سوداګري

په پلخمري کې یوې ښځې د ۳۰ نورو مېرمنو لپاره د کار زمینه برابره کړې

په داسې شرایطو کې چې تازه په هېواد کې د ښځو لپاره کاري ساحه محدوده شوې، خو یو شمېر مېرمنې شته چې غواړي له بېلابېلو لارو خپل ځان او نورو ښځو ته کار زمینه برابره کړي.

زرمینه نوابي هغه مېرمن ده چې په ۲ میلیون افغانۍ پانګونې سره یې په پلخمري ښار کې د کیک او کلچې پخولو کارخونه جوړه کړې ده.

هغه د دې کارخونې د جوړولو موخه له بېوزله ښځو سره مرسته بولي او وايي: «په دې ورځو کې پلخمري ښار کې ډېرې ښځې د بېوزلۍ او ناچارۍ له امله دروېزه کوي. ما وغوښتل په دې کار سره د هغوی یو شمېر ته د کار زمینه برابره کړم.»

نوموړې د دې په بیانولو چې په دغه کارخونه کې ۳۰ ښځې پر کار بوختې دي وویل: «په دې کارخونه کې ښځې ډول ډول کیک او کلچې، بغلاوه، میټايي، خجورې، مربا او اچار جوړوي.»

دغه ښځه وایي، چې په کارخونه کې پر کار بوختې مېرمنې د هغوی کار ته په کتو معاش ترلاسه کوي.

اغلې نوابي د دې کارخونې له جوړېدو د خلکو د هرکلي په اړه وویل: «له نېکه‌مرغه زموږ د محصولاتو پلور ښه دی. ځکه دلته تولید شوي محصولات لکه کیک او کلچې خوندور دي او پېردونکي مو ورځ تر بلې زیاتېږي.»

په همدې حال کې په دغه کارځای کې کارکوونکې ښځې وایي چې دې کارخونې ښه زمینه ورته برابره کړې ترڅو وکولای شي د خپل ژوند د لګښتونو یوه برخه تامین کړي.

مهناز چې مخکې یې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه، په دې اړه وایي: «ډېره خوشحاله یم چې په دې ځای کې بیا د دندې څښتنه شوم. خدای دې وکړي چې طالبان دا کار له موږ وانه‌خلي او په دې کارخونه کې زموږ د کار کولو مخه ونه‌نیسي.»

د خوراکي توکو په دې کارخونه کې یوه بله کارکوونکې سوسن وایي: «که ښځې او نارینه ټول کار وکړو، اقتصاد مو ښه کېږي او په پایله کې هېواد د پرمختګ پر لور روانېږي.»

آغلې مرسل چې په دغه کارخونه کې تولید شویو کلچو ته ښکلا ورکوي او ډیزاین پرې کوي د هېواد شتمنو او سوداګرو ته په خطاب وایي: «د هېواد له ټولو سوداګرو او شتمنو غواړو چې راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او د کار زمینه برابره کړي. له طالبانو هم غواړم چې نور د ښځو د کار کولو مخه ونه‌نیسي.»

د خراسان د کیک او کلچې د تولیدي کارخونې ترڅنګ په پلخمري ښار کې د خوراکي او نورو توکو د تولید ګڼې نورې کوچۍ کارخونې هم فعالیت لري او ډېری یې د اقتصادي ستونزو له امله د سقوط له ګواښ سره مخ دي. د کارخونو ښځینه خاوندانې وایي چې مخکې له ښځو ملاتړ کوونکو موسسو له دغو کار ځایونو سره په مرستې د تولید او کار بهیر روان ساتلی و، خو ډېره موده کېږي چې دا مرستې درول شوې دي.