افغانستان

ایران ته د افغانانو د قاچاقي تګ ستونزې

قاچاق د ځوانانو لپاره له خطرونو ډکه لار ده. په دې لړ کې هغوی ډېری اړ دي چې د یوې نمړۍ ډوډۍ د موندلو او ارام ژوند لپاره دغه خطرونه ومني او پر دې لار روان شي.

له قاچاقي لارې ایران ته تګ او رسېدل اسانه کار نه دی. بلکې پر دې لار تګ له ژوند سره لوبې کول دي.

په دې لار کې ځینې له لوږۍ او تندې خپل ژوند له لاسه ورکوي او ځینې هم د ایراني پوله ساتونکو په ډزو وژل کېږي.

یو شمېر بیا تر موخې رسېږي او شپې ورځې په وېرې سره تېروي. هغوی په سختو کارونو سره هڅه کوی چې د خپلو کورنیو لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

هره ورځ د افغانستان له بېلابېلو سیمو سلګونه تنه د هرات ښار په مسافر خونو کې په تمه کېږي او وروسته له قاچاقبرانو سره په همغږۍ لومړی د اسلام کلا پولې ته ځي او وروسته په دښتو او غرونو کې خپل خطرناک او له کړاوونو ډک سفر پیلوي.

د اقتصادي ستونزو او د وزګارۍ له زیاتېدو سره ایران ته د افغانانو غیرقانوني کډوالۍ په چټکۍ دوام لري.

ټول هغه کسان چې په غیرقانوني توګه ایران ته ځي له هرات او نیمروز ولایتونو څخه د ایران خاورې ته ځان رسوي.

کوم کسان چې له نیمروز څخه د قاچاقي لارې تابیا کوي لومړی پاکستان ته او بیا د دغه هېواد له ګډو پولو ایران ته دننه کېږي.

د اسلام کلا د لارې د مسافرینو په وینا دا لار ترټولو لنډه ده او کم موده غواړي چې تر موخې ورسېږي، خو لګښت او ستونزې یې زیاتې دي.

په دې منځ کې ماشومان هم لیدل کېږي چې بېوزلي دې ته اړ ایستلي ترڅو له قاچاقي او غیرقانوني لارو ایران ته ولاړ شي.

ځینو مسافرینو دا لارې څو ځله ازمایلې دي. د ژوند سختو شرایطو هغوی اړ ایستلي چې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره هر ډول خطر ومني.

د یوه مسافر کیسه

یو له دغو کسانو سره چې د څلورم ځل لپاره ایران ته ځي خبرې کوو.

هغه وایي: «کوم مسافرین چې په قاچاقي توګه ایران ته ځي لومړی د اسلام کلا بازار ته ځي او وروسته له قاچاقبرانو سره په همغږۍ د اسلام کلا کمانه او ګرګ اباد سیمو کې پولې ته ځان رسوي.»

دغه کس په دوام کې وایي: «مسافرین ورځ هلته تېروی او تر شپې په تمه کېږي. هغوی په دې سیمو کې خیمې نه لري او تر روانېدو پورې شپې ورځې په سختۍ تېروي.»

دغه مسافرین په سړه هوا کې او په ستړیا سره اړ دي چې شپې سبا کړي ترڅو د تلو وخت راورسېږي.

د هغو کسانو شمېر چې هره ورځ په قاچاقي توګه له افغانستانه ایران ته ځی روښانه نه دی. خو په منځ کې یې لوستي کسان هم شته چې سختو شرایطو دې ته اړ ایستلي چې د ښه ژوند لپاره قاچاقي لارې انتخاب کړي.

کډوال وایي چې د ناچارۍ له امله یې قاچاقي لارو ته زړه ښه کړی او د کار لپاره ایران ته ځي.

هغوی د طالبانو له ادارې غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي ترڅو د هېواد پرېښودو ته اړ نه شي.