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي او دوه ځله یې ژمنه کړې چې د دوی د مشر له خوا د کړنلارو له تایید وروسته به ښوونځي پرانیستل شي.»

د ملګروملتونو سازمان د دغه چارواکي د شمېرو له مخې، د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدل د دې لامل شوي چې په کورونو کې ښوونیز ټولګي ۲۰۰ زره ته زیات شي.

ددغو شمېرو له مخې ۶۰۰ زره ماشومان په دغو ټولګیو کې په زده کړو بوخت دي چې ۵۵ سلنه یې نجونې دي.

عمر عبدي وویل: له زده کړو پرته، په واقعیت سره د افغان ښځو او نجونو د ښه راتلونکي لپاره هیله مندي نشته.

د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر ویلي چې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړو ته د مرستو رسولو لپاره، ۴،۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

یه تېرو دوو اونیو کې د ښځو د کار او زده کړو د مخنیوي د لېرې کولو په اړه له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره د ملګروملتونو سازمان لوړپوړي چارواکو افغانستان ته سفر کړی، خو د ځینو کارپوهانو په باور دغو سفرونو کومه پایله نه ده لرلې او طالبانو پر ښځو محدودیتونو ته دوام ورکړی دی. کابل ته د ملګروملتونو سازمان ددغو چارواکو له سفرونو وروسته د خصوصي پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې د نجونو نوملیکنه منع شوه.