افغانستان

له طالبانو سره د نړۍ د تعامل په اړه د سیاستوالو او د پوهنتون د استادانو اندېښنه

د افغانستان یو شمېر پخوانیو چارواکو، سیاستوالو او د پوهنتون استادانو په هغه آنلاین ناسته کې چې جمعه د مرغومي په دېرشمه د «له طالبانو سره په تعامل کې د ناروې بهرنی سیاست» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، له طالبانو سره یې د هېوادونو د تعامل پر بڼې بحث وکړ او له دغې ډلې سره یې د نړۍ د تعامل په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ددغې آنلاین ناستې ګډون والو د افغانستان د ناورین په اړه د ناروې د منځګړیتوب او د طالبانو او د افغانستان د مخکینو مشرانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره د دې هېواد د هڅو په اړه خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې چې د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو انستیتوت له خوا جوړه شوې وه، په ناروې کې د افغانستان سفیر یوسف غفور زي، په نیویارک کې د ملګروملتونو سازمان په مرکز کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق، د مخکینی افغان دولت د سولې د مرکچي پلاوي غړې حبیبې ترابي، د سیاسي چارو کارپوهې تابش فروغ، د بریتانیا د اکستر پوهنتون استاد ډاکتر پيدا مهران او د اوسلو پوهنتون استادې او خبریالې الیزابت آیدې ګډون کړی و.

د اوسلو پوهنتون استادې او خبریالې الیزابت آیدې له طالبانو سره د ناورې او نورو هېوادونو د تعامل پر بڼې نیوکه وکړه او وې ویل: «ددې ډلې له ټیټ پوړو مشرانو سره دا ډول تعامل د طالبانو په تګلاره کې هېڅ بدلون نه رامنځته کوي، ځکه چې د طالبانو کړنې د دې ډلې د لومړۍ کچې د مشرانو د فکر له مخې دي نه د ټیټ پوړو.»

ددې ناستې په لړ کې په ناورې کې د افغانستان سفیر د هېواد د سولې په بهیر کې د ناروې هڅې ناکامې وبللې.

په اوسلو کې د افغانستان سفیر غفورزي د افغانستان د سولې په بهیر کې د ناروې د هڅو په اړه وویل: «که څه هم د بشري‌ حقونو د رعایتولو لپاره د طالبانو د اړ ایستو په موخه دا هڅې ناکامې وې، خو ناروې په افغانستان کې د سولې او بشري حقونو ملاتړی هېواد دی.»

له بلې خوا، نصیراحمد فایق وویل چې له طالبانو سره تعامل د دوی په رسمیت پېژندلو په معنی نه دي او ناروې طالبان د دوی د کړنې پربنسټ ارزوي.

خو تابش فروغ د ناروې او د افغانستان د سولې په خبرو کې ښکېلو هېوادونو د ناکامۍ په اړه وویل: «ناروې او د افغانستان د سولې په خبرو کې نور ښکېل هېوادونه ددې خلاف چې له انساني ارزښتونو دفاع وکړي، عمل کړی دی.»

فروغ د دې په بیانولو چې په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر په جوړولو کې د ناروې رول د پوښتنې وړ دی وویل: «په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر جوړولو (دا هېواد) د طالبانو په سیاسي پلازمیني بدل کړ.»

فروغ همداراز زیاته کړه چې ناروې له طالبانو سره په تعامل کې باید د طالبانو له خوا له بشري حقونو له سرغړونو او د بشري خلاف جنایتونو څخه سترګې پټې نه کړي.

ډاکترې حبیبه سرابي هم په دې ناسته کې په دوحه کې د افغانستان د مخکیني دولت او طالبانو ترمنځ سولې خبرو کې د ناروې رول یو اړخیز وباله.

مېرمن سرابي وویل: «له طالبانو سره په پراخ تعامل کې د قطر او ناروې ځان غوښتنې دغې ډلې ته مشروعیت ورکړ او د منځګړو په توګه یې د دغو دوو هېوادونو پر رول سیوری غوړولی دی.»

ډاکتر پيدا مهران هم په دې ناسته کې په افغانستان کې بشري حقونو ته د پاملرنې او ټولګډونه دولت په اړه ژمنو د نه عملي کولو په برخه کې د طالبانو پر کړنو نیوکه وکړه او وې ویل: «له تېرې ناکامۍ باید زده کړه وشي او طالبانو ته د مشروعیت بخښلو مشروعیت باید لاپراخ نشي.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته بېلابېلو هېوادونو د ناستو په ترسره کولو هڅه کړې چې له نورو سیاسي څېرو سره د طالبانو د تعامل زمینه برابره کړي ترڅو په افغانستان کې د ټولګډونه دولت د جوړېدو لپاره لاره اواره شي. خو طالبانو ددغو ناستو پایلو ته له پامه پرته په واک کې یو اړخیز پالنې ته دوام ورکړی او په هېواد کې د ټولګډونه دولت د جوړولو لپاره د طالب مشرانو په فکر کې د بدلون هېڅ څرک نه لیدل کېږي.