افغانستان

د ژمي پیل او هېواد کې د ګاز نیونې له امله د مړینې زیاتوالی

افغانستان کې د هوا په سړېدو سره د ګاز نیونې له امله مړینې زیاتې شوې دي. په ترټولو تازه مورد کې د شغنان ۳ تنه اوسېدونکي چې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌اباد ښار  په بتاش سیمه کې اوسېدل د ګاز نیونې له امله مړه شول.

د قربانیانو خپلوان وایي چې د بې‌احتیاطۍ او بېوزلۍ له امله خلک نه شي کولای باکیفیته او بې‌زیانه سونتوکي وپېري او داسې پېښې رامنځته کېږي.

کابل کې د ګاز نیونې د یوه قرباني خپلوان رسول نوابي وايي چې په تېره یوه نیمه میاشت کې یې شپږ خپلوان د ګاز نیونې له امله مړه شول چې د هغوی په منځ دوې ښځې او څلور ماشومان هم شامل وو.

هغه په دوام کې وویل: «موږ له درېیو ورځو وروسته خبر شوو چې دوی له منځه تللي او د دې ښځې خاوند چې مړه شوې وه، په ایران کې کارګر و او په کمو پیسو یې د خپلې کورنۍ نفقه برابروله.»

دا یوازینۍ پېښه نه ده چې د هېواد وګړي د ګاز نیونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په تېره یوه اونۍ کې ۴ تنه په خوست او یو تن په کندهار کې د دې له امله مړه شول او په کابل او زابل کې هم د څو تنو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي وو.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي بېوزلي، بې‌احتیاطي او له کم کیفیت لرونکو او نه تصفیه شویو سونتوکو کار اخیستل په هېواد کې د ګاز نیونې پېښو د زیاتېدو لامل بولي.

نسرین محمدي چې په کابل کې ژوند کوي وایي، چې اوسمهال ټول خلک له بېوزلۍ او ستونزو سره مخ شوي دي او هغوی په سختۍ سره خپلې ګېډې مړوي.

اغلې محمدي دوام ورکړ: «د سونتوکو د پېرلو وس نه لرم په دې سړه هوا کې په صندلۍ کې د ګازي بخارۍ په اېښودو خپلې شپې ورځې تېروم.»

بې‌احتیاطي او د ګاز نیونې له امله مړینې

د کابل د طب پوهنځي محصل مطیع‌الله په دې اړه وایي، د دې ترڅنګ چې خلک د معیاري سونتوکو د پېرلو وس نه لري، ډېری خلک په دې برخه کې بې‌احتیاطي کوي.

هغه په دوام کې څرګنده کړه: «د ژمي په موسم کې باید د ډبرو سکرو او نورو بخاریو ته پاملرنه وکړو ترڅو له ناوړه پېښو مخنیوی وشي او باید د ګاز ډبې د خوب په خونه کې پرې‌نه‌ښودل شي. هر ځل چې د ګاز له ډبې کار اخیستل کېږي، باید ډاډمن ووسئ چې ګاز کومه ستونزه نه لري او له کوم ځایه ګاز نه وځي.»

اوسمهال د کابل په بازارونو کې یوه کیلو ګازه په ۷۰ افغانۍ، د یوه خروار لرګیو بیه ۸ زره افغانۍ او د یو ټن د ډبرو سکرو بیه ۱۲ زره افغانۍ ده.

له دې سره، افغانستان کې د ژمي په موسم کې کورنۍ د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره له ډبرو سکرو او ګاز څخه ګټه اخلي چې د ګاز نیونې په څېر د مرګونو پېښو لامل ګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې زیات شمېر کسان د بې پامۍ او ګاز نیونې له امله مړه شوي دي؛ خو په دې برخه کې د نه پوهاوي او اقتصادي ستونزو له کبله، لا هم خلک له ګازي بخاریو کار اخلي چې په ډېری مواردو کې د بې‌احتیاطۍ له امله د خلکو د مړینې لامل ګرځي.