افغانستان

دوسیو ته د رسېدنې د بهیر له پڅوالي د «اس‌ ای ‌وي» وېزو د غوښتونکو شکایت

امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړو وېزو (اس‌ای‌وي) د ترلاسه کولو غوښتونکي د خپلو دوسیو د کارونو له پڅوالي اندېښمن دي.

یو شمېر افغانان چې د امریکا د کډوالۍ د ځانګړو وېزو په پروګرام (اس‌ای‌وي) کې شامل دي، خپلو دوسیو ته پر وخت له نه رسېدنې اندېښمن دي او وایي چې په ناوړه وضعیت کې دي او باید پاملرنه ورته وشي.

جاوید پویا له هغو کسانو څخه دی چې په دې بهیر کې شامل دی. هغه د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي چې شپږ کاله یې له امریکایي ځواکونو سره د امنیتي کمرو او ای‌ټي په برخه کې کار کړی دی.

هغه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د اس‌ای‌وي ویزې غوښتنه کړې او توانېدلی د دوسیې شمېره ترلاسه کړي؛ خو له څو میاشتو راهیسې په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

پویا وایي: «ډېره موده کېږي چې له خپل اصلي استوګنځي مې کډه کړې او له امنیتي ګواښ سره مخ یم. د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه زما او نورو غوښتنه دا ده چې ژرترژره زموږ دوسیو ته رسېدنه وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې نږدې د افغانانو لپاره د کډوالۍ نږدې ۸ زره ځانګړې وېزې تایید کړې او په دې حساب سره له ۲۰۱۴ کال راهیسې ۳۴ زره او ۵۰۰ ویزې افغانانو ته ځانګړې شوې دي.

محمد اشرف چې د امریکا د کډوالۍ وېزې یو بل غوښتونکی دی وایي: «ډېر کلونه مې له ناټو او ایساف ځواکونو سره کار وکړ او اوس په بشپړې بې‌برخلیکۍ کې یم. زما ټول کارونه بشپړ شوي او موږ ته ویل شوي چې ټلیفوني اړیکې ته په تمه اوسئ؛ خو د شپږو میاشتو په تېرېدو سره زموږ په کارونو کې هېڅ ډول پرمختګ نشته.»

هغه دوام ورکړ چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دی او نه شي کولای د خپلو کارونو د پرمخ بېولو لپاره درېیم هېواد ته ولاړ شي.

د خپرو شویو راپورونو له مخې د طالبانو په لاس د مخکیني حکومت له سقوط راهیسې د اس‌ای‌وي وېزو ۱۷۰ زره غوښتونکو د پناه اخیستو غوښتنه کړې چې په دې منځ کې ۷۰ زره د وېزو ترلاسه کولو ته په تمه دي او تر ۶۰ زره زیاتې نورې دوسیې جعلي وې.

میلاد سید خیلی یو بل کس دی چې د اس‌ای‌وي دوسیه لري وایي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۲۲ یې اقدام کړی؛ خو تر یوه کال د زیاتې مودې په تېرېدو په خپلو کارونو کې پرمختګ نه ویني او دا موضوع یې د اندېښنې لامل شوې ده.

هغه په دوام کې وویل: «اړوندو بنسټونو ته مې برېښنالیک ولېږه؛ خو څو میاشتې کېږي چې په تمه یم ترڅو یو ځواب ترې ترلاسه کړم او له اړوندو بنسټونو غواړم چې خپل کارونه ګړندي کړي ترڅو له بې‌برخلیکۍ وژغورل شم.»

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د روان کال په غبرګولي میاشت کې یې خپره کړې اعلان کړی، چې امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړو وېزو د صادرولو پروګرام یې د افغانانو لپاره ګړندی کړی دی.

د دغې خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې په درېیمو هېوادونو کې د امریکا د سفارت‌خونو د کارکوونکو له زیاتولو سره دغه بهیر ګړندی او شرایط اسانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دولت د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له پنځلسمې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو دوو اونیو کې د لېږد په الوتنو کې نږدې ۱۲۴ زره افغانان ایستلي دي.