ښځې

مریم: لور مې له طالبانو سره د جبري واده له وېرې ځانوژنه وکړه

مریم ۱۵ کاله د افغانستان د ملي پولیسو په لیکو کې کار کړی دی. هغې ۱۰ کاله مخکې خپل خاوند له لاسه ورکړی او د یوه زوی او درېیو لوڼو د سترولو ستونزې یې په یوازیتوب ګاللې دي.

دا کیسه په اصل کې د یوې مور رنځ څرګندوي چې لور یې د دندې قرباني شوه.

کله چې سلام کوي غږ یې لړزېږي او په ناهیلۍ پوښتي: «زما د غږ خپرول کوم درد ته درمل کېږي؟ ایا نازدانه لور مې بېرته ژوندۍ کېږي؟ ایا څوک مې ملاتړ کوي؟ څوک کولای شي زما د تلپاتې ټپ درملنه وکړي؟»

مریم دوام ورکړ: «اخ لورکۍ مې، زما ښکلې لور تر خاورو لاندې شوه. اوس زه د هغې د نشتون کړاو څنګه وزغمم.»

دا یوې دردمنې او رنځېدلې مور پوښتنې دي چې خپل ځوانه لور یې له لاسه ورکړې ده، هغه مړینه چې د لور لپاره یې ژر و او هغه درد چې د مریم لپاره ګران دي.

هغه ژور ساه اخلي او دوام ورکوي: «هغه ترخه او تیاره ورځ (د طالبانو په لاس د نیمروز د سقوط ورځ) هېڅکله نه هېروم، جمعه وه او ټولو منډې وهلې ترڅو ځان او خپلې کورنۍ وژغوري. ټول پوځیان د شپې له خوا د ایران د پولې له لارې وتښتېدل. خو ما د دې له امله چې سرپرست مې نه درلود، ونه‌توانېدم چې وتښتم. ښار کې چوپتیا وه او ټول ځایونه د طالبانو د بیا راتلو له وېرې ډک وو. خلک په خپلو کورونو کې پټ وو. طالبانو د ټول نیمروز کنټرول په لاس کې اخیستی و او یوازې چهاربرجک د والي په کنټرول کې و.»

مریم د طالبانو له خوا د نیول او وژل کېدو له وېرې د خپلو درېیو لوڼو او زوی لاس نیسي ترڅو یوه لیرې کلي ته ولاړه شي. کوم ځای کې چې یې ژوند کاوه ټول پوهېدل چې هغه پولیسه ده.

هغه نه پوهېده چې دا بلا به له زرنج ښاره تر کلي پسې ورشي.

هغه د کوڅې تر خولې راځي او د طالبانو په لیدلو وېریږي او بېرته کور ته ګرځي او درې ورځې له کوره نه‌وځي. د نیمروز د سقوط پر څلورمه د شپې ۹ بجو شاوخوا یې دروازه ټکول کېږي.

مریم د دروازې تر شا پوښتي: څوک یې؟ له چا سره کار لرې؟

طالبان بیا په غوسه دروازه ټکوي: «دروازه خلاصه کړه له اسلامي امارته د تلاشۍ لپاره راغلي یو.»

خپل کارتونه ښيي او مریم د دروازې له پرانیستو پرته بله لار نه لري.

مریم هغه ورځ یو بد خوب بولي او په اوښلنو سترګو دوام ورکوي: «۷ تنه طالبان زموږ کور ته دننه شول. پوځي جامې يې ولیدلې که څه هم پوهېدل چې زه پوځي یم، ځکه د سیمې خلکو راپور ورکړی و. له تلاشۍ شېبه وروسته یې زما ۱۶ کلنې لور افسانې ته پام شو. کله مې چې د هغوی سترګو ته وکتل، ټول ځان مې ولړزېد. له ډېرې وېرې مې نږدې سکته کړې وه. ما فکر کاوه چې شاید له ځان سره مې بوزي. له دې په ناخبرۍ چې وحشیان زما د معصومې لور په آند وو.»

