نړۍ

نړۍ په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې

The city administration building hit by shelling in the course of Ukraine-Russia conflict in Donetsk, Russian-controlled Ukraine, October 16, 2022. Photo: Reuters.

نړۍ په ۲۰۲۲ زېږدیز کال له ډېرو هسکو او ټیټو سره مخ شوه. د روسیې او اوکراین جګړه، د پاکستان او ایران بدلونونه او همداراز په امریکا، چین او تایوان کې ځینې پېښې وشوې. ډېری دغو پېښو د افغانانو پر وضعیت اغېزې لرلې دي.

پاکستان

پاکستان یوازې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو اتو میاشتو کې د یوه لومړي وزیر (عمران خان) د ګوښه کېدو، د شهباز شریف واک ته رسېدو، د نظام پروړاندې د پراخو لاریونونو، پر مخکیني لومړي وزیر عمران خان د برید، د پوځ د لوی درستیز د بدلون، د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د اوربند د لغو کېدو او له طالبانو سره د پاکستان د اړیکو د خرابېدو شاهد و.

عمران خان د پاکستان په پارلمان کې د باور رایې له نه اخیستو وروسته د صدراعظمۍ له چوکۍ ګوښه شو او په تېر یوه کال کې یې په پاکستان کې تازه کړکېچونه رامنځته کړل.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د عمران له ګوښه کېدو مخکې د ده او د دغه هېواد پوځ په ځانګړې توګه د پاکستان په بهرني سیاست کې سخت اختلافونه ترمنځ سخت اختلافونه وو. ښاغلي خان د شهباز شریف له حکومت څخه د ټاکنو د ژر ترسره کېدو غوښتنه کوله؛ خو د پاکستاني اوسني لومړي وزیر شهباز شریف په ۲۰۲۳ کال کې د ټاکنو پر اصلي وخت له ټینګار سره د خان او د هغه د پلویانو غوښتنې ته مثبت ځواب ورنه‌کړ.

عمران خان د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر درېیمه نېټه په یوه لاریون کې کله چې له خپلو پلویانو سره د ښاغلي شریف د حکومت پر ضد یې حضور موندلی و، له وسله‌وال برید سره مخ شو او پښه یې ژوبله شوه.

هغه چې له پوځ سره پر لاس لرلو تورن و، د دغه هېواد په پارلمان کې د باور رایې له نه اخیستو وروسته یې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه د پاکستان له لومړي وزارت څخه د ده د ګوښه کولو پر دسیسې تورن کړی و.

په دې لړ کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف جنرال عاصم منیر چې د پاکستان له مخکیني لومړي وزیر عمران خان سره یې ښې اړیکې نه لرلې د پاکستان پوځ د نوي رییس په توګه معرفي کړ.

د پاکستان د اساسي قانون د ۲۴۳ مادې د ۳ بند له مخې د دغه هېواد ولسمشر د لومړي وزیر په وړانديز د پوځ لوړپوړي قوماندانان ګوماري. د پاکستان لومړی وزیر د پاکستان د لوړپوړو چارواکو او د دغه هېواد د پوځ د قوماندانانو په مشوره د لوی درستیز د ځایناستي د ګومارلو لپاره پرېکړه کوي. د پاکستان د پوځ عمومي قوماندان په هرو درېیو کلونو کې یو ځل بدلېږي.

له ۱۹۷۲ کال راهیسې د پاکستان د پوځ لپاره ۱۰ قوماندانان ټاکل شوي دي چې د هغوی د پنځو تنو ګومارل د اوسني لومړي وزیر د ورور نواز شریف له خوا شوي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک له خوا د اوربند ماتېدل په ۲۰۲۲ کال کې د پاکستان یو له مهمو پېښو څخه وه.

د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان د طالبانو په مرستې د پاکستان له حکومت سره اوربند کړی و.

په بنو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) بریدونه او د اسلام‌اباد په I-10 سیمه کې چاودنې دا ښيي چې ترهګریز بریدونه په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک د اوربند له ماتېدو وروسته زیات شوي دي.

د پاکستان په سویل لوېدیځ کې په کوېټه ښار کې د چهارشنبې په ورځ ځانمرګی برید وشو، چې په پایله کې یې د یوه پولیس په ګډون څلور ته مړه او ۲۳ نور ټپیان شول.

