سوداګري

د کندز په قلعه زال کې د بازار له خراب وضعیته د غالۍ اوبدونکو شکایت

عبدالرحمن د کندز په قلعه زال ولسوالۍ کې یو غالۍ اوبدونکی دی چې له څه د پاسه لسو کلونو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د افغانستان د ګرانبیه غالیو په اوبدلو بوخت دی له آمو ټلویزیون سره په مرکه کې وایي: «څو کاله کېږي چې په دې ولسوالۍ کې دا صنعت پيکه شوی او هېڅوک یې پوښتنه نه کوي.»

د هغه په وینا دا صنعت چې له کلونو راهیسې په دې ولسوالۍ کې په یوه دود بدل شوی و اوس له ځوړتیا سره مخ شوی دی.

د کندز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ یو بل غالۍ اوبدونکی قزاق چې د غالۍ اوبدلو ترڅنګ د غالیو د انځور کاږلو کارخونه لري وایي: «د تېر په پرتله د غالیو د پلور بازار پيکه شوی دی. په تېرو وختونو کې به د ورځې لس غالۍ د پلور او نقش ایستلو لپاره ددې ولسوالۍ له لیرې او نږدې کلیو دلته راوړل کېدې، خو اوس په یوه میاشت کې دوې یا درې غالۍ راوړل کېږي.»

هغه په بازار کې د تارو لوړې بیې او د پېرلو لپاره یې بې وسي ددغه صنعت د ځوړتیا لاملونه بولي او وايي: «په تېرو وختونو کې په دې ولسوالۍ کې ظریفې غالۍ اوبدل کېدې چې بې سارې وې او دغه غالۍ به مشتریانو په لوړه بیه پېرلې خو اوس یې پېرودنکي نشته.»

د قلعه زال ولسوالۍ په بازار کې چې هرې هټۍ ته ورځې یوازې په دې ولسوالۍ کې جوړې شوې غالۍ پکې پلورل کېږي.

ښکلي او په زړه پورې نقشونه چې له لیرې د لیدونکي پام وراړوي او هغه کوچنۍ غالۍ چې د نمونې په بڼه د پېرودونکو لپاره اېښودل شوې ددې ولسوالۍ د غالۍ اوبدلو د ظرافت ښودنه کوي.

ددغې ولسوالۍ په بازار کې یو غالۍ پلورونکی ګلاب الدین وايي: «دا غالۍ په سختۍ او لاس سره اوبدل کېږي. دا غالۍ ډېرې ارزښتمنې دي، په تېرو کلونو کې سوداګر راتلل او له موږ به یې غالۍ پېرلې. خو څه موده کېږي چې څوک یې د پېرلو لپاره نه راځي، کله چې خلک خپلې غالۍ د پلور لپاره راوړي موږ ورته وایو، بازار نشته.

د غالۍ اوبدلو صنعت د کندز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ د اوسېدونکو د عوایدو اصلي سرچینه وه او اوس یې بازار له لاسه ورکړی. د خامو موادو بیه او له هېواده بهر ته د غالیو د صادراتو نشتوالی او همداراز له غالۍ اوبدونکو نه ملاتړ دوی اړ کړي چې له دې کاره لاس واخلي.

فرهنګیان باوري دي چې غالۍ اوبدل نه یوازې یو صنعت بلکې د کندز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ د ترکمنانو د کلتوري هویت یوه برخه ده، خو ځوړتیا یې د دغې ولسوالۍ پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.