سوداګري

په کندز کې د چرګانو غوښې د تولیداتو ۴۰ سلنه کمښت

د کندز ولایت د چرګانو یو شمېر فارم لروونکي وایي چې له نورو هېوادونو د چرګانو واردات د دې لامل شوي چې د دوي د پلور بازار کم او نه جبرانېدونکي مالي زیانونه ورته ورسېږي.

دغه فارم لروونکي د چرګانو غوښې د پلور د کمښت له امله اړ شوي، خپل تولیدات له لګښتونو په ټیټه بیه وپلوري او لوی اقتصادي زیان ورته ورسېږي.

د چرګانو د غوښې تولیدوونکي په داسې حال کې په بازار کې د چرګانو د پلور د کمښت او غوښې د بیې د لوړېدو خبره کوي چې د دوي په وینا د چرګانو په هره کیلو غوښه کې دېرش تر ۴۰ افغانۍ زیان مومي.

دغه فارم لروونکي وايي چې په تېرو وختونو کې دوی شاوخوا ولایتونو له هغې جملې، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو کې د چرګانو غوښه صادروله؛ خو اوس له بهرنیو هېوادونو څخه د چرګانو غوښې وارداتو د زیاتوالي له امله، د دوی د تولیداتو بیه ټیټه شوې ده.

سمیع الله او امین الله د کندز ولایت دوه فارم لروونکي دي چې له کلونو راهیسې د چرګانو په روزنه بوخت دي. دوی د خپل کاروبار په اړه د شکایت په کولو سره وايي چې د هغوی عواید له نیمايي هم کم شوي دي.

له بلې خوا، په کندز کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په تېرو وختونو کې په دې ولایت کې د چرګانو یو زر او سل فارمونه فعال وو چې اوس یوازې ۴۰۰ فارمونه فعالیت لري او نور د اقتصادي زیانونو، پراخو مالي ستونزو او امکاناتو د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

د دوي په وینا، په کندز کې د چرګانو غوښې تولید ۴۰ سلنه کم شوی دی.

د ویلو ده چې د جمهوري نظام له سقوط او طالبانو له واکمنېدو وروسته، ډېری هېوادوالو  د اقتصادي ستونزو د زیاتوالي او کاروبار د کمښت له امله خپلې دندې له لاسه ورکړې او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې ژوند سختېږي.