افغانستان

پمپئو په خپل کتاب کې د اشرف غني او سولې مذاکراتو په اړه څه ویلي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني وزیر مایک پمپئو کتاب خپرېدو، په افغانستان کې یو لړ بحثونه او غبرګونونه راپارولي دي. د «هېڅ وخت شا تګ مه کوه: د هغې امریکا لپاره چې راباندې ګرانه ده» په نوم کتاب دوې ورځې مخکې بازار ته راووت.

ښاغلي پمپئو د دغه کتاب په یوه برخه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د پردې شا ته مذاکراتو په ګډون د افغانستان د مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

هغه په دې کتاب کې د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت «ډېر بد» او فساد یې د هغې یوه ځانګړنه بللې ده.

نوموړي د مخکیني حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله هم د «کارتلونو مشر» معرفي کوي چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو میلیونونه ډالر یې «غلا» کړي دي.

پمپئو څوک دی؟

مایکل ریچارد پمپئو یا مایک پمپئو، د کانګرس پخوانی غړی او امریکایي سیاستوال دی چې د ۲۰۱۸ کال له اپریل څخه د ۲۰۲۱ کال تر جنورۍ پورې یې د امریکا د بهرنیو چارو د اویایم وزیر په توګه کار وکړ. نوموړي له هغې مخکې د یوه کال لپاره د امریکا د مرکزي استخباراتو سازمان یا سي آي اې مشر او ترې مخکې په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د کنزاس حوزې استازی و چې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ میاشت کې ددې جرګې غړی شو.

هغه د امریکا په ځمکنیو ځواکونو کې د خدمت مخینه هم لري. پمپئو چې یو وخت د دونالډ ټرمپ منتقد و او هغه یې «اقتدارګر» باله، د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا د ټرمپ له نوماندۍ وروسته، د ښاغلي ټرمپ یو سخت پلوی شو.

ټرمپ هم په لومړي ګام کې پمپئو د امریکا د مرکزي استخباراتو سازمان یا سیا د رییس په توګه غوره کړ.

پمپئو چې په جمهوري غوښتونکي ګوند کې د ټي پارټي غورځنګ غړی دی او ددې ګوند له ښي پالو څخه شمېرل کېږي.

د ښاغلي پمپئو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دولت او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرو سره هم مهاله وه. په دې دوره کې ویل کېدل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له ښاغلي پمپئو سره مستقیمې اړیکې لري.

مایک پمپئو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې د لاسلیک په مراسمو کې په دوحه کې موجود و.

افغانستان د پمپئو په کتاب کې

ښاغلي پمپئو لیکلي چې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۳ کال په اوړي کې کله چې د امریکا د کانګرس غړی و، له افغانستانه یې لیدنه کړې وه. اوس یې په دې کتاب کې د افغانستان په اړه خپل نظریات او لیدلوری بیان کړی دی.

هغه په دې کتاب کې لیکلي، که د افغانستان جمهوري دولت له داخلي اتحاده برخمن وای، د افغانستان لپاره د یوه لا بشپړ مسلکي پوځ د جوړېدو امکان موجود و.

پمپئو په ۲۰۱۸ کال کې د روڼتیا د نړیوال بنسټ د څارونکې ډلې راپور ته په اشارې سره چې افغانستان یې په نړۍ کې درېیم فاسد هېواد بللی و، ویلي چې نوموړي یو ځل د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او په افغانستان کې فساد د له منځه وړلو له مسوول مک ماسټر سره د ټوکې په بڼه ویلي چې د افغانستان فساد «یوه ځانګړنه ده نه عارضه» ددې ټوکې په دوام ټینګار کوي چې فساد هر هغه څه و چې افغان دولت یې ساتلی و.

اشرف غني د پمپئو په اند

پمپئو په دې کتاب کې د افغانستان له مخکیني ولسمشر اشرف غني سره د لومړنۍ لیدنې یادونه کړې او ویلي یې دي چې نوموړي په لومړي ځل د ۲۰۱۷ کال په اګست کې هغه لیدلی دی.

