نړۍ

د پاکستاني طالبانو یرغمل نیولو د بنو سیمې په اوسېدونکو کې وېره خپره کړې

د دوشنبې په شپه له هغې کابو ۲۴ ساعته وروسته چې پاکستاني طالب بندیانو د ترهګرۍ ضد مرکز پر ساتونکو برید وکړ او ددې مرکز کنټرول یې په واک کې واخیست، د پاکستان په شمال لوېدیځ بنو ښار کې تاوتریخوالی دوام لري.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ایالتي دولت ویاند په دې اړه وویل، مرکچي پلاوي یې له هغو جنګیالیو سره یې چې څو تنه یې د ننه په زندان کې یرغمل کړي، خبرې پیل کړې دي.

دا مرکز د پاکستاني پوځ په یوه دایمي اډه کې دی. د بنو ښار اوسېدونکي چې وېرېدلي په دې اړه وايي، د روان وضعیت په اړه کم مالومات لري، ځکه انټرنیټ په بشپړ ډول پرې شوی دی.

یوه ۲۵ کلن ډاکتر جاوید حسین عرب نیوز ته په دې اړه ویلي: «د خلکو د وېرې له امله دوی آن نه شي کولای له یو بل سره خبرې وکړي. په دې سیمه کې انټرنیټي خدمات پرې شوي، دا چاره کم سارې ده.»

د یوه ۳۲ کلن هټۍ وال د ځاني خوندیتوب له امله د خپل نوم له اخیستو ډډه کوي وايي د انټرنټ د بندېدو له امله، ډېری اوسېدونکي له وضعیت څخه سم مالومات نه لري.

هغه عرب نیوز ته وویل: «موږ نه پوهېږو څه پېښېږي، انټرنیټ چې دلته یې معمولا ښه سرعت درلود بند شوی دی. په ټلویزیون کې هم هېڅ خبري پوښښ نشته، له دې امله د سیمې اوسېدونکي د وضعیت په اړه هېڅ مالومات نه لري.ِ»

د دوشنبې ورځې په لومړیو کې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې په دې مرکز کې یو یرغمل شوی کس چې د پاکستاني طالبانو یا TTP په لاس کې دی له چارواکو غواړي چې ددې ستونزې د سوله ییز حل لپاره هڅې وکړي. تراوسه روښانه نه ده چې په دې برخه کې څو تنه رول لري.

دغه کس چې ځان نه معرفي کوي وایي: «موږ له خلکو غواړو چې دا مسله له سوله ییزې لارې حل شي او له طالبانو مو غوښتي چې له ډزو او یا زور له کارولو ډډه وکړي.»

په دې ویډیو کې لږترلږه دوه کسان لیدل کېږي چې وسله لېږدوي او د یرغمل شویو کسانو څارنه کوي.

د پاکستاني طالبانو تحریک دوشنبې په یوه بیانیه کې تایید کړې چې بندیانو د بنو د ترهګرۍ ضد په مرکز کې «څو پوځي افسران او د زندان کارکوونکي» یرغمل کړي دي.

بندیانو له خپلو پلټونکو څخه وسلې اخیستې دي

د خیبر پښتونخوا دولت ویاند محمد علي سیف په دې اړه وویل چې دا مرکز کلابند شوی او د ودانۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات به «ډېر ژر بشپړ شي.»

هغه په زندان کې د نفوذ په اړه وړاندیزونه رد کړل او وايي چې بندیانو له خپلو پلټونکو څخه وسلې غلا کړې او نور بندیان یې ازاد کړي دي.  

هغه رویټرز ته وویل چې چارواکو د کړکېچ د هواري لپاره د هڅو لپاره له جنګیاليو سره خبرې‌اترې پيل کړې دي او تراوسه یې د پاکستاني طالبانو تحریک له خوا کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی، خو ځایي مشرانو او بریدګرو ته نږدې کسانو په دې هڅو کې ګډون کړی دی.

سیف وویل چې د بریدګرو له خوا لږترلږه یو چارواکی وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې د پاکستاني طالبانو تحریک څو مهم غړي په دغه مرکز کې حضور لري. هغه ونه‌ویل چې څو تنه امنیتي ځواکونه یرغمل شوي دي.

یوه اطلاعاتي افسر رویټرز ته وویل چې شپږ تنه یرغمل شوي؛ څلور پوځیان او دوه د ترهګرۍ ضد افسران دي.

د یرغمل نیونې کړکېچ یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شو چې د پاکستاني طالبانو تحریک لکي مروت سیمې ته نږدې د څلورو پولیسو د وژلو مسوولیت پرغاړه واخیست.

د پاکستان پوځ دوشنبه ماښام وویل چې یوه ځانمرګي بریدګر د شمالي وزیرستان په ناارامه سیمه کې یو امنیتي کاروان په نښه کړ چې په پایله کې یې لږترلږه دوه لاروي او یو سرتېری وژل شوي دي.

د بلوچستان ولایت د سویل لوېدیځ په خزدار ښار کې چارواکو وویل چې په یوه ګڼه‌ګوڼه لرونکي بازار کې د چاودنې له امله ۱۳ تنه ټپیان شول. هېچا د دغو دوو بریدونو مسوولیت چې د دوشنبې پر ورځ ترسره شوي پرغاړه نه دی اخیستی.

پاکستاني چارواکي د پاکستاني طالبانو تحریک له بلواګرو سره د مبارزې په حال کې دي. دغه ډله د افغانستان له طالبانو سره تړلې ده خو جلا فعالیت لري.

دویمې ډلې هڅه کوله چې د پاکستان دولت او پاکستاني طالبانو تحریک ترمنځ منځګړیتوب وکړي. خو په روان کال کې خبرواترو داسې مهال چې دې ډلې اوربند پایته ورساوه او ژمن شول چې خپل بریدونه له سره پيل کړي ماته وخوړه.

د پاکستاني طالبانو تحریک د یکشنبې پر ورځ خپله بیانیه کې د دې په تړاو چې په بنو کې د یرغمل نیونې په ناورین کې ښکېل زندانیان افغانستان ته د امن لېږد غوښتنه کوي د رسنیو راپور رد کړ او ویې‌ویل چې هغوی غواړي د شمالي او سویلي وزیرستان قبایلي سیمو ته ولېږدول شي.

دغې ډلې زیاته کړه چې دولت یې پروړاندې «مثبت ځواب» نه دې ورلېږلي.

د پاکستاني طالبانو تحریک په دې اړه وویل: «په زندان کې د کارکوونکو او د پوځ د پرسونل د ژغورنۍ یوازینۍ لار د زندانیانو د غوښتنو منل او سویلي او شمالي وزیرستان ته د هغوی د تلو اجازه ده.»

د بنو ولسوالي له شمالي وزیرستانه وتلې قبایلي سیمه ده چې له افغانستان سره پوله لري او ډېره موده د ترهګرو لپاره امن پټنځای و.

د پاکستان پوځ له ۲۰۰۹ کال راهیسې په قبایلي سیمو کې څو عملیات ترسره کړي دي چې د هغوی ملېشه ځواکونه او مشران یې له دې هېواده تښتېدو ته اړ کړي دي.