فرهنګ او هنر

په لاسونو ګنډل شوي توکي د کندز د بې سرپرسته مېرمنو لومړی انتخاب

د ستنې کار یا ګنډل د هېواد په شمال کې لرغونی صنعت دی چې په تېرو کلونو کې د بې سرپرسته مېرمنو د عوایدو سرچینه وه.

له دوو کلونو راهیسې، د شهید کندزي په سرای کې د کلیوالو مېرمنو د ظریفو او ښکلو لاسي ګنډونو په تېره بیا بلوچي (یخن ګنډل) او ګراف ګنډل د پلور لپاره وړاندې کېږي او د ګاونډیو هېوادونو سوداګر ددغو ارزښتمنو آثارو د پېرلو لپاره دغه ځای ته ورځي.

په دې بازار کې فعالې ښځې د جمهوریت پرمهال، په لنډ وخت کې وتوانېدې چې ځان بسیاینې ته ورسېږي او له دې لارې خپل تولید او پلور ته وده ورکړي. دوی آن د لاسي صنایعو کوچني تجارتونه هم پیل کړل؛ خو د طالبانو واکمنېدو د دغو ښځو پر کار هم اغېز وکړ.

۵۰ کلنه بي بي زینب وايي چې له کلونو راهیسې د «بلوچي ګنډلو» له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي.

دغه ښځه چې د لاسي ګنډلو پرمهال یې د سترګو لید هم کمزوری شوی د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «شل کاله مخکې مې خاوند مړ شو او زه له همدې لارې د کورنۍ اړتیاوې برابروم، که څه هم په تېرو دوو کلونو کې مو کار پيکه شوی دی.»

هغه زیاته کړه: «ددغو ګنډلو پیسې د هغې له ستونزو او کړاوه کمې دي، دا د ستنې کار له ۴۰۰ تر اوه زره افغانۍ پورته نه پلورل کېږي او هر یو د ظرافت او کار په اندازه له ما وخت اخلي.»

بي بي زینب څرګنده کړې، څو کاله مخکې یې یو مشتري درلود چې فرمایش به یې نهه میاشتې وخت ته اړتیا لرله.

اخوا، په کندز کې د لاس ګنډلو د یوه پلورنځي خاوند جمعه الدین وایي: «څه د پاسه شل کاله کېږي چې د بلوچي ګنډونو په پلور بوخت یم، اوس ډېری مېرمنې همدا کار کوي، موږ دوی ته ټوکر او تار ورکوو او د کار له پای ته رسېدو وروسته، ګنډل شوي توکي ترې اخلو.»

هغه ټوکر چې ښځې پرې د ستنې کار کوي له ایرانه واردېږي.

هغه ګڼدل چې د کندز په اوسېدونکو کې د بلوچي ګنډلو په نوم شهرت لري، یوازې د اړمنو او بې سرپرسته مېرمنو د عوایدو سرچینه ده چې د خپلو اړتیاوو د برابرولو لپاره یې ترسره کوي.

حاجي نجم الدین په کندز کې د بلوچي لاسي توکو یو پلورونکی دی چې څه د پاسه ۳۵ کاله کېږي د ننه په هېواد او بهر کې په دغه کار بوخت دی.

نوموړی ټینګار کوی: «ما او ورور مې ۳۵ کاله مخکې په ایران کې د بلوچي ګنډلو کار پیل کړ او کرار کرار مو په خپل هېواد کې هغه دود کړ او اوس د کندز، بغلان، تخار او بدخشان د پلورلو مسوول یم او په دغو ولایتونو کې زیات شمېر ښځې په دغه کار بوختې دي.»

دا په داسې حال کې دي، د هېواد لاسي صنایع چې یو وخت د پاچاهانو د مېلمستونونو ښکلا وه، اوس یې هغه ارزښت له لاسه ورکړی؛ خو سره له دې یې د کورنیو په اقتصاد کې اغېزناک رول لرلی دی چې په اوسني وخت کې ډېری مېرمنې د خپلو کورنیو د اړتیاوو برابرولو لپاره، په لاسي صنایع په تېره بیا ګنډلو بوختې دي.