فرهنګ او هنر

د هرات څلي د تیموریانو د لوړ فرهنګ او تمدن بېلګه

د هرات ولایت څلي د شاهرخ میرزا تیموري له دورې د راپاتي فرهنګ هویت دی چې څو سوه کلنه مخینه لري.

د هرات د تاریخي ابداتو امر زلمی صفا وایي: «د هرات څلي لرغونی تاریخ لري او دغه ښار پخوا د ختیځ رنسانس پلازمینه و. هرات د شاهرخ میرزا تیموري په دوره کې د تیموریانو کلتوري، ټولنیز او اقتصادي مرکز و.»

په دغو منارونو کې کارول شوې معماري او مینیاتوري هنر د دغه ځای د پخوانیو خلکو تمدن ښيي.

هغه زیاتوي، چې د هرات څلور څلي په ۱۳۹۸ هجري – لمریز کال کې بیاورغول شول او د پنځم ځلي د بیارغولو چارې هم روانې دي ترڅو د له منځه تلو مخه یې ونیول شي.

د تاریخي اسنادو له مخې لومړی یوولس څلي جوړ شول؛ خو اوس یې یوازې پنځه پاتې دي. شپږ نور څلي په تېرو کلونو کې د جګړو او طبیعي افتونو له امله ویجاړ شول.

هرات ولایت کې فرهنګیالان وایي، چې د د دغه ولایت څلي له تاریخي او فرهنګي پلوه ډېر ارزښت لري.

د فرهنګي چارو کارپوه عبدالعزیز توانا وایي: «د داسې ځایونو او فرهنګي او تاریخي اثارو د خوندي او روغ ساتلو لپاره، باید هغه بیاورغول شي.»

هغه په دوام کې ټینګار وکړ، چې د دغو لرغونو ځایونو د ویجاړېدو په صورت کې به د افغانستان تېر تاریخ له منځه ولاړ شي.

په تېرو درېیو کلونو کې څلور څلي بیارغول شوي دي؛ خو د پنځم څلي د مرمت چارې لا هم دوام لري او د ۱۴۰۱ کال په سخت ژمي کې د پنځم څلي د بیارغونې کار چې موده مخکې پيل شوی و، هم بشپړېدو ته نږدې دی.

پنځم منار چې د هرات د مصلا له ترټولو لرغونو منارونو څخه دی، د ګوهرشاد د ټولګې اړوند دی. د بیارغولو چارې یې په ۱۴۰۰ کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بودیجې او د اقاخان موسسې په همکاری پیل شوې وې.

هرات ولایت کې پنځم څلی د کلونو په اوږدو کې د بېلابېلو عواملو له امله تخریب او ځینې سیمې یې نړېدلې وې او له همدې امله یې خلک «کوږ» منار بولي.

یاد څلي د هرات د مصلا د ودانۍ یوه برخه دي، چې د ملکې ګوهرشاد بېګم په امر د پنځلسمې زېږدیزې پېړۍ په وروستیو کې پلان او د نوموړې تر څارنې لاندې جوړ شوي وو.

د ځینو معلوماتو له مخې د هرات ښار مصلا په ۱۸۸۵ زېږدیز کال کې د بریتانیا د پوځ له خوا ورانه شوه ترڅو د هغو توپچي ځواکونو لپاره، چې له روسانو سره د جګړې چمتوالي یې نیوه لا زیاته فضا رامنځته شي.

افغانستان کې د شوروي ځواکونو د حضور پرمهال دغه مصلا بیا زیانمنه شوه او یوازې پنځه څلي یې پاتې شول چې دوو څلو یې هم د راکټونو له امله زیان لیدلی و.

په هغو اثارو کې چې له مخکې راپاتې شوي دي، د هرات ولایت په مصلا کې د ګوهرشاد مدرسه، د ګوهرشاد جامع جومات، د سلطان حسین بایقرا مدرسه، د سلطان حسین بایقرا خانقاه، د امیرعلي شېر نوایي جامع جومات، دارالحفاظ، دارالشفاء، اخلاصیه خانقاه او اخلاصیه مدرسه شامل وو.

هرات ولایت له اوږده تاریخ سره د هېواد یو لرغونی ولایت دی چې ګڼ تاریخي او فرهنګي ابدات لري.