طالبانو د مریم په کور کې له تلاشۍ وروسته وسله پیدا نه کړه او ورته یې وویل: «موږ د پوځیانو له کورنیو غنیمت اخلو. لور دې باید مجاهدینو ته په نکاح ورکړې دا د جهاد دود دی.»

مریم د دې خبرې په اورېدو وېریږي او وایي: «لور مې لا ماشومه ده او تر اوسه د ژوند په مانا نه پوهېږي.»

طالبان ورته وایي چې باید د دوی دا امر ومني او تر سبا د نکاح لپاره چمتوالی ولري.

د طالبانو له تلو وروسته هغه د جومات ملا او د کلي مشر ته ورځي او له هغوی مرسته غواړي؛ خو هغوی رد ځواب ورکوي. مریم د هغې شېبې په اړه داسې وایي: «ټول وېرېدل او هېچا مرسته راسره ونه‌کړه. هرې دروازې ته چې ورغلم چا مې غږ وانه‌ورېد.»

مریم ژوره ساه اخلي او دوام ورکوي: «هغه شپه تر مې تر سهاره خوب ونه کړ. ورور مې په کندز کې و، زنګ مې ورته وواهه ترې ومې غوښتل چې راشي او موږ له ځان سره بوزي. ویې‌ویل: سبا درروانېږم. ومې‌ویل: «ناوخته کېږي، هغوی (طالبانو) اخطار راکړی چې لور مې بیایي.»

ورور مې وویل: «صبر ولره هېڅ هم نه کیږي.»

لور مې افسانې چې د طالبانو خبرې یې اورېدلې وې، تر سهاره بې‌قراره وه او که څه هم ډاډ مې ورکاوه خو هوښياره نجلۍ وه او د دې درد ژوروالی یې تر ما زیات حس کاوه.

مریم خپلې خبرې دروي؛ د لور د لیرې‌والي کړاو او ژړا ترې د کیسې کولو وس اخلي. لږ چوپه پاتې کېږي.

دا اوږده شپه پایته رسېږي او اسمان رڼا کېږي. خو د مریم لپاره دا ترټولو ترخه، اوږده او تیاره ورځ ده.

مریم او لور یې افسانه د سهار له لمانځه وروسته لږ څه ويدې کېږي. خو دغه خوب د مریم لپاره ترخه پایله لري او د افسانې سره یې وروستۍ لیدنه وه.

کله چې سترګې پرانیزي، افسانه یې ترڅنګ نشته. خو زهرا، پروانه او عیسی راپاڅېدلي دي.

مریم چې غږ یې لړزېږي وایي: «له هغوی مې وپوښتل، افسانه چېرته ده؟ ټول ناخبره وو. ټول کور کې وګرځېدم، لور مې نه وه. ناڅاپه مې په انګړ کې د تشناب دروازې ته پام شو چې تړلې وه. غږ مې وکړ افسانې لورې دلته یې؟ ولې غږ نه کوې، څو ځله مې چیغې درته ووهلې، غږ مې نه اورې؟ دروازه مې پرانیسته.»

مریم له دې خبرې سره ژاړي له ما غواړي چې د کیسه دوام بل ځل راته ووایي. خو ما هغې ته لږ ډاډ ورکړ او ارامه مې کړه.

له هغې وروسته چې اوښکې یې پاکې کړې دوام یې ورکړ: «د تشناب دروازه مې پرانیسته. په سترګو مې تپه تیاره شوه. احساس مې وکړ چې په زړه مې مرمۍ ولګېده پرانیستې کړکۍ مې ولېده چې د مریم سور ټکرۍ پرې تړل شوی دی. خو خپله نشته، پښې او لاس مې سست شول کله چې پر بوشکې ودرېدم د لور مړی مې د ګاونډي په خالي انګړ کې ځړېدلی و، ډېره ووېرېدم. له ګاونډیو مې مرسته وغوښته او هغه مې راپورته کړه.»

مریم د خپلې لور د مړي له لیدو وروسته رواني فشار نه شي زغملای او بې‌هوښه کيږي.

