افغانستان

غور کې د مخکیني حکومت د پوځیانو د پېژندنې لپاره د طالبانو هڅې

غور ولایت کې سرچینې وايي چې طالبانو د دغه ولایت د فیروزکوه ښار او نورو سیمو د جوماتونو امامانو ته په شفاهي توګه ویلي چې د مخکیني حکومت پوځیان وپېژنې او دوی ته یې راپور ورکړي.

غور ولایت کې یوه سرچینه د خپل نوم نه ښودلو په شرط آمو ټلویزیون ته وایي: «د طالبانو کسان تر یوې اونۍ زیاته موده کيږي چې د ښار جوماتونو ته ورځي او په خصوصي ډول له ملا امامانو غواړي چې پوځي کسان وپېژني او د هغوی د نوم، د پلار نوم او د اوسېدو د ځای په اړه خبر ورکړي.»

سرچینې د طالبانو د غوښتنې لامل د وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو لپاره د مخکیني حکومت د پوځیانو ځورول بولی.

هغه زیاته کړه: «د طالبانو امنیتي او استخباراتي بنسټونه د مخکیني حکومت د پوځیانو په لټه کې دي ترڅو وکولای شي وسلې او مهمات ترې واخلي. اخوا د مخکیني حکومت یو شمېر پوځیان چې د وروستیو بدلونونو له امله ګاونډیو هېوادونو لکه ایران ته تللي دي، بېرته راستانه شوي او طالبان غواړي چې د هغوی ځای په ډاګه کړي او وسلې ترې واخلي.»

په همدې حال کې د مخکیني حکومت ځینې پوځیان د طالبانو امنیتي او استخباراتي بنسټونو کې د دې ډلې د کسانو له ځورونو شکایت کوي او وایي، طالبان شپه او ورځ د هغوی کورونو ته ورځي او جنګي توکي ترې غواړي.

د جمهوري حکومت یو سرتېری چې نه غواړي نوم یې واخیستل د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «طالبان وخت ناوخت زما شمېرو ته زنګ وهي؛ ان څو ځله زموږ دروازې ته راغلل چې وسله راکړه، ما څو ځله ورته د وسلې تسلیمولو پاڼه ښکاره کړه؛ خو بیا هم له ما وسله غواړي او ګواښ راته کوي چې وسلې لرې او باید یې تسلیمې کړې.»

نظام‌الدین د مخکیني حکومت یو پوځي دی. هغه هم ورته کیسه لري او د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «طالبانو څو ځله د تومانچې له امله خپلې استخباراتي ادارې ته وغوښتم. ما ورته وویل چې د تسلیمولو پاڼه لرم، بیا یې راته وویل چې ملګرو ته دې ووایه چې خپلې وسلې موږ ته راوسپاري، که نه په زور هم چې وي ترې اخلو یې.»

غور کې هم د مخکیني حکومت پوځیان وایي، هر ځل چې په دغه ولایت کې د طالبانو په پوځي ادارو کې بدلون راځي، دا کسان مخکینیو پوځیانو ته ورځي او له هغوی د تسلیمولو پاڼې سره سره، وسلې او مهمات غواړي.

د هغوی په وینا د دې ډلې ډېری کسان د خپلو لوړپوړو چارواکو امر ته له پاملرنې پرته، مخکیني پوځیان ګواښي او رواني فشارونه پرې راولي.

هغوی د طالبانو دا کار ناسم بولي او له طالب چارواکو غواړي چې په دې ولایت کې خپلو کسانو ته امر وکړي ترڅو د تېر حکومت د پوځیانو له ځورولو لاس واخلي؛ که نه اړ دي چې هېواد پرېږدي او غیرقانوني کډوالۍ ته مخه کړي.

د دغو پوځیانو او سرچینو په وینا کومه عمومي بښنه چې طالبانو اعلان کړې، نه دي پرې ولاړ او د مخکینیو پوځیانو پر ځورولو سربېره همداراز په دې ولایت کې پوځیان او مشران وژني.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر لومړۍ ورځ غور ولایت کې د ولسي پاڅونوالو یو مخکینی غړی له خپل زوی سره یو ځای د فیروزکوه ښار په جر تیلک کلي کې په ډزو وواژه او له دې اقدام څخه موده وروسته یې هم یوه ښځینه پولیسه د شپې له خوا د خپلې کورنۍ په مخکې ووژله.