حنا چې په کورنۍ کې د خاوند او کورنۍ له خوا یې له ډېر تاوتریخوالي سره مخ وه، د طلاق اخیستو لپاره د طالبانو محکمې ته ولاړه. هغه له لومړنیو ښځو څخه وه چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خپلې دوسيې د پرمخ بیولو لپاره یې په بلخ کې د طالبانو محکمې ته مراجعه وکړه.
۲۱کلنه حنا د محکمې د ناستې له ناستې د خپلې تجربې په اړه وايي: «طالبانو مې خاوند ته وویل چې دا بوځه کور ته او پر خوله یې په خوله یې په سوک ووهه. قاضي هم ویل: که یې خبره وکړه سترګې یې وباسه.»
حنا وايي، په تېر یو نیم کال کې چې طالبان واک ته رسېدلي ددې ډلې په محکمو کې یې له سپکاوي او تحقیر پرته بل څه نه دي لیدلي او له هغو کسانو چې د نوموړې په شان یې محکمې ته مراجعه کړې هېڅ ډول ملاتړ نشته.
حنا په افغانستان کې له واکمنۍ وروسته د ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې وه، خو ددې ډلې له واکمنېدو وروسته، یوه طالب پوځي هغه په زور ځان ته نکاح کړه او له هغې وروسته یې سخت تاوتریخوالی زغملی دی.
حنا وايي: «د خاوند او د هغه د ورور د وهلو ټکولو له امله ماشوم مې چې په ګېډه کې و، له منځه ولاړ. خاوند مې د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ دی او آن د خپلې کورنۍ لیدلو ته زما د تلو مخنیوی کوي.»
حنا شپږ میاشتې کېږي چې د طالبانو په محکمه کې یې د «تفریق» دوسیه پرانیستې او اوس د خپل پلار په کور کې اوسېږي. هغه وايي، هره ورځ چې محکمې ته ورځي، مسوولین ورته سپکاوی کوي، توندې خبرې ورته کوي او آن په محکمه کې طالب مسوولینو یې دوسیه بهر ته غورځولې ده.
هغې وویل: «طالبانو په محکمه کې زما پلار ته وویل چې ولاړ شه لور دې خرڅه کړه بې ناموسه.»
له دې امله چې ښځه یم په محکمه کې د خبرو اجازه نه لرم
د طالبانو له واکمنېدو وروسته، عدلي او قضايي بنسټونو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی دی، طالبانو ښځینه څارنوالانې ګوښه کړې او د بشري حقونو د کمېسیون، د ښځو چارو وزارت او د ښځو له حقونو نور ملاتړي بنسټونه یې منحل کړي دي.
سویتا بله ځوانه مېرمن ده چې د خپل حق اخیستو لپاره د طالبانو محکمې ته ورغلې ده. سویتا وایي، خاوند یې په تېر حکومت کې پوځي و او په جګړه کې ووژل شو، اوس یې د خاوند کورنۍ هغه له میراث څخه بې برخې کړې ده. نوموړې چې د څلورو ماشومانو مور ده هره ورځ د بلخ محکمې دروازې ته ورځي ترڅو خپل حق ترلاسه کړي.
سویتا وایي چې د طالبانو د محاکمې په بهیر کې آن د خبرو کولو اجازه نه ورکول کېږي.
د هغې په وینا، د طالبانو قاضي نوموړې د خاوند په کورنۍ کې ژوند کولو ته اړ کړې او ورته ویلي یې دي «ته کونډه يې او باید زموږ له یوه مجاهد سره واده وکړې.»
د طالبانو په محکمو کې د ښځو سرګردانه دوسیې
هغه ښځې چې د طالبانو محکمو ته د مراجعې تجربه لري وايي ددې ډلې د کسانو له ناوړه چلند سره مخ شوې او که څه هم وکیل لري، وضعیت یې نه دی بدل شوی.
د طالبانو د محکمو یوه سرچینه وایي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او یا «تفریق» دوسيې په بلخ کې د طالبانو د عدلي بنسټونو پر ميز بې برخلیکه پاتې دي، کله چې ښځې د خپلو دوسیو په اړه محکمې ته ورشي، د طالبانو د محکمې قاضي د «بې حیا، بې شرفه او ته ښځه یې خبرې مه کوه» په شان کلیمو په کارولو سره دوی له محکمې بهر کوي.
احمد الله بلخي په بلخ ولایت کې مدافع وکیل دی، هغه د طالبانو له خوا د هېواد له سقوط څخه مخکې د مزارشریف ښار د لومړنۍ محکمې د شخصیه احوالو دیوان د کورنیو قضیو د ارزونې مسوول و. نوموړی وایي چې د طالبانو په واکمنېدو سره دا دېوان نشته او د ښځو لپاره فامیلي محکمه نشته.