۱۴ کلنه، ۱۳ کلنه او ۱۰ کلن ماشومان یې د خپلې مور او خور شاوخوا ژاړي او ګاونډي هغوی خپل کور ته بیايي او مړی په یوه کمپله کې سړې خونې ته لېږدوي.

د مریم چغې ډېرې دردوونکې کېږي او دوام ورکوي: «کله چې په هوښ راغلم د لور جسد مې نه و. د یوې مور په توګه مې مسوولیت درلود چې ساتنه ترې وکړم، خو ونه‌توانېدم. د تیاره راتلونکي غم د دې لامل شو چې ځان وځړوي، لور مې زما د ژوند سختۍ او کړاوونه لیدلي و. هغه له طالبانو ډېره وېرېده. د جګړو پرمهال یې ویل: که طالبان راشي چېرته به تښتو!؟ د نیمروز د سقوط پر ورځ مې ماشومان لړزېدل خو ما هغوی بېرته ارامول.»

مریم وایي: «کله چې مې د خپل اولاد د له لاسه ورکولو درد حس کړ، د خاوند غم مې هېر شو. ما خپل ماشومان په ډېرې خوارۍ لوی کړي دي. که څه هم د افغانستان په ټولنه کې ښځینه پولیسو ته ډېر په سپک نظر کتل کيږي، خو ما هر څه چې اورېدل پټول مې او د خلکو پېغورونو دردولم. خو د خپلو اولادونو د لویولو لپاره مې د خلکو پېغورونه زغمل. لور مې د ښوونځي د لسم ټولګي لومړۍ نمره زده‌کوونکې وه. غوښتل یې څارنواله شي خو له طالبانو سره د واده له وېرې یې خپلې هیلې له ځان سره یو ځای تر خاورو لاندې کړې.»

کله چې مریم د خپلې لور په اړه خبرې کوي له سترګو یې اوښکې بهېږي او په ژور درد او خپګان وایي: «ګاونډیو جسد سړې خونې ته ولېږداوه، تر دې چې بېګا ته مې ورور راورسېد. هغه زما د لور د ژغورنې لپاره کیلومترونه مزل کړی و، خو لور مې نور ژوندۍ نه وه. ورور مې د هماغې ورځې پر سبا د افسانې د خښولو لپاره چمتوالی ونیوه او د ماسپښین ۳ بجې یې هغه راوړه ترڅو ویې ګورم، پر غاړه ټپ لیدل کېده، خو څېره یې د سپوږمي په څېر ځلېده.»

دغه کړېدلې مور د یو نیم کال رنځ کیسه کوي: «هېڅوک نه شي کولای ما درک کړي. د هغې شېبې وضعیت نه شم بیانولای، یوازې دردېدلی زړه مې پوهېږي چې پر ما څه تېر شوي. د زړه ټوټه مې چې په ډېرو خواریو لویه کړې وه زما د سترګو پروړاندې د طالبانو له وېرې یې خپل ژوند پایته ورساوه.»

مریم وایي: «له هغې ورځې وروسته د ځمکې څېرې راته بدله شوې. طالبان هېڅکله نه شم بښلای، زما درد هېڅوک نه شي درکولای. هر ځل چې د نیمروز په کوڅو کې طالبان وینم زړه مې ټوټې ټوټې کيږي. خو هېڅ کار نه شم کولای، زما د لور قاتلان حکومت کوي. د خپلې دندې د له لاسه ورکولو، د یوازیتوب او بې‌سرپرستۍ، د اولادونو د لوږې لپاره دومره نه کړېږم، لکه د افسانې مړینې مې چې ملا ماته کړې. کله خیاطي کوم، کله ګاونډي مرسته کوي ترڅو زما د ماشومانو ګېډه مړه شي.»

د مریم خبرې چې پایته رسیږي، خپلې سترګې پټوم او دې ته فکر کوم چې ژوند تر ډبرې سخت او تر پولادو وسپنیز دی. خو له ټولو دردونو سره سره که هیلې دوام ومومي، ژوند به هم دوام وکړي.