افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت په مخکې چاودنې لسګونه تنه قرباني کړل

د بهرنیو چارو په وزارت کې سرچینې وايي چې د نن مازدیګر په چاودنه کې څه د پاسه لس تنه مړه او ۲۶ نور ټپیان شول.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي آمو ته تایید کړه چې په دې پېښه کې لږترلږه ۲۶ تنه ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، چاودنه د مازدیګر په ۳:۳۸ رامنځته شوې ده. هغه همداراز آمو ته وویل: «دا هغه وخت و چې د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي د خپلو ګوتو له ثبتولو وروسته، په پراخه توګه له وزارته وځي.» د هغه په وینا، د بهرنیو چارو وزارت مامورین هره ورځ په دې ساعت د ګوتو د ثبتولو لپاره د وزارت د وتلو دروازې ته نږدې د خپلو ګوتو د ثبتولو لپاره راټولېږي. هغه په دوام کې وویل: «دښمن په دقیق ډول دا وخت انتخاب کړی ترڅو د تلفاتو شمېر لوړ کړي.» 

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د آمو خبریال ته د «۵ ملکي کسانو» وژل کېدل تایید کړي دي.

خو نورې سرچینې آمو ته وايي چې ددې پېښې د تلفاتو شمېر له دې زیات دی چې طالبانو خپور کړی.

له دې جملې د بهرنیو چارو وزارت یو مخکینی دیپلومات وایي چې ډېری قربانیان د دې وزارت کارکوونکي دي. د هغه په وینا تراوسه د اوو تنو مړي پېژندل شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت د دغه مخکیني چارواکي په وینا، ډېری قربانیان د دغه وزارت ټیټ پوړي کارکوونکي دي.

له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل آمو ته وایي چې چاودنه د وزارت له دروازې بهر شوې ده.

په ځینو ټولنیزو شبکو کې داسې ګمانونه خپاره شوې چې، چاودنه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره د چینايي چارواکو له کتنې سره همهاله شوې ده.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ددې ناستې په اړه راپورونه رد کړل او زیاته یې کړه: «له چینایانو سره هېڅ ناسته نه وه روانه، چاودنه د بهرنیو چارو وزارت له دروازې لږ لیرې ګلبهار سنټر ته نږدې پر سړک شوې ده.»

تکل همداراز زیاته کړې: «ددې پېښې د تلفاتو کره شمېر تراوسه نه دی روښانه شوی او امنیتي ډلې سیمې ته رسېدلې او د پېښې د څېړلو په حال کې دي چې امنیتي ارګانونه به د تلفاتو شمېر اعلان کړي.

انځورونه څه وایي؟

هغه انځورونه چې له دې پېښې د آمو لاس ته رسېدلي دي ښيي، چې چاودنه د بهرنیو چارو وزارت دروازې ته مخامخ شوې ده. په یوه له دغو انځورونو کې لیدل کېږي چې لږترلږه ۱۳ تنه پر سړک لوېدلي دي. په دې انځور کې یو امبولانس موټر، یو ګړندی موټر او همداراز د پولیسو یو رنجر موټر لیدل کېږي. د طالبانو کسانو هم د پېښې په ځای کې تر سترګو کېږي.

روښانه نه ده چې دغه انځور له چاودنې څه موده مخکې اخیستل شوی دی.

په یوه بل انځور کې لیدل کېږي، په داسې حال کې چې ۱۲ تنه پر سړ پراته دي، دوه قربانیان هڅه کوي ترڅو له ځایه پاڅېږي.

درېیم انځور ښيي چې څلور تنه پر سړک لوېدلي دي. روښانه نه ده چې ایا دغه کسان په هماغه لومړۍ شېبه کې مړه شوي یا د دې پېښې له ټپیانو دي.

د دغو انځورونو ترمنځ د وخت واټن روښانه نه دی.

قربانیان

طالبانو د قربانیانو د شمېر په اړه معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی دی. په ډېری مواردو کې روغتونونه او رسمي بنسټونه د قربانیانو شمېرې رسنیو ته نه ورکوي.

خو د پېښې د شاهدانو د معلوماتو له مخې ډېری قربانیان ایمرجنسي، جمهوریت، ۴۰۰ بستریز او د وزیر اکبرخان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د وزیر اکبرخان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې مسوولین وایي چې تر اوسه درې مړي او دوه ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

ایمرجنسي روغتون چې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه دی او په معمول ډول قربانیان هلته لېږدول کېږي، د قربانیانو د شمېر په اړه یې د آمو ټلویزیون د خبریال پیغام ته ځواب ونه‌کړ.

غبرګونونه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دغه برید یو «ترهګریز اقدام» بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.

په همدې حال کې د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ټویټرپاڼه دا برید «ترهګریز، بشري ضد جنایت او د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف» بللی دی.

د سولې عالي شورا مخکیني رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په خپل ټویټر کې ویلي: «دا د نه بښلو وړ جنایت د اسلامي او انساني اصولو خلاف دی.»