افغانستان

د طالبانو د مشر فرمان ته نه پاملرنه؛ د هېواد په سویل کې لا هم کوکنار کرل کېږي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپرېل میاشتي پر څلورمه نېټه د يو فرمان په صادرولو، ټول افغانستان کې د نشه‌یې توکو پر کښت، پېر او پلور بنديز اعلان کړ.

له فرمان وروسته طالبانو په ځینو سيمو په ځانګړي ډول سويلي حوزه کې ظاهراً د نشه‌یې توکو له کرلو د مخنیوي لړۍ پیل کړه.

د افغانستان سویلي حوزه د نړۍ په سطحه د نشه‌یي توکو د تولید په برخه کې شهرت لري او په پراخه کچه نشه‌یي توکي تولیدوي.

کندهار کې د طالبانو ادعا

کندهار کې د معلوماتو پر بنسټ پر ۸۵ زره جرېبه کرنیزه ځمکه د کوکنارو او نورو نشه‌يې توکو کښتونه کرل او په زیاته اندازه نشه‌یي توکي تولیدېږي.

ددغه ولایت لپاره د طالبانو د والی ویاند عطاءالله زيد ویلي، چې پر نشه‌يې توکو له بنديز وروسته دوی توانېدلی، چې په دغه ولایت کې پر ۶۰۰ جريبه ځمکه کرل شوی نشه یې توکي له منځه يوسي.

هلمند

هلمند کې پر سلګونه زره جريبه ځمکه کوکنار کرل کیږي، خو د مسوولينو د ادعا له مخې دوی تر اوسه په سلګونه جرېبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.

د معلوماتو له مخي د زابل او روزګان مرکزونو ته په نږدي سيمو کې پنځوس جرېبه کرل شوي د نشه یې توکو کښتونه هم له منځه تللي دي.

د نشه‌یي توکو پر کښت د بندیز په تړاو د طالبانو د مشر امر څومره عملي شوی؟

که څه هم طالبان د هېواد په ځينو برخو په خاص ډول هلمند او کندهار کې د نشه‌يې توکو د کښتونو د ويجاړولو خبره کوي، خو د نشه‌یې توکو اوسني کښتونه ښيي، چې د طالبانو د مشر فرمان ته پاملرنه نه ده شوې.

د کندهار په خاکريز، شاوليکوټ، ژړۍ، ميوند او د هلمند په ټولو ولسوالیو او ان مرکز کې لا هم په پراخه توګه کوکنار کرل کېږي.

دا هغه سيمي دي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي؛ خو کوم کسان چې د طالبانو ملاتړ لري کولای شي نشه‌یي توکي وکري.

د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر مياشتي پر ۲۱ نېټه د هلمند د باغران ولسوالۍ په تزني سيمه کې د تزني لپاره د طالبانو د حوزې د امر او د يو بل طالب پلوي بزګر ترمنځ د نشه‌يې توکو د کښت پر سر جګړه وشوه، چې له امله یې دواړه ووژل شول.

د ترياکو بیې او بازار

د کندهار په پنجوائي، ژېړۍ، ميوند او د هلمند په سنګين او موسي‌کلا ولسوالیو کې د ترياکو د پلور منظم بازارونه فعال دي، چې قاچاقبران او د نشه‌یې توکو کاروباريان پکې په ازادانه ډول خپل توکي پلوري.

د دغو بازارونو د کاروباريانو د معلوماتو له مخي وړاندي د ترياکو د يوه کندهاري من (۴.۵ کيلو) بيه ۳۳۰ ډالره وه خو اوس له ۱۰۰۰ امريکایي ډالرو رسېږي.

د ملګروملتونو سازمان د پرمختيایي ادارې «UNDP» د معلوماتو له مخي په افغانستان کې د ترياکو د کښت ترلاسه شوی عايد له ۲ تر ۳ میليارد ډالرو پوري رسيږي خو د بازار ارزښت يې له ۲۰۰ ملياردو ډالرو نه اوړي.

په افغانستان کې د نشه‌یې توکو د کښتونو ترټولو زياته ګټه قاچاقبران ترلاسه کوي.

د نشه‌یې توکو په قاچاق کې د طالبانو ښکېتيا

آمو ټلویزیون ته د رسېدلو معلوماتو له مخي طالبانو په نيمروز، کندهار او هلمند کې له قاچاقبرو څخه د ترياکو د هرې کيلو قاچاق پر سر ۶۰۰ افغانۍ اخلي.

د چارو شنونکي وایي په افغانستان کې د نشه‌يې توکو کښتونه له طالبانو سره تړلي دي او ناشونې ده چې مخه یې ونیول شي.

د نظر خاوند جاوید احمد ظفر بلوڅ وايي: «پخوا به په کال کې یو کښت نشه‌یې توکي کرل کېدل، خو په دې وروستیو کلونو کې له دې امله، چې طالبانو ته یې زياته ګټه ورسیږي د کوکنارو درې فصلي کښتونه ترسره کېږي؛ دا د دې څرګندویي کوي چې طالبان لا هم په نشه‌یي توکو کې لاس لري.»

بلوڅ وایي، طالبانو ظاهراً په نشه‌یې توکو بنديز اعلان کړ، ترڅو له ګاونډيانو سره اړيکي یې ښې او نړۍ ته وښيي، چې د نشه‌یې توکو پر ضد مبارزه کوي.

د ملګروملتونو د نشه يې توکو او جرمونو د کنټرول ادارې «UNODC» ویلي تېرکال ۲۲۴ زره هکټاره ځمکه باندي کوکنار کرل شوي وو، چې له همدې امله ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په کچه د هيروينو په توليد کې ۷ سلنه زياتوالی راغلی و.