افغانستان

حکمت الله؛ هغه ماشوم چې د اته کسیزې کورنۍ د اړتیاوو برابروونکی دی

یوولس کلن حکمت الله څو کاله مخکې خپل مور له لاسه ورکړې ده. دغه ماشوم اړ دی چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو برابرولو لپاره کار وکړي.

هغه په خواشینۍ سره وايي، اقتصادي ستونزو نوموړی اړ کړی چې له سهاره د شپې ترناوخته د کابل ښار پر واټونو د خپلې اته کسیزې کورنۍ لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو په لټه کې شي.

حکمت الله وایي چې تودې جامې او مناسب بوټان نه لري او هر سهار له خپلو وروڼو سره نهه او لس کلن دي پلي له تایمني سیمې د ښار مرکز ته ځي او د چرګانو هګۍ پلوري.

حکمت الله زیاتوي: «سهار وختي له کوره وځو او هوا ډېره سړه شوې ده. په دې ساړه ژمي کې تودې جامې او سم بوټان نه لرو چې لږ ګرم وو ترڅو کار وکړای شو او د خپلې کورنۍ لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ راوړو.»

په دې ورځو کې د پلازمیني په کوڅو کې د حکمت الله په شان ګڼ شمېر ماشومان لیدل کېږي چې له سهاره ترماښامه د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره سخت کارونه کوي.

حکمت الله وایي چې د ښوونځي په پنځم ټولګي کې ده خو نه شي کولای د خپلو همزولو په شان لوبې وکړې او درس ووايي.

سعدیه ۱۹ کاله عمر لري او د حکمت‌الله مشره خور ده، هغه وایي: «څلور کاله ښوونځي ته ولاړم، کله چې کوچنۍ وم مور مې مړه شوه او ښوونځي ته مې دوام ورنه‌کړ. څوک نه وو چې له وروڼو مې ساتنه وکړي او اړ شوم چې ښوونځی پرېږدم، په کور کې مې له خپلو وروڼو ساتنه کوله. کله مې چې مور ژوندۍ وه په بګرام کې مو ژوند کاوه، د هغې له مړینې لس کاله کېږي.»

د حکمت‌الله پلار وزګار دی او دا کورنۍ کابل ښار کې په یوه نمجنه تل‌خونه کې ژوند کوي.

سعدیه وایي، چې له څو میاشتو راهیسې نه دي توانېدلي د دې ځای کرایه او د برېښنا لګښت ورکړي.

سعدیه وایي: «څو میاشتې کېږي د کور کرایه او د برېښنا لګښتونه مو نه دي ورکړي، کور مو هېڅ لمر نه لري. د سونتوکي نشته چې ځانونه پرې ګرم کړو. شپه ورځ په سختۍ تېروو په یوه تل‌خونه کې ژوند کوو، چې ډېر نم لري او د ژوند ځای نه دی له ناچارۍ مو دې ځای ته پناه راوړې ده.»

سعدیه چې کلونه کېږي د مور پر ځای له خپلو وروڼو ساتنه کوي، وایي: «یو ورور مې چې ۱۷ کلن دی د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله رواني ناروغي ورته پیدا شوې ده. شوک پرې راځي، ځان وهي او وضعیت یې ډېر خراب دی، له بېوزلۍ ونه‌توانېدو چې درملنه یې وکړو.»

سعدیه زیاتوي، چې ډېری شپې او ورځې په لوږه تېروي او مشر ورور یې د پور په پيسو ایران ته ولاړ، خو بېرته یې راوایسته.

له دې مخکې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان افغانستان کې د بېوزلۍ له زیاتوالی اندېښنه څرګنده کړې او ویلې یې دي، چې افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي.