افغانستان

طالبانو د افغانستان په دوو بهرنیو بنسټونو کې د ښځو له حضور سره موافقه وکړه

طالبانو په تېرو درېیو ورځو کې په افغانستان کې په پاملرنه (کي یر) او د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق (سیف دی چلډرن) مرستندویه بنسټونو کې د ښځو له حضور سره موافقه کړې ده.

دوشنبې د مرغومي په ۲۶مه نېټه «پاملرنې» موسسې اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د روغتیا او تغذیې په برخو کې بیا پیل کړی دی.

دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له طالبانو یې په دې اړه د اړتیا وړ ډاډ ترلاسه کړی چې ښځینه کارکوونکې کولای شي په دغه بنسټ کې په ډاډه زړه کار وکړي.

پاملرنې (کي یر) موسسې په افغانستان کې له نادولتي بنسټونو سره د ښځو د کار د مخنیوي په اړه د طالبانو د مرغومي میاشتې د درېیمې نېټې له پرېکړې وروسته خپل فعالیت درولی و.

دغه بنسټ ویلي چې د ښځینه کارکوونکو له حضور پرته چې ددغې موسسې د فعالیتونو مهمه برخه جوړوي نه شي کولای چې په افغانستان کې اړمنو ته په اصولي توګه رسېدنه وکړي.

د دې بنسټ مسوولینو زیاته کړې چې په افغانستان کې روان انساني ناورین ته په پام سره د روغتیا او تغذیې په برخو کې د خپلو فعالیتونو د پيلولو لپاره له دې فرصته هرکلی کوي.

د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ بنسټ (سیف دي چلډرن) د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، په دې اړه چې د دې بنسټ ښځینه کارکوونکې له کوم خنډ پرته کار کولای شي د طالب چارواکو له روښانه او باور وړ تضمینونو له ترلاسه کولو وروسته یې یو ځل بیا په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر پيل کړی دی.

خو طالبان په دې اړه چې دغو بنسټونو ته یې څه تضمین ورکړی ځواب نه ورکوي.

له دې مخکې طالبانو ویلي و چې روغتیایي برخې د دوی له دغې پرېکړې مستثنا دي.

په کابل کې د ناروې د کډوالۍ شورا (NRC)  کارکوونکې تمنا عزیزي چې کابو دوه کاله یې له دغه بنسټ سره کار کړی، اوس له نږدې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو له خوا له کاره منع شوې ده.

تمنا د څلورو ماشومانو مور ده چې خاوند یې تېر کال په ترافیکي پېښه کې له لاسه ورکړی دی.

هغه وايي، که څه هم د ناروې د کډوالو په شورا کې کار یې خپلو بچیانو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو یوازینۍ لار وه، خو تر خپلو ماشومانو زیاته د هغو وګړو په اړه اندېښمنه ده چې ددې بنسټ په مرسته یې ژوند له ناورین څخه ژغورل کېده.

هغې وویل: «زه د څلورو ماشومانو مور یم خو باور وکړئ ښايي وکولای شم د خپلو بچیانو لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړم، لږترلږه سرپناه خو لرم، هغو کورنیو ته ډېره ګرانه ده چې تر خېمو لاندې ژوند کوي یا یې کوټې را څاڅي او په دې تمه دي چې څه وخت به زموږ همکاران له دوی سره د مرستې لپاره ورځي.»

دا په داسې حال کې دي چې د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلاند چې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار کولو د څرنګوالي په اړه له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللی و، د یوې اونۍ له سفر وروسته یې د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل «په دردمن زړه» له افغانستانه ستنېږي.

د افغانستان په نادولتي موسسو کې د طالبانو له خوا د ښځو د کار له مخنیوی وروسته په دې هېواد کې اوو لویو مرستندویه بنسټونو خپل فعالیتونه درولي دي.