ښاغلی پمپئو وایي چې اشرف غني د کتنې غوښتنه کړې وه او له هغه سره د لیدنې پرمهال یې ترې پوښتنه وکړه: «ټرمپ څنګه دی؟» پمپئو وايي؛ د ښاغلي غني کنجکاوي یې درک کوله، خو د ښاغلي غني پوښتنه له یوه بهرني چارواکي سره په کتنه کې یو «بېځایه دلیل» بولي.

هغه په دې اند دی چې غني د افغانستان د خلکو مشر نه و. پمپئو وایي چې د نړۍ له زیات شمېر مشرانو سره یې ملاقات کړی او په دې لړ کې ښاغلی غني د هغه لپاره «تر ټولو نامحبوب» کس و.

پمپئو ویلي: «غني یو پراخ دوکه ورکوونکی و چې د امریکایان یې تلف کړي وو او یوازې یې په واک کې د پاتې کېدو لپاره پر لېوالتیا تمرکز کاوه. آن یو ځل مې هم احساس ونه کړ چې هغه چمتو دی د خپل هېواد لپاره خطر ومني چې ښايي قدرت په خطر کې واچوي، دې کار زه منزجر کړم.»

هغه د خپل کتاب په دوام کې ویلي: «هغه (غني) د افغان مشرانو په منځ کې ډېر اعتبار درلود. کله مې چې له طالبانو او د قبایلو له مشرانو سره کتل، هغوی ټولو په غوسه یادونه راته کوله، په داسې حال کې چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې پر اسانو سپاره د شوروي د چورلکو له اورونو سره د خپل هېواد د ازادولو لپاره وخت تېراوه، غني د جانز هاپکینز په پوهنتون او کلمبیا کې و.»

پمپئو لیکي: «زه له اغراق پرته وایم چې غني له افغانستان پرته د کلمبیا په سیمه کې دننه زیات ملګري لرل. کله چې مې د لومړي ځل لپاره د سیا په دوران کې له هغه سره وکتل، په مستقیمه توګه مې ورته وویل: تاسو پر K سړک (د واشنګټن ډي‌سي یو مهم سړک) او کانګرس کې خپل وخت ضایع کوئ، په داسې حال کې چې باید په هرات او مزارشریف کې د ملاتړو په هڅه ووسئ.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ او ملا برادر ترمنځ یوازینۍ ګډه وجه دا وه چې دواړو له اشرف غني څخه «کرکه» لرله.

د سولې خبرې‌اترې

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبر‌ې‌اترې چې د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر میاشت کې د قطر په دوحه کې پيل شوې وې، درېیم پړاو یې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ پر ۱۹ قطر کې داسې مهال وشوې چې ښاغلي پمپئو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دنده پر غاړه لرله.

پمپئو په خپل کتاب کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکیني استازی زلمی خلیل‌زاد «پټ کارونه کوونکی او اړیکې پالوونکی» بولي او وایي: «افغانستان کې او د ملګروملتونو په سازمان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل‌زاد پر اړیکي پاللو او په پټ کارونو کې شهرت درلود. خو هغه همداراز په افغانستان کې لوی شوی و او هغه پښتون و؛ هغه قوم چې د طالبانو په غړو کې غالب قوم و. هغه کولای شوای له هر چا سره خبرې وکړي د هغوی له ډېرو سره یې اوږده مخینه لرله.»

په دې لړ هغه ټینګار کوي چې د ټرمپ د دولت د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټون په بشپړ ډول له طالبانو سره د خبرواترو مخالف و.

پمپئو په دوام کې لیکي: «هر څل چې ولسمشر ټرمپ له موږ غوښتل چې خبرې پیل کړو، له فیزیکي نظره یې مخ سور کېده.»

هغه ټینګار کړی، کله چې له طالبانو سره د خبرو بحث پیلېده، په دې باور و چې «غني به یو دښمن وي.»

پمپئو وایي چې ولسمشر غني داسې انګېرل چې هره معامله هغه له واک څخه څنډې ته کوي.

هغه ټینګار کړی چې له همدې امله ښاغلي غني له امریکا سره د طالبانو د خبرواترو د کمزوري کولو لپاره پراخې هڅې پیل کړې.

پمپئو وایي چې د خبرواترو له ګړندي کېدو سره ښاغلی غني تل یوه ستونزه و.

د ده په وینا هغه یو ځل کابل کې له ښاغلی غني سره داسې مهال چې په ټول ځواک یې له طالبانو سره له خبرواترو ډډه کوله لیدنه کړې ده.

پمپئو ویلي چې اشرف غني ته یې خبرداری ورکړی و، چې د سولې په بهیر کې له ګډونه د ډډه کولو په صورت کې به افغانستان ته د امریکا د یو میلیارد ډالر مرستې رالېږدول ودروي.

پمپئو ویلي: «له کابله د وتلو لپاره زما د الوتکې د ماشینونو له چالاندېدو مخکې، نږدې پنځه امریکایي سناتورانو له ما سره اړیکه ونیوه ترڅو ووایي چې دا چاره به نړۍ ویجاړه کړي. زه پوهېږم اشرف غني له سناتور (لینډزي) ګرام سره اړیکه نیولې وه.»

هغه وایي چې د غني او د واشنګټن د ډېری چارواکو له مخالفتونو سره سره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹ یې د قطر دوحې ته سفر وکړ ترڅو د امریکا او طالبانو ترمنځ د «سولې هوکړه‌لیک» د لاسلیکېدو شاهد ووسي.

هغه قطر ته د سفر په اړه کله چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلېکېده، لیکلي دي: «پر هغه ورځ مې د بهرنیو چارو وزیر په توګه ترټولو عجیبه تجربه لرله. په الوتکه که له ډي‌سي څخه له اوږده سفر وروسته، شرایټون هوټل ته ننوتم چې په توره بوړه کې د کنوانسیون په څېر و.»

په دې ځای کې تورې بوړې ته د ښاغلي پمپئو د اشارې موخه په ۲۰۰۱ کال کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د پټنځای دی. په هغه وخت کې امریکایي ځواکونه د تورې بوړې پر مغارو برید وکړ او د هغوی او د القاعدې او د طالبانو د غړو ترمنځ چې د القاعدې مشر ته یې پناه ورکړې وه سخته نښته وشوه. دغو عملیاتو د ۲۰۰۱ د ډسمبر تر اوولسمې دوام درلود.

ښاغلي پمپئو ویلي چې د دوحې د هوکړه‌لیک د لاسلیکولو پرمهال د طالب مشرانو سپینو جامو، تورو واسکټونو او لونګیو هغه ته اسامه بن لادن ور په یاداوه.

ښاغلی پمپئو وایي، د ده امنیتي ډله اندېښمنه وه چې اجازه ورکړي داسې ځای ته دننه شي چې طالبان پکې حضور لري. خو هغه ټینګار کړی چې دی خپل شخصي امنیت ته اندېښمن نه و او د هوکړه‌لیک له لاسلیکولو مخکې له طالب مشرانو له دې جملې له ملا برادر سره یې لیدنه اړینه ګڼله.

ښاغلي پمپئو همداراز ویلي، چې د سولې لپاره امریکا او طالبانو ته قناعت ورکول د جمهوري حکومت مشرانو ته د قناعت ورکولو په پرتله اسانه کار و.

ښاغلي پمپئو د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک چې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ پر ۲۹ لاسلیک شو، افغانستان کې د سولې لپاره نه دوامداره بنسټ ګڼي.

د دغه کتاب په بله برخه کې ښاغلی پمپئو ویلي، کله چې پخوا ته پام کوي، خطرناک کړکېچ ویني. د پمپئو په باور دا ښيي چې افغانستان کې د وضعیت د ښه کولو لپاره د امریکا کړنلارې تر یوې لسیزې له زیاتې هڅې سره سره ناکامې وې.

پمپئو ویلي: «موږ هېڅ یو نه پوهېدو چې هغه (د کابل) د هوایي ډګر صحنه به په تاریخ کې د امریکا ترټولو ناوړه شاتګ وي.»