ښځې

هُما هغه نجلۍ چې د خپلو هیلو لپاره وجنګېده؛ خو ورته ونه رسېده

هُما محمدي هغه نجلۍ چې له غزني ولایت څخه تازه د ۲۹۳ نمرو په اخیستو سره د خپلې خوښې وړ د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي ته بریالۍ شوې وه، وايي کلونه یې درس ویلی او هڅه یې کړې ترڅو دغې څانګې ته بریالۍ شي او کله چې خپلې دغې هیلې ته ورسېده، طالبانو د هغې او نورو نجونو پرمخ د پوهنتونونو دراوزې وتړلې.

هُما وایي: «ښوونځیو د تړل کېدو له امله مې دوولسم ټولګی ونه شو ویلای، په کور کې مې ډېره زده کړه وکړه ترڅو د خپلې هیلې وړ څانګې ته لاره پیدا کړم، غوښتل مې چې د ژورنالیزم په پوهنځي کې زده کړه وکړم ترڅو یوه ورځ په ټلویزیون کې خپرونه وچلوم.»

هغه د کانکور آزموینې پایلو د اعلان ورځ د خپل ژوند تر ټولو غوره ورځ بولي او وايي: «په کور کې مې چې هرڅومره هڅه وکړه سایټ نه پرانیستل کېده، مطبعې ته ولاړم هلته مې پایلې ولیدلې. زه د ۲۹۳ نمرو په اخیستو د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته بریالۍ شوې وم او هغه زما د ژوند تر ټولو غوره ورځ وه.»

هُما له دې مخکې چې د کابل پوهنتون محصله شي، ددې پوهنتون په اړه یې ډېر څه اورېدلي و؛ خو کله چې د محصلې په توګه دغه پوهنتون ته ورغله، طالبانو ورته وویل: «په رنګه ټیکري کې به نه راځې باید بشپړ تور حجاب ولرې.ِ»

نوموړې وایي: «ډېر مې غوښتل چې ژر کابل پوهنتون ته ولاړه شم؛ خو په هماغه لومړۍ ورځ ډېره خواشینې شوم، په دروازه کې یې راته وویل چې ټیکری دې باید رنګه نه وي؛ په داسې حال کې چې زموږ نجونو نړۍ رنګارنګ ده او دا چې موږ یوازې په تورو جامو کې خلاصه شو، ډېره یې خواشینې کړي.»

هما اوس وېره لري، هغه هیله چې کلونه یې لرله په واقعیت بدله نه شي او د نجونو لپاره د پوهنتونونو د دروازو تړل همداسې دوام ونه کړي.

هُما په تېرو درېيو کلونو کې د زده کړو ترڅنګ، د نقاشۍ هنر په زده کولو هم بوخته وه او غواړي له انځورګرۍ له لارې د افغان نجونو غږ شي.

هغه وايي: «له انځورګرۍ زما موخه دا ده، زموږ غږ چې چوپ شوی له دې لارې نړیوالو ته ورسوم، ښایي ما پرې نه ږدي چې خپل غږ پورته کړم؛ خو د انځور مخه څوک نه شي نیولای؛ تصویر هغه څه دي هم لوستی او بې سواده کس یې درک کوي.»

د هُما محمدي مور عزیزه رجبي وایي چې لور ددې لپاره چې وکولای شي خپلو هیلو ته ورسېږي، ډېرې هڅې وکړې او زیار یې ایستلی چې ترې معنوي ملاتړ وشي.

نوموړې وایي: «هُما ددې لپاره چې دغې څانګې ته بریالۍ شي ډېرې هڅې وکړې؛ خو زما، د پلار او وروڼو ملاتړ یې لامل شو چې بریالۍ شي او دردونه مې تسکین شي؛ خو خبره نه وم چې افغانستان دومره تیاره کېږي او اوس هېڅ هیله نه لرم؛ ځکه لور مې ناهیلې شوې ده.ِ»

هُما له طالبانو غواړي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

هغه وایي: «له اوسني حکومته زما غوښتنه دا ده چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. کله چې مېرمنې په یوه ټولنه کې فعالیت ونه لري، دا (وضعیت) په دې مانا دی چې نیمايي ټولنه مړه ده، طالبان باید ښځو ته اجازه ورکړي چې درس وایي؛ لکه څنګه چې په اسلامي احکامو کې هم راغلي چې زده کړه پر مسلمان نارینه او ښځو فرض ده.»

هُما په افغانستان کې د زرګونه نجونو په شان د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو په تمه ده. دوی په داسې حال کې چې زرګونه هیلې په زړه کې لري؛ اوس په کورونو کې راګیر شوې او په دې تمه شپې ورځې تېروي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو درازې یې پرمخ پرانیستل شي.