افغانستان

له خبریالانو د ملاتړو بنسټونو په وړاندې په پاکستان کې د افغان خبریالانو اعتراض

یو شمېر افغان خبریالان چې پاکستان ته کډه شوي، نن یکشنبې د جنورۍ په ۲۹مه د اعتراضي غونډې په جوړولو سره، له خبریالانو پر ملاتړو بنسټونو او مهاجر منونکو هېوادونو نیوکه کوي او وايي چې هېڅوک د دوی په فکر کې نه دي.

لسګونه افغان خبریالانو چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي، د اعتراضي غونډې په جوړولو د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو او کډوال منونکو هېوادونو وغوښتل چې د دوی دوسیو ته جدي پام وکړي.

بیش از یک‌و‌نیم سال می‌شود که شماری از خبرنگاران افغانستان بنا بر تهدید طالبان کشور را ترک کرده و به کشورهای همسایه پناه برده‌اند.

یوه خبریاله خاطره احمدي چې پاکستان کې اوسېږي وايي: «موږ نن اعتراض وکړ ترڅو مو غږ نړیوالو ته ورسوو، څه د پاسه یو نیم کال کېږي چې له بې برخلیکه وضعیت سره ژوند کوو او دوسیو ته مو پاملرنه نه کېږي.»

احمدي زیاتوي: «ټول خبریالان له خطر سره مخ دي او تراوسه له رسنیو ملاتړو بنسټونو له موږ سره مرسته نه ده کړې.»

څه د پاسه یو نیم کال کېږي چې یو شمېر افغان خبریالان د طالبانو د ګواښونو له امله له هېواده وتلي او ګاونډیو هېوادونو ته یې پناه وړې ده.

یو افغان خبریال هارون پناه وايي: «هر بنسټ او سازمان ته چې مراجعه کوو، له موږ څخه تهدید خط غواړي او وایي چې تاسو د جګړې په ډګر او ګواښ کې نه وئ او موږ نشو کولای چې له تاسو سره همکاري وکړو.»

هغه دې ته په اشارې سره چې په پاکستان کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي زیاتوي: «زموږ د وېزو وخت پای ته رسېدلی او له امنیتي پلوه موږ ستونزې ورځ تربلې زیاتېږي.»

په دغه اعتراضي غونډه کې ګډون کوونکو د نهه ماده ییزې پرېکړې په لوستلو سره ټینګار وکړ چې په اوکراین کې د جګړې له پیلېدو وروسته، نړۍ او د بیان آزادۍ ملاتړو هېوادونو تر ډېره دغه هېواد ته پاملرنه زیاته کړه او له جلاوطنه افغان خبریالان یې هېر کړي دي.

مهریه بره کي چې له کلونو راهیسې د هېواد په کورنیو رسنیو کې د کار تجربه لري، وایي: «څو ځله د پولیس له خوا نیول شوې یم او د پیسو په بدل کې بیا راخوشې شوم. د ژبې ستونزه هم لرو او له خطر سره مخ یوو، د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو او نورو هېوادونو غواړو چې زموږ دوسیو ته پاملرنه وکړي.»

دغه خبریالان زیاتوي، له ګڼو اقتصادي او امنیتي ګواښونو سره مخ دي او که افغانستان ته ستانه شي، ژوند یې په خطر کې دی.

ویل کېږي چې په اوسني څه د پاسه دوه سوه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د پاکستان په پلازمیني کې په بې برخلیکه وضعیت او کرایي کورونو کې له ګڼو اقتصادي او امنیتي ننګونو سره ژوند کوي او د ډېری دغو خبریالانو د اقامت وېزو وخت پای ته رسېدلی او یا هم د ختمېدو په حال دي.

د پاکستان د وېزو بیه په تور بازار کې له زرو تر یو زر او ۵۰۰ ډالرو رسېدلې او په پاکستان کې لږ شمېر افغان خبریالان درېيم هېواد ته لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، لسګونه خبریالان له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. په اوسني وخت کې څو تنه خبریالان د طالبانو په بند کې دي. افغانستان د بیان او رسنیو د آزادۍ په ډلبندۍ کې په تر ټولو ټیټه کچه کې راغلی او همداراز د خبریالانو لپاره د نړۍ له تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی دی.