فرهنګ او هنر

په لرغونې بڼه د هرات ښار د لوی جومات رغونه او کاشي کاري

د هرات د لوی جامع جومات کاشي کاري او ویجاړو شویو برخو رغول له څه مودې مخکې پیل شوې. د کاشي کاري کار یې کابو ۴۰ سلنه بشپړ شوی او پاتې به هم ډېر ژر بشپړ شي.

ددغې تاریخي ودانۍ د رغولو لګښت د اطلاعاتو او کلتور وزارت او هرات د ځایي ادارې له بودیجې ورکول کېږي.

کارپوهان وايي چې کابو سل کاله کېږي چې د هرات جامع جومات په دې ډول نه دی رغول شوی. په تېرو وختونو کې به تخریب شوي ځایونه او ودانۍ بېرته جوړېدې، خو ددغو موادو د لرغونتوب له امله، بېرته رغول کېږي.

هغه معماران چې په دې پروژه کې د هرات جامع جومات د مرمت او تخریب شویو برخو د کاشي کارۍ په برخه کې کار کوي په دغه تاریخي ودانۍ کې د ډېرو ظرفیتونو خبره کوي.

یو معمار سید خلیل االله چې له څو اونیو راهیسې د هرات په جامع جومات کې د هرات د جامع جومات د تخریب شویو برخو د رغولو او کاشي کارۍ کې کار کوي وايي: «ددې تاریخي ودانۍ رغول ستونزمن او وخت ته اړتیا لري. ځکه ډېره ظرافت کاري لري او باید په اصیله توګه جوړ شي.»

هغه زیاته کړه: «کله داسې هم کېږي چې موږ د یو متر ځای لپاره درې ورځې کار وکړو. دا کار ډېره استادي غواړي او دا ډول استادان هم کم دي ځکه کار یې سخت دی او رغول یې ځیرتیا غواړي.»

یو بل معمار عزیز احمد رسولي چې په دې برخه کې ۲۵ کلنه کاري تجربه لري وايي: «دا کار ډېر ظرافت لري او باید د چوک د سر کارګرانو ته ورنه کړل شي ځکه ددغه را ځایونو ارزښت له منځه وړي.»

د هرات د لوی جامع جومات د رغولو او کاشي کارۍ له پیله کابو درې میاشتې تېرېږي او د رغولو کار یې نیمایي ته رسېدلی دی.

فرهنګیان د هرات په جامع جومات کې ظرافت او اصیل کار ددغې تاریخي ودانۍ د ارزښت او لرغونتوب ښودونکې بولي.

د هرات یو فرهنګپال محمد صدیق میر وایي: «د هرات جامع جومات د دې ولایت یوه تاریخي ودانۍ ده چې کابو یو نیم زر کاله لرغونتوب لري چې په بېلابېلو دورو کې رغول شوی دی.»

نوموړی زیاتوي چې دغه ارزښتناکه ودانۍ له جوړېدو د ډېرو کلونو په تېرېدو، اړتیا ده چې تخریب شوې سیمې یې ورغول شي ترڅو یې له نړېدو مخنیوی وشي.

د هغه په وینا، په لرغونې، دودیز او اصیله توګه د دې ودانۍ رغول د دغې تاریخي ودانۍ د ارزښت ښودنه کوي ترڅو یې تخریب شوې برخې بېرته په اصیل او قدیمي ډول ورغول شي.

د هرات د لوی جامع جومات د جوړولو تاریخچه

په دغه ودانۍ کې د شته کتیبو له مخې دا تاریخي ځای له اسلام څخه مخکې د زرتشتیانو عبادتځای و او په ۲۹ه ق کال کې د حضرت عثمان د خلافت خلافت پرمهال د هرات هرات په لومړني جامع جومات بدل شو.

ویل کېږي چې ددغه جومات لومړنۍ ودانۍ له لرګیو جوړه شوې وه، خو په ۵۹۷ ه ق کال کې د امام فخرالدین رازي د مشورې او د سلطان غیاث الدین محمد بن بهاءالدین سام غوري په اهتمام په اوسنۍ بڼه په پخو خښتو په اساسي توګه په کاشي کارۍ سره جوړ او د هغه د زوی سلطان غیاث الدین محمود غوري له خوا بشپړ شو.

ددغې ودانۍ ځینې برخې د ډېرو کلونو او تاریخ په اوږدو کې د جګړو او نښتو له هغې جملې د چنګېز د یرغل په پایله کې تخریب شوې، خو په ځلونو هم په بېلابېلو دورو کې د ملک غیاث الدین بن رکن الدین کرت، ملک معزالدین کرت، شاهرخ میرزا تیموري، امیرعلي شیر نوایي، د هرات نامتو خطاط او شاعر حسن شاملو، وزیر یارمحمد خان الکوزي، امیرحبیب الله خان، عبدالله خان ملکیار، فضل الحق خالقیار، ملایارمحمد خانو محمداسمعیل خان په ګډون نوموتو کسانو له خوا ترمیم او رغول شوی دی.

د هرات د لوی جامع جومات مساحت د هغه له ختیځ پارک سره ۴۶۷۶۰ متر مربع او بېخ بنسټ یې ۲۱۶۰۰ متر مربع بلل شوی دی.

د لیدلو وړ ځایونه او تاریخي او ارزښتمنې کتیبې له هغې جملې د ملک غیاث الدین د وخت هفت جوشه او تاریخي دیګونه، د طاق غوریان فیروزه يي کتیبې، د غوریانو دورې ګچي کتیبې، د تمیوریانو دورې ډبرینې کتیبې، د استاد محمد علي عطار هروي لیکوال خونه، د سلطان غیاث الدین غوري او د ملک معزالدین کرت مقبرې هم په دغه تاریخي ځای کې دي.

د هرات ولایت لوی جامع جومات په (۳۲-۱-۷۹) شمېرې سره د افغانستان د لرغونو ودانیو په نوملړ کې ثبت دی.