پاکستان کې ترسره شویو بریدونه افغانستان کې د طالبانو دغه ملاتړی هېواد له هغوی سره مخالفت ته اړ ایستلي دي. د ډیورنډ سرحدي کرښې په شاوخوا کې د طالب جنګیالیو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ نښتې او د پاکستاني چارواکو خبرې د اړیکو د خرابېدو ښکارندویي کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رعنا ثناءالله اسلام‌اباد کې په یوه خبري ناسته کې په دې اړه وویل: «ګورئ، دا ژمنه یوازې زموږ لپاره نه ده؛ بلکې د ټولې نړۍ لپاره ده. هغوی (طالبانو) ټولې نړۍ ته ژمنه ورکړې چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پرضد ونه‌کارول شي. سره له دې چې طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان له خوا د بریدنونو د مخې نیولو ژمنه وکړه؛ خو تراوسه یې پر خپلې ژمنې عمل نه دی کړی.»

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم په یوه خبري ناسته کې له طالبانو غوښتي و، چې اجازه ورنه‌کړي د افغانستان خاوره د دغه هېواد د ګاونډیو پر ضد وکارول شي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په تېرو اتو میاشتو کې د عمران خان له ګوښه کېدو او د هغه له خوا له رامنځته شویو ستونزو وروسته د ډالرو پروړاندې د کلدارو ارزښت کم شوی او د دغه هېواد «فلج» اقتصاد د له منځه تلو په حال کې دی.

د امریکا دولت هم په دغه هېواد کې د وضعیت له خرابېدو سره د خپل سفارت له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې د رخصتۍ په ورځو کې د پاکستان بېلابېلو سیمو ته له تلو ډډه وکړي.

په دې لړ کې اسلام‌اباد کې د پاکستان د سولې مطالعاتو د موسسې(PIPS)  په وینا پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې د ترهګریزو بریدونو ۴۲ سلنه زیاتوالي شاهد و. دغه بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک په یوازیتوب په تېر زېږدیز کال کې د ۸۷ بریدونو مسوولیت پرغاړه اخیستی دی چې د دغو بریدونوو له امله ۱۵۸ تنه وژل شوي دي.

دغه شمېر د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۸۴ سلنه زیاتوالی ښيي. تېره ورځ بلومبرګ رسنۍ راپور ورکړی چې د پاکستان پوځ ویلي، د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره افغانستان کې د طالبانو د ځایي برخو پر ضد پوځي عملیات پیلوي.

په دغه راپور کې د پاکستان پوځ له قوله راغلي: د دې په خبرداري سره چې د پاکستان پوځ له ترهګرو سره له توپیر پرته مبارزه کوي؛ خو له بلې خوا د افغانستان ځایي طالبانو په ټوله سویلي اسیا کې خپل بریدونه بیا پیل کړي دي.

ایران

د مهسا امیني وژل کېدل، سخت اقتصادي بندیزونه او پر روسیې د جنګي توکو پېرل ترټولو ستر موارد دي چې په ۲۰۲۲ کال یې د ایرانیانو او نړیوالې ټولنې سختې اندېښنې راوپارولې.

د مهسا امیني وژل ایران کې د وروستیو میاشتو مهمه پېښه ده چې له ایرانه بهر او دننه د پراخو اعتراضونو او غبرګونونو لامل وګرځېده. مهسا امیني ۲۲ کلنه ایرانۍ نجلۍ وه چې د ایران د اخلاقي پولیسو له خوا له نیول کېدو وروسته ووژل شوه او نوم یې په ټولنیزو شبکو کې په میلیونونو ځله تکرار شو.

د ایران د بشري حقونو بنسټ د ډسمبر پر ۲۲ ایران کې د سراسري پاڅون د اړوند وژل شویو ۵۷۳ کسانو د مړینې څرنګوالی او نومونه چې د ایران د حکومتي مامورینو له خوا وژل شوي اعلان کړل.

د ایران د بشري حقونو سازمان د راپور له مخې د ۲۰۲۲ کال د نومبر تر څلورمې نېټې د وژلو ترټولو زیاتې پېښې په ترتیب سره په سیستان‌وبلوچستان، مازندان، تهران، کردستان او ګیلان کې وې.

د دغه راپور له مخې د ایران په وروستیو اعتراضونو کې د سپټمبر له اوولسمې د ډسمبر تر اوولسمې ۴۹۶ تنه وژل شوي دي. له دې منځه ۶۸ تنو یې تر ۱۸ کلونو کم عمر درلود.

د ایران د بشري حقونو بنسټ په دغه راپور کې د ډسمبر تر ۱۷ په اټکلي توګه د نیول شویو کسانو شمېر ۱۸۴۵۲ تنه اعلان کړی دی.

