افغانستان

خلک: په سړه هوا کې له اقتصادي ننګونو سره مخ یو

په وروستیو ورځو کې د واورې له اورښت او سختې یخنۍ له زیاتوالي وروسته، یو شمېر خلک د نورو ستونزو ترڅنګ، د سون او خوراکي توکو د بیو له زیاتوالي شکایت لري.

دوی وایي، د وزګارۍ زیاتوالي ته په پام سره، له دې وضعیت سره د مقابلې لپاره هېڅ چاره نه لري او له دې حالته په تنګ شوي دي.

د کابل اوسېدونکې او د پنځو ماشومانو مور ۴۷ کلنه فریما وایي چې په دې ساړه ژمي کې د خوراکي او سون توکو د پېرلو وس نه لري او اوسني سخت وضعیت د دوی آرامي له سکون ترې اخیستی دی.

فریما زیاتوي: «پنځه کاله کېږي خاوند مې چې د سترې محکمې مخکینی کار کوونکی و، له لاسه ورکړی او د خاوند له مړینې وروسته مې هلته د اجیر په توګه کار کاوه د بچیانو نفقه برابروم؛ خو پر هېواد د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ وروسته، څو ځله دندې ته ولاړم او طالبانو ته مې عذر وکړ چې اجازه راکړئ کار وکړم، خو راته یې وویل چې زموږ په اداره کې ښځو ته ځای نشته او کور ته ستنه شه!»

فریما او بچیان یې په یوه کرایي کور کې اوسېږي. هغه وايي چې د کرایې د ورکړې وس نه لري او د خاوند له وفات وروسته د خپلې اته کسیزې کورنۍ سرپرسته وه چې اوس نه شي کولای کار وکړي.

هغه په دوام کې د شته ننګونو او د خپلو بچیانو د ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي چې غواړي درس ووايي ترڅو وکولای شي خپل راتلونکی جوړ کړي.

دغه مېرمن له درده ډکه زړه او اوښکو ډکو سترګو سره زیاتوي: «دو ورځې کېږي چې زه او بچیان مې وږي یوو او د خوړو لپاره څه نه لرو. څو ځله مو پرېکړه وکړه چې د بې وزلۍ له امله ځانوژنه وکړم. زه له طالبانو غواړم اجازه راکړي چې ښځې او نجونې ښوونځي، پوهنتون او دندو ته ولاړې شي.»

د دې کورنۍ دوولس کلن زوی شیرزاد د اتم ټولګي زده کوونکی دی. هغه د زده کړو ترڅنګ په کابل ښار کې پر کراچۍ سخت کار کوي.

هغه زیاتوي چې د ورځې کابو ۳۰ تر ۴۰ افغانۍ کار کوي او که کومه ورځ ونه توانېږي چې کار وکړي نه پوهېږي چې څه ډول کور ته ولاړ شي.

په اوسني وخت کې په کابل کې د ډبرو سکرو بیه څه د پاسه ۱۳ زره افغانۍ، د یو کیلو ګازو بیه اویا تر ۷۵ افغانۍ او د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي. له بلې خوا د پيازو بیه له دوه سوه ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

افغانستان په تېره یوه اونۍ کې له سختې سړې هوا سره مخ شوی او زیات شمېر کورنۍ په دې شرایطو کې له ستونزو سره مخ دي او سلګونه څاروي د یخنۍ له امله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د بشري حقونو نړیوال سازمان په روان ژمي کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو خبر ورکړی و.