افغانستان

د بدخشان سړې ورځې | هېڅوک له موږ خبر نه لري

بدخشان ولایت د افغانستان په شمال ختیځ کې له سړوسیمو څخه دی چې اوسېدونکي یې د ژمي په موسم له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

بدخشان ولایت غرنیزه جغرافیا او سختې لارې لري او هر کال د ژمي په موسم کې د سختو واورو او د لارو د تړل کېدو شاهد وي.

د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د واورو د ورېدو له امله د دغه ولایت مرکز ته د ولسوالیو د تګ راتګ لارې تړل کېږي.

نور محمد تازه له ایرانه راغلی دی. هغه د فیض‌اباد ښار په یوه هوټل کې د لارې پرانیستل کېدو ته په تمه دی.

نوموړی وايي: «درې ورځې کېږي چې زه په دې رسټورانت کې یم. زموږ ولسوالۍ ته غځېدلې لار تړل شوې او کورنۍ مې راته په تمه ده.»

د ده په وینا له فیض‌اباد ښار څخه تر نسي ولسوالۍ پورې دوې شپې ورځې لار ده.

بدخشان په ۲۸ ولسوالیو سره په هېواد کې ترټولو زیاتې ولسوالۍ لري، چې خلک یې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

واخان د بدخشان ترټولو سړه هوا لرونکې ولسوالۍ ده چې په دې ورځو کې د هوا درجه منفي ۲۰ ته رسېږي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې د ژمي په موسم کې د بدخشان مرکز ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لار تړل کېږي او اوسېدونکي یې په ژمي کې د تاجکستان له لارې سفر کوي.

ګل احمد چې ۶۰ کاله عمر لري، شل ورځې کېږي د طالبانو د قبایلو او سرحداتو ریاست په مېلمستون کې د تګ راتګ لارو پرانیستو ته په تمه دی ترڅو خپل کور ته ستون شي.

هغه وایي: «د هوا د سړوالي ترڅنګ، د روغتیایي مرکز نشتون د دې ولسوالۍ د خلکو یوه بله لویه ستونزه ده.»

رامین د واخان اوسېدونکی دی. هغه د هوا په سړېدو سره د خلکو ستونزو ته په اشارې ټینګار وکړ: «موږ ترټولو بې‌برخې خلک یو چې نه یوازې په ژمي کې، بلکې هر وخت ستونزې لرو. ژمی په سختۍ سره تېروو. هېڅوک مو په اړه خبر نه لري چې موږ څه ستونزې لرو. که ناروغان شو، درمل نه پيدا کېږي. په اسانۍ سره ځان مرکز ته نه شو رسولای. له همدې امله په ژمي کې ګڼ شمېر ناروغان روغتون ته له رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

بدخشان ولایت له شماله تاجکستان سره، له ختیځه له چین او په سویل کې له پاکستان سره پوله لري او تر یو میلیون زیات نفوس لري.

د واخان ولسوالۍ ترڅنګ، شغنان ولسوالي په منفي ۲۲ درجې هوا سره د بدخشان ولایت یوه سړه سیمه ده چې له فیض‌اباد سره ۱۵۰ کیلومتره واټن لري او د سیند پر لار پرته ولسوالي ده. د ژمي په موسم کې د دې ولسوالۍ لارې تړل کېږي.

وحیدالله چې د کار موندلو لپاره فیض‌اباد ته راغلی وایي: «ژمي پر موږ د نورو موسمونو په پرتله په سختۍ سره تېریږي. شغنان کې واوره ورېدل زموږ ستونزې دوه برابره کوي. سږ کال د واورې ورېدل د برېښنا د پرې کېدو لامل شوی او خوراکي توکي په اسانۍ نه موندل کېږي.»

د شغنان یوه بل اوسېدونکي هم د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته په اشارې زیاته کړه: «زموږ خلک تل په ستونزو کې وو او هر کال موږ څو تنه ځوانان د واورې د راښویېدو له امله له لاسه ورکوو. تېر ژمی په کب میاشت کې کله چې د خپلو درسونو لپاره مرکز ته راغلم، د واروې د ښویېدو له امله مې یو ملګری له لاسه ورکړ. سږ کال د خلکو ډېر څاروي له منځه تللي دي.»

د بدخشان خلک له طالبانو غواړي چې ستونزو ته یې پاملرنه وکړي او په دې ژمي کې مرسته ورسره وکړي.