افغانستان

د سالنګ تونل په اورلګېدنه کې ۱۹ تنه مړه او ۳۷ نور ټپیان شول

د شنبې ماسخوتن مهال د ۶:۳۰ بجو په شاوخوا کې د تېلو یوه ټانکر چې له شمال څخه د هېواد پلازمیني ته روان و، له سالنګ تونل نه د تېرېدو پرمهال د تخنیکي ستونزې له امله اور واخیست چې له امله یې په دې تونل کې ټول راګیر موټر وسوځېدل.

د وروستیو شمېرو له مخې په دې پېښه کې ۱۹ تنه مړه او ۳۷ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو د ټولګټو وزارت مسوولین وایي چې ددغې پېښې ټپيان د بغلان ولایت روغتونونو او د سویلي او شمالي سالنګ پر لاره یو شمېر کلینونو ته لېږدول شوي دي.

له دغې مرګونې پېښې د څلرویشتو ساعتونو په تېرېدو لا هم زیات شمېر موټر چې اور یې اخیستی په تونل کې پاتې دي او طالبانو ډله د کافي تجربې د نه لرلو او اور وژنې په کابو کې کولو کې امکاناتو د نشتوالي له امله د پېښې په کنټرول کې پاتې راغلي دي.

له دې امله چې طالبان تراوسه نه دي توانېدلي اور لګېدنه کابو کړي اټکل کېږي چې ددې پېښې تلفات زیات شي.  

ددې پېښې یو ټپي نصرت الله د آمو خبریال ته خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: «کابل ته پر لاره وو، کله چې تونل ته ننوتو زموږ د سپرلی موټر د زیاتو موټرو له امله په تونل کې کرار کرار د حرکت په حال کې وو، کابو دوې درې دقیقې نه وې تېرې شوې چې ناڅاپه مو یو ناوړه غږ واورېد او وروسته موږ د اور لمبې ولیدې په چټکه توګه زموږ په لور د حرکت په حال کې و، نور پوه نه شوو چې څه وشول.»

هغه چې د شپې له خوا د پلخمري ملکي روغتون ته لېږدول شوی وايي: «لسګونه موټر په اور کې سوځېدلي دي.»

د پلخمري د ملکي روغتون آمر شاه ولي احمد زی وایي چې تراوسه دغه روغتون ته اته ټپیان وروړل شوي چې د روغتیايي حالت د خرابوالي له امله د کندز او مزارشریف روغتونونو ته ولېږل شول.

هغه وویل: «زموږ امبولانسونه له صحي کارکوونکو سره سیمې ته تللي خو تراوسه نه دي راستانه شوي، تراوسه څوک نه دي توانېدلي تونل ته ننوځي.»

دا لویه لار د پېښې له رامنځته کېدو راهیسې تړلې او پر دې لاره سلګونه مسافر بند پاتې دي.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې یوه چورلکه او یو شمېر پوځیان د تونل دواړو غاړو ته د راګیر شویو کسانو سره د مرستې لپاره لېږل شوي دي.

د سالنګ تونل ۲.۶۷ کیلومتره اوږدوالی لري چې افغانستان کې د پروان او بغلان ولایتونو ترمنځ په هندوکش غرونو کې د سالنګ د لویې لارې په دوام کې او د کابل ښار په ۹۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

دا د ۱۹۸۲ کال په نومبر کې د سالنګ تونل له اورلګېدنې وروسته، چې نږدې ۳ زره تنه په کې مړه شول، ترټولو ناوړه پېښه ده.