د ایران دولت یوازې له لاریونونو سره نه و مخ؛ بلکې د اټومي توکو د غني کولو په تړاو د امریکا اقتصادي بندیزونو هم د دغه هېواد د وګړو پر وضعیت بې شمېره اغېزې لرلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران تل اټومي جنګي توکو ته د لاسرسي لپاره هڅې رد کړې دي او ویلي یې دي چې د دغه هېواد اټومي تنکنالوژي یوازې د ملکي موخو لپاره ده.

د اوکراین او روسیې جګړه

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې د اوکراین د ژرترژره نیول او د ولادیمیر زلنسکي دولت د پرځولو لپاره خپل برید پیل کړ.

د فبروري د ۲۴ پر سهار روسیې پر اوکراین برید وکړ او د اوکراین پر لور یې ۱۰۰ توغندي وتوغول او له هغې وروسته پر اوکراین د روسیې ځمکنی برید پيل شو.

په شمال کې له بلاروس څخه د کي‌یف پر لور په ختیځ کې د روسیې له لوېدیځ څخه خارکف خوا ته او په سویل کې له کریمیه تر خرسون پورې د روسیې برید پيل شو.

لوړپوړی امریکایی پوځي اټکل کوي چې نږدې سل زره روسي سرتېري او سل زره اوکرایني سرتېري له روسیې سره د اوکراین په جګړه کې مړه او ټپیان شوي دي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي هم وویل چې کابو ۴۰ زره ملکي وګړي له نښتو وروسته مړه شوي دي. دغه څرګندونې ترټولو لوړ اټکلونه دي چې د لوېدیځ د یوه چارواکي له خوا د اوکراین او روسیې د جګړې د تلفاتو په اړه وړاندې شوي دي.

هغه همداراز وویل له مسکو سره د خبرواترو د بیا پيل لپاره د کي‌یف د لیوالتیا نښې د احتمالي مرکې لپاره یوه نوې لار پرانیزي.

چین او تایوان

د اګسټ میاشتې په لومړیو کې تایوان سیمې ته د امریکا د استازو د رییسېې نانسي پلوسي له سفر وروسته د «تایوان د خپلواکۍ» لپاره د بهرنیو ځواکونو او د بېلتون غوښتونکو د هر ډول هڅو د ځپلو لپاره خپل عزم وښود.

چین په بریالیتوب سره په تېر کال کې د پکن ۲۰۲۲ د ژمني المپیک او پارالمپیک لوبو کوربه و.

پکن د نړۍ د «دوه‌ګوني المپيک لومړنۍ» ښار شو او چینایي لوبغاړو د دغه هېواد په ژمنیو لوبو کې غوره پایلې ترلاسه کړې.

د چین د کمونیست ګوند شلم کانګرس د اکټوبر له ۱۶ تر ۲۲ په پکن کې رامنځته شو. دغې ناستې د یوه عصري سوسیالیستي چین جوړولو لپاره یوه طرحه وړاندې کړه.

شي جین‌پینګ د اکټوبر پر ۲۳ د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه وټاکل شو.

په همدې حال کې چین او روسیې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې د نړۍ د هېواد پرخلاف د طالبانو د سفر د ممنوعیت د معافیت بیاغځولو غوښتنه وکړه.

د امریکا متحده ایالات

د امریکا د کانګرس د منځنۍ دورې ټاکنې په روان کال کې ترسره شوې او په دغو ټاکنو کې تر ۴۲ زیاتو امریکایي وګړو رایه ورکړه.

داسې برېښېده چې ډیموکراتان به په منځنیو ټاکنو کې ماته وخوري. په معمولي ډول هغه ګوند چې سپینه ماڼۍ کنټرولوي په منځمهاله ټاکنو کې زیانمن شو او به وړي کې د بایډن وضعیت ټاکنو کې په خپل ترټولو ټیټه تاریخي سطحه کې و.

خو د قانون جوړولو په بهیر کې څو بریاوې د دې لامل شوې چې ډیموکراتان په منځمهاله ټاکنو کې تر څه چې تمه کېده ښه عمل وکړي. ډیموکراتانو د سنا مجلس کنټرول په واک کې درلود او ان یوه چوکۍ یې په خپلو لیکو کې زیاته کړه.

قطر

قطر په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د فوټبال نړیوال جام لوبو کوربه و. قطریانو په لومړنیو لوبو کې د اکوادور او الیو سیسه ډلو پروړاندې ماته وخوړه.

قطر په دې کال کې د نړیوال جام پر لومړني کوربه بدل شو چې د فوټبال له لوبو څنډې ته شو او له نړیوال جام سره یې خدای په اماني